زېری

 
 
زیری  یو داسي لغات یا توری دی چي کوونکي ته همېشه په بدل کښي جایزه یا کوم بل څه ورکول کیږي او اورېدونکي ته ترحد څخه په زیاته اندازه خوشحالي ، دا که یو چا یو کار ته ډېر انتظار ایستلی وي او بیا زیری پر اوسي چي هم هغه کار ترسره سو نو ډېر د خوشحالۍ احساس کوي ، موږ افغانانو هم د یو زیري په تمه تمه انتظار وایستی، ددې زیري لپاره مو ډیري قربانۍ ورکړې ، ډیري شپې مو په تورو تیارو کښي سبا کړې ډېرو ښارونو کښي مو د بدن غړي د لاسه ورکړه ، شهیدان ، زخمیان ، لوږي ، تندي ، دربدرۍ او داسي نوري چي څه ډول خوارۍ وې افغانانو د یو زیري لپاره وګاللې چي ټولو به ویل چي کنې خدای مهربانه دی تردې تورو تیارو به ووځو نه به بیا ویني تویدل وي او نه به بیا دغسي بد حالت.
افغانان د یو ښه نظام غوښتونکي وه افغانانو نور نه غوښته چي یو فاسد حکومت دي په افغانستان کښي وي، ډېر دردېدلي وه ډېر کړېدلي وه هر رنګه سختو حالاتو ته یې ځان ورکړی وؤ د یو ښه زیري د اورېدلو لپاره ، د یو ښه رهبر درلودلو لپاره ، د یو داسي حکومت د راتلولو لپاره چي نور ددې بې چاره او غریب اولس ناره واوري ، نور بیا دغه اولس د هر چا لخوا پر سر سر ونه ټکول سي چي طالب یې پر یوه خوا ځغلوي او حکومت یې پر بله خوا، دې ته ورته نوري ډیري هیلي او ارمانونه چي دافغانانو په زړونو کښي پراته وه درلودې او دا ټولي هیلي یې یواځي یو کس ته درلودې چي پوره به یې کړي او ددوئ ټولو هیلو او ارمانونو ته به د پای ټکی کښېږدي چي هغه کس زموږ اوسنی ولسمشر ډاکټر صیب اشرف غني دی .
خدای داسي ورځ راویستل او پر افغانانو هغه زیری وسو کوم چي  افغانانو ډېر زیات انتظار ورته ایستلی وؤ هم هغه ډاکټر صیب اشرف غني د افغانانو ولسمشر او د افغانستان ریس جمهور سو ، ترڅه وخته پوري خو لا د خلکو تمه وه چي نن به سي سبا به سي خو د هري ورځي په تېرېدو سره به په خلکو کښي ناامیدي ښکاره کېده چي بلاخره اوس ټول ناهیلي او خپل راتلونکي ته حیران دي .
ددغه ټاکنو راپدېخوا د افغانستان په هر ولایت کښي ناامني ډېره سوېده ، په تیرو دیارلسو کلونو کښي د کابل په ښار کښي دومره انتحاري حملې نه وې سوي لکه د ټاکنو راپدېخوا چي وسوې او همدارنګه دومره ډېر کسان چي پر لویو لارو باندي د موټرونو څخه کښته سوي دي او اوس هم کښته کیږي هیڅکله نه وه سوي او همداسي په  هلمند ولایت کي چي اکثره ولسوالۍ یا د وسلوالو په ولکه کښي دي او یا هم د سکوت سره مخامخ دي نه وې سوي ، ورځ تر بلي بد حالت جوړیږي ، په سلګونه کسان مو شهیدان او زخمیان ورکړه او کوم چي پاته دي د هغوی هر ورځ کډه په شا تر یو اوبل ځایه ځغلي ، د شپې د تېر ځای نه لري ، در په دره چي په خپل ګوله پوري حیران دي ، اوس نو تر ولایت او قومندانۍ پوري په ځغستا ځغستا ستړي سوي دي .
نو زموږ ګرانه ولسمشره ستا څخه احترامانه هیله کوؤ چي زموږ دغه بد حالت ته د پای ټکی کښېږده ، هغه هیلي او ارمانونه مو مه بې ځایه کوه د کومو لپاره چي مو شهیدان او زخمیان ورکړه او د خپل لاسونو ګوتي مو پرې کړې او ته مو واک ته ورسولې ، د یو آباد افغانستان په هیله.