
مهاجرتونه تل په پیل کې ډیر ترخه وې ، ډیر دردونکي وي او ډیر ځورونکي ، همدا ده چې یوې پشتو لنډۍ دغه خبره پیړۍ پیړۍ مخکې دنامعلوم سرنوشت په لور دسفر دغه دردونکې کیسه په خورا درد او غم سره انځورکړي :
څوک په رضا له ملکه نه ځي یا ډیرغریب شی یا دیار له غمه ځینه
افغانان همداسې شول ، دیار غم ، دځان غم ، او داغیارغمونه ټول ورته یو شول او داسې یې سره تیت اوپرک کړل چې دنړۍ ترهرګوټه ورسیدل او په هره خوا کې څوک لس ، څوک شل او سل سره دیره شول ، نوي ژوند ، غریبی ، نوی کلتور ، نوې ژبی ، نوي نړۍ او نوي علمی پرمختګونه داټول ورته یوشول او دغه نوي او نا آشنا یاران په تصادفی توګه په لاس ورغلل ، چا ځانو نه ورته تسلیم کړل ، چا ځانو نه په کې بایلول او چا هم سختې ډغرې ورسره پیل کړې ، خپل تیرته یې وکتل ، دوطن بدې ورځې یې په پام کې ونیوې او خپله ملا یې داسې ورته وتړله چې شپه او ورځ یې پرځان یوه کړه او یوازې یې داخبره کلکه ونیوه چې : « موږ تردوی څه کم یو ؟ »
او داهغه خبره وه چې ما په دې نژدې وختو کې دکاناډا دسفر په ترڅ کې دنړي په نامتو پوهنتون (البرتا یونیورستي ) کې له افغانې دوکتورا محصلې مرغلرې رشید څخه واوریده . زما سفر ډیر لنډ و، ډیروروسته خبرشوم چې په دغه پوهنتون کې چې زه دیوې میاشتې ویزیت په موخه هلته بللی وم ، یو استاد سره مخامخ شوم چې ترې ومې وامې وریدل دلته یو ه افغانه په دي نژدې وختو کې خپله دوکتورا بشپړوي ، ځکه مې تلوسه شوه ، پرهغې پسې مې هڅه وکړه ، څو مې هغه دهغې په دفترکې ومونده او اوږدې خبرې مې په داسې حال کې چې ما دلته دا ډیره موده له چا سره په پښتو خبرې نه وکړې له دی سره پیل کړې . ددې لپاره چې خپله دغه کتنه له خپلو دوستانو سره شریکه کړم غواړم خپلې ټولې خبرې دیوې لنډې مرکې په ترڅ کې دلته له خپلو هیوادوالو سره شریکې کړم ، ما خپل تاثرات په انګریزې کې لیکې وو چې دلته یې لنډیر په پښتو کې وړاندې کوم :
پ : کولاشم وپوښتم چې دکوم ځای یې اوکله له افغانستان څخه راوتلې یې ؟
زه په کابل کې زیږیدلې یم ، خو په اصل کې زما پلرني ټاټوبی دغزنی ولایت دی ، زموږ سیمه رشیدان نومیږي چې ما نه ده لیدلی ، زما مورني ټاټوبی لوګر دی چې ما لیدلی او هلته مې ، هغه مهال چې په کابل کې څوک نه وپاتې او سخت جنګونه روان وو موږ هم لو ګرته ولاړو څه موده مو هلته تیره کړه ، بیا پیښورته لاړو ، یو کال هلته وو ، هلته مې هم یو کال درس لوستی ، چې په زړه پورې و، بیا مي پلار هند ته دویزټنګ پروفیسور په توګه ته لاړ ، هلته مولس کاله تیرکړل ، ما دوو لسم هلته بشپړ کړ ، له هغه وروسته بیا کاناډا ته راغلو ، دلته مې خپله BA او MSc بشپړې کړې او PhD داده مخ په خلاصیدو ده .
د پي اچ ډی موضوع مو څه ده ؟
زما دڅیړنې موضوع سایکاتري psychiatry یا رواني څیړنې او یاهم دعصبی ستونزو او نا انډولیو تشخیص دی چې . په هغه کې هم په ځانګړې توګه د ما شومانوعصبي برخه ده . ما په دغه برخه کې پردې برسیره چې څوعلمي مقالې لیکلې اوهغه هم په نړیوالو علمي ژورنالونو خپرې شوې دي . پریو شمیر داسې ماشومانو چې هغوی ته سختې عصبي صدمې رسیدلې وې عملي تحقیق هم ترسره کړې دی ، زما ددغه کار لړۍ تراوسه هم روانه ده ،سږ کال ما دخپل دغه تحقیق په خاطر دماشومانو دعصبی څیړنو په برخه کې په یوه پراخه سیالۍ کې یولوی ګرنټ په ولایتې کچه دعلمي او اکادیمیک هیات له خوا ترلاسه کړ ، زما رشته ترکومه چې ښکاري په عصبی برخه کې یوڅه ګرانه رشته ده ځکه چي په ماشومانو پورې اړه لري ، چې زه یې یوازې په خبرو کې نه شم توضیح کولای . ځکه د ماشوم د عصبي ستونزو تشخیص ډیر کار او زیاتو عصري وسایلو او میتودونو ته اړتیا لري .
پوښتنه ، تاسو یو مهم سکالرشپ چې تاسو ترلاسه کړې اشاره وکړه ، په دغه برخه کې که لږ رڼا واچوئ ،
ځ : لکه چی تاسو ته معلومه ده په کاناډا کې زده کړه ، هغه هم په طبي برخه کې ډیره ګرانه خبره ده ، هغه هم زموږ غوندې خلکو لپاره ، ماتراوسه هرکال کله یو ، کله دوه سکالرشیفونه ترلاسه کړي چې هغه به معمولي وو ، خو کوم سکالرشیف چې سږ ما دخپل علمي کارله امله د یوې پراخې سیالې په ترڅ کې ترلاسه کړ ، هغه دپوهنتون په کچه د دوکتورا زده کونکو لپاره ترټولو لوړ سکا لرشیف و چې ما دخپل تحقیق (Rehabilitation( له امله د واک لرونکی علمی کومیتې له خوا ترلاسه کړ. ما خپلې ټولې لوړې زده کړې د همدغو سکالرشیفو له لارې بشپړې کړې دي.
پ : دخپلو چا پ شویو مقالوپه برخه کې مو اشاره وکړه ، چې یو شمیریې په نړیوالو خپرونو کې چا پ شوې دي په دغه باره کې که لږ معلومات راکړئ .
ځ : تاسو ته معلومه ده چې په لویدیز کې دوکتورا اخیستل ډیر درانه شرایط لري ، په تیره بیا په البرتا یونیورستي کې چې یو تحقیقاتي پوهنتون دي ، زما څو مقالې په ماستري دوره کې چاپ شوې ، او څه نورې یې په دوکتورا دوره کې ، خو مهمه خبره داده چې زما داتحقیقات دهغو عملي تجربو پایله دي چې ما ته دپوهنتون او دیپارتمنت له له خوا له اصلی تیزس سره په یوه وخت کې راکول کیږي چې یوشمیر یې زما دوکتورا دتیز چپتر هم کیدای شي . زما دغه عملي مقالې په امریکا یي او اروپایی نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي چې ان لاین هم د اړوندو علمی خپرونوله شرایطو سره سم ترلاسه کیدای شي .
پ : تاسو دماشومانو د عصبي ستونزو کارپوهه یاست ، په دغه برخه کې که یوڅه رڼا واچوئ .
ځ : زما مسلکي برخه د ماشومانو د مغزی ناجوړیو Child Brain Injury په برخه کې ده ، زما سروکار له غربي ماشومانو سره دی تراوسه چې د کومو ناروغو ماشومانو اود هغوله کورنیو سره ما کارکړی ، دهغوی ستونزې زیاتره د ټکرونو او ناڅاپی پیښو په ترڅ کې رامنځ ته شوې ، دوی ددغو حوادثو په ترڅ کې ، حافظه له لاسه ورکوي ، او په کرداري توګه یې ځینې غړی او عصبی اړیکي له ګډوډیو سره مخامخ کیږي ، چې یو شمیر یې د زمان په تیریدو سره کرارکرار د دوامدارې درملنې په ترڅ کې خپل لومړنی حالت ته راځي او ځینې یې همداسې پاتې کیږی ،خودوامداره څارنه او مراقبت یې هم دکورنۍ له خوا او هم د رحب بلټیشن (Rehabilitation ) روغتونوله خوا ترسره کیږي .
پ : د افغانستان لپاره د خپلې رشتې اړوند څه فکرکوئ ؟
ځ : زه په دغه برخه ځانګړې اندیښنه لرم ، پرهغه مهال چې زه د لومړي صنف زده کونکې وم ، ما هلته ژوند کاوه او ماشومانه چاپیریال مې لیده تراوسه مې هم هغه شیبې په ذهن او خاطر کې ژوندۍ دي ، زه فکرکوم چې هلته په دغه برخه کې یو ه لویه ستونزه شته ده ، هلته څوک د ماشومان په باره کې اصلآ فکرنه کوی ، دماشومان لپاره تراوسه چا کوم خاص پروګرام په ټول طبی سستم کې په نظرکې نه دی نیولي اوکه یې نیولي هم دی ډیرنیمګړی دی ، دموراو ماشوم لپاره ان د ملګرو ملتو پرګرام هم تش په نامه دی ، څه موده مخکې مې واوریدل چې داندرا ګاندی دماشومانو روغتون په دغه برخه کې نه یوازې چې تخنیکی اسانتیاوې نه لري ، له اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی، دایوازنې روغتون چې د ماشومانو په نامه کارکوي ، درملنه او سرپرستې خو یوې خوا ته پریږده . زما په نظرافغان دولت اوخلک باید دماشومان د روغتیاخبره جدي ونیسي ، یو ماشوم ترهرڅه دمخه باید دریو لومړني حقونه ولري ، لکه منظم او پلان شوی غذایی سستم ، تعلیمی حق او روغتیایی حق ، له بده مرغه چې په افغانستان کې دماشومانو لپاره په دغو دریو برخو کې رښتیانی او دیو ملي پروګرام په چوکاټ کې کار نه دی شوی ، که دولت ، که کورنۍ هغوی چې د ماشومانو اویا په بله ونیا دهیواد دراتلونکي په باره کې فکرکوي باید په دغه برخه کې همدغه دری ټکي په لومړیتوب سره ومنی ، اودهغوی د احیا لپاره باید لاس په کارشي ، په نړۍ کې داسې هیواد او داسې خلک نشته چې که څوک دماشومانو په نامه له نړیوالو موسسو مرسته وغواړي خامخا ورسره کیږي ، له بده مرغه چې په افغانستان کې دماشومانو په وړاندې لویه غمیزه روانه ده اودماشومانو پرحقوقو باندې بې پروا لویان ځانونه ناګار اچوي او په دغه برخه کې یې په تیرو دوو لیسزو کې یو کوچنی ګام نه دی پورته کړی . افغان دولت باید دموراو ماشوم لپاره پورتنی دری حقه په لومړیتوب کې دیوه علمي اوملي پروګرام پراساس جوړکړي ، له هغه وروسته بیا کیداي زما د مسلک په باره کې چې عصبي اوعقلي برخه ده هم یو څه وکړای شو .
له مرکې مو مننه ،
له تاسو هم ،