د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتنو ایډیالوجیک بنسټ/ دویمه برخه

 
 
لیکوال  : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
 
 
 
د پښتونولۍ ایډیالوجیکې کاڼسپټ او د پښتون ولس د ملي تاریخ فلسفه
پښتونولي د پښتنویونالیکل شوي سیسټماټیک دودیزه قانون اویولرغوني قبایلي کاڼسپټ دی . پښتونولي د پښتون ولس دفلسفي ژوند او د ولسي فکر لار ده . پښتونولي د پښتنو د ولسي دودیزه ژوند یو ایډیالوجیک فلسفي ښوونځۍ دی . پښتونولي د پښتي ټولنې خپل ځانګړي فکري ډول،دپښتني ټولنې د نورمونو،ارزښتنو او د ملي سیاسي تاریخ فلسفي ایډیالوجۍ ده،چې د پلرنو او نیکونو څخه ورته په میراث پاتي شوي ده . پښتواو پښتونولي ده، چې یوافغان پښتون د نړۍ له نورو ولسونو او ارزښنونو څخه رابیلوي . د پښتونولۍ پربنسټ پښتون ولس ځانته یو ځانګړي ټولنیز جوړښت او اصول لري . پښتونولي د افغانانو د ملي هویت او د ملي کولتوري هویت ورپېژندلو کې یو ستر ځواکمن عنصر پېژندل شوي. پښتونولي له زرګونه کالونو راهیسې د پښتنو یوه زاړه پاله، محافظه کاره، خپلواکه، ولسواکه او هیوادپاله ملي ایډیالوجۍ ده. دپښتونولۍ لرغوني ښکارنده ( پدیده) نن هم لکه څوپیړۍ وړاندې د زړو اریایانو په شان د پښتون ولس په سیاسي، حقوقي، کولتور ي او ټولنیزوچارو کې خپل منلي شوي نورمونه، ارزښتونه اوبنسټیک جوړښتونه لري . پښتانه  دزړو اریایانو یوه ستره لرغوني قبیله ده، چې دزرګونه کالونو راهیسې د امو او اباسین سیندونو ترمنځ استوګنه لري. لوی افغانستان دټولوپښتنوافغانانو پلارنۍ ګران هیواددی .لراوبر پښتانه نن په نړۍ کې یو ستر واحد افغان ملت  جوړوي .
پښتونولي په نړیوال کلي کې دافغان سترکور، دافغانانو د ملي هویت، دافغانانو د ملي ویاړلي تاریخ فلسفه، د افغانانو د ملي سیاست،د افغان مدني ټولنې پېژند د ټولنیز دودیزه ژوند د کړه وړه څرنګوالي ستره نښه نښانه اوسمبول دی .د افغان پېژندني ځانګړتیاوې او د افغان د ملي کولتورکوډ یا شفر دپښتونولۍ په منځ زړي کې پروت دی .
د پښتونولۍ لرغوني قانون اصول، دودنونه، نرخونونه، دقبایلو د کړو وړو او د معنویاتو شفرونه یا کوډکسونه هغه مهال هم په پښتني ټولنه کې چلیدل، کله چې نړۍ کې د نن ورځي مډرن پیچلي حقوقي، عدلي اوقضایي نظام شتون نه درلود. پښتون ولس دپښتونولۍ منلي شوې نورمونه اوارزښتونه پرته له دولتي کنټرول او پوځي زورځواک څخه د دې لپاره وجداناً په خپله خوښه پرخپل ځان منلي، چې په ټولنه کې سیاسي ثبات او خپل پایښت تضمین کړي، ټولنه کې امن، نظم، مساوات، تولنیزعدالت رامنځته کړي او عملي کړي .ترڅوپه پښتني ټولنه کې د انارشیزم، هرجومرج، ګډوډیو او د خپلمنځي جګړو مخه ونیول شي . پښتونولي د پښتنو په ټولنه کې د ډیرو ناروا دودونو، بې ننګیو، بې عزتیو، ناحقه دعوې، زړه بوګنوونکې ظلمونو، ناوړوعملونو او بې ګناه وژنو مخه نیولي ده . پښتونولي پښتون ولس ته په افغاني لرغوني ټولنه کې د منل شوي دودیزه قانون او نرخونو له لارې سوله، عدم تشدد، خیرښېګڼه، منځلاریتوب، عدالت، انصاف او مساوات ته لارښوونه کړي اوکوي. له همدې امله په پښتنواو پښتني ټولنه کې دعدالت،انصاف احساس ژوندی اوځښت ډیر دی .
پښتون ولس له همدې امله تراوسه د پښتونولۍ زوړ دودیزه قانون په خپل غیږ کې ټینګ نیولي دی، ځکه د ا قانون یو زوړ روحاني فلسفي قانون دی، د ننګ، ناموس، حیا او غیرت ټولنیزه لرغوني قانون دی، دپښتنو د سیاسي روح قانون دی، دا زوړ قانون په ټولنه کې د پښتنودکړه وړه اوملي هویت سره مستقیماً تړاو لري . د پښتونولۍ تاریخ په مسلسل ډول پنځه زرو کالونوته رسیږي . پښتونولي د انساني سولیزه ژوند لپاره یو شمیر تصوفي، مورالي قاعدې رامنځ ته کړي . پښتونولي پښتنوته په ټولنه کې د مشرتوب، مشرولي، رهبري لارښوونه او په ټولنه کې دانفرادي کړه وړه د پاره معیارنه ټاکلي دي. د پښتونولي منلي شوي نورمونه، ارزښتنونه د اکثرو اصیلو پښتنو افغانانو له خوا وجداناً په یو ډیرعالي احساس سره عملي اوساتل کیږي .
د افغانیت قانون د خپل ځواکمن ځواک درلودلو او د خپل مډرن، انټیک یا لرغوني پرنسیبونو لرلو سره، له هر پښتون څخه په کلکه د اغوښتنه کوي، چې یوریښتنې اصیل پښتون باید خپل حیثیت، وقار،ابرو، عزت النفس، استقلالیت، خپلواکۍ، عدالت ،انصاف، میلمه پالنه، مینه، بښنه، بدل او زغم د ټول بشریت په وړاندې په ځانګړي ډول د خپل میلمه په وړاندې ولري. دپښتونولي اصول، نرخونه او ارزښتنو پلي کول له دې سره مرسته کوي، چې پښتنه ټولنه کې ټولنیز عدالت، مساوات ، انصاف او دانعطاف پزیري بلانس یا موازینه وساتل شي.
پښتنو ته په پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ د اصولو، نرخونو، پریکړو د پلي کولو او عملي کولو په بدل کې څوک دوی ته حق الزحمه یا معاش نه ورکوي، بلکې پښتون ته د خپل ټولنیز مکلفیت او مسوولیت دترسره کولو په بل کې دی په ټولنه ستایل کیږي، ویاړ، ښه نوم، عزت ورکول کیږي اودی په پښتنه ټولنه کې په درنښت یادیږي . برعکس د دې، که څوک خپل ولسي مسوولیت ادا نکړي، دی په ټولنه کې دشرم، بې ننګې او سرټیټوالي سره مخامخ کیږي، دی د پښتني ټولنه څخه ایستل کیږي او په ځینو مواردو کې د مرګ په سزا هم محکوم کیږي .
پښتون ولس د پښتونولۍ خپل حقوقي نورمونه، آرونه او د دودیزه ژوند ټرمینالوجیک ایډیالونه، ارزښتونه په یوشمیر کانسپټي څپرکې کې ویشلي دي . پښتونولي د پښتنو په زاړه پاله محافظه کاره ټولنه کې د پښتنو د کړو وړو لپاره یو لرغوني دودیزه نظام او یو منظم ټاکل شوي قبایلي دودیزه قانون دی. پښتونولي د پښتنو یونړیوال انځور او نړیوال فلسفي لیدلوری دی . د پښتونولي د تصوفي، روحاني، معنوي او دټولنیزخیرښېګنې ارزښتونه او آرونه نه یواځي د محمد(ص )د عیسی ( ع ) او د ابراهیم (خلیل الله) په دین کې خپلي ریښې لري، بلکي د پښتونولي د معنویاتو دودیزه قانون، دننګ او مورال کوډکسونه د لرغوني یونان په قوانینواو کوډکسونوکې هم لیدل کیږي .
 
د پښتنو د مدني ټولنې کاڼسپټ
مدني ټولنه یا  societas civills  یولاتیني تورۍ دی. دمدني ټولنې کاڼسپټ ډیر اوږد او لرغوني تاریخ لري. په مدني ټولنه کې د ټولنې د وګړو قابلیت اوفعالیت ښودل کیږي، چې دوی څومړه په خپله خپل ځان تنظیم او منظم کړي دی. یوه مدني ټولنه هغه مهال رامنځته کیږي، کله چې د یوي ټولنې وګړي په خپله خوښه سره یوځای شي، تر څو دوی خپله په خپلواک او ولسواک ډول پرته له دولتي اغیزو څخه خپل مقصد، مرام او موخې تعقیب کړي . د مدني ټولنې ایډیا یا فکر په خپل بنسټ کې پر دې ټکي را څرخیږي، چې دولتي سکتور او شخصي سکتور له یو بل څخه بیل کړي . مدني ټولنه د ټولنې یوموډل دی،بې له دې چې په ټولنه کې دزور زیاتي څخه کار واخیستل شي . ټولنه دعدم تشدد کرکټر لري او په خپلواک ډول خپل تنظیم شوي نورمونوته ټولنیز ارزښتونه اوجوړښتونه لري. داسي یوه ټولنه یوه مدنې ټولنه بلل کیږي. پرته له شکه که پښتنه ټولنه د ټولنپوهني او ټولنپېژندني له اړخه وڅیړل شي، افغاني ټولنه د انسانیت، اسلامیت، مدنیت، د مدني ټولنې، د خپلواکۍ او ولسواکۍ یو لرغوني اوږد تاریخي کاڼسپټ لري .
کاڼسپټ  concipere یا Konzeption یولاتیني تورۍ دی.کاڼسپټ ډیر اړخیز مانا وې لري. په لنډه توګه د اوسنيو شته حالاتو، شرایطو یا د ستونزو د حل لپاره سمدستۍ د یوه طرحی یا یو پلان جوړولو ته کاڼسپټ ویل کیږي او یا کله چې د یوې موخې لپاره یو جامع هراړخیځ، وسیع عمومي پلان د ځانګړو میټودنو، ارزښتونه او نورمونه له مخې د مالوماتو سره ترتیب اوتنظیم شي، یوکانسپټ بلل کیږي  .
په اصل کې کاڼسپت یوه فکري طرحه د راتلونکې لپاره ده، کانسپټ دراتلونکې لپاره یو پلان دی چې پرته له جزییاتو څخه جوړیږي. چې راتلونکې په څه ډول ترتیب اوتنظیم شي .طبعي خبره ده، یوه عمومي طرحه په خپله دا جوتوي،چې سخت دریځي په کې نشته او انعطاف پزیري له وریه په کې بریښې . یعني قانون یا طرحه کې یوڅه بدلون او سمون راتللي شي. پر همدې بنسټ دپښتون ولس پښتونولي یوه نالیکل شوۍ طرحه یا یوکاڼسپټ دی . چې پښتنو د مدني ټولنې د بنسټ لپاره خورا مهم بنسټ ګڼل کیدای شی . دپښتونولي طرحه په تیږه یا کاڼي کې لیکلي شوي نه ده.نن پښتنې ټولنه کې د پښتونولي د مهمو منل شویو ټرمینالوجیکې مصطلحاتو را ټولول او د اسلامي قوانینواو نړیوال بشري حقونو اومدني قوانینو په رڼا کې سمول، رغول او لیکلو ته ځښته ډیره اړتیا احساس کیږي .
 
اسلامي ایډیالوجۍ او پښتونولي ایډیالوجۍ  
ایډیالوجۍ ideologie  یا مفکوره یو یوناني تورۍ دی، چې د فکر یاد Idee پوهنې ته ویل کیږي. په ۱۷۷۹ کال کې ښاغلي  Antoine Louis Claude Destutt de Tracy ایډیالوجۍد یوه نوې پوهنې په نامه ونوموله. ایډیالوجۍ د یوې ډلې، د یو ولس نړۍ لید، نړیوال انځور یا د فلسفي ارزښتنو سیسټم ته ویل کیږي. د نن ورځ په ورځیني سیاسي ژوندکې د ایډیالوجۍ تورۍ د ټولنې د فکرې لارې، ارزښتونو او د نورمونو سیسټم د پاره کاورل کیږي .
د ایډیالوجۍ تاریخ د وګړو اود ټولنې له تاریخ سره ټینګي اړیکې لري. پښتونولي د پښتنو د لرغونو نورمونو، ارزښتونو یو نړیوال لیدلوری او یوه ولسي، سیاسي ایډیالوجیکه فلسفي ټولګه ده .
پښتانه پر خپلو قبیلوي ټولنیزو اړیکو یا پښتونولي باندې ځکه ویاړي، په دوی کې پښتونولي د ولسواکۍ لومړنۍ ګام دی او د خپلواکۍ روح او اصل پیل ګنل کیږي. پښتنو له یوې خواد پښتونولۍ ریښې داسلام په سپېڅلي دین کې موندلي او له بلې خوا دا د دوی خپل قبایلي لرغوني قانون دی. پښتواو پښتونولي د پښتون ولس خپل ولسي فطرت دی .
پرته له شکه د الله ( ج )  په نزد ټول انسانان یو شان ته دي، له همدې امله د پښتنې قبیلو ترمنځ دخپلوي عزیز ګلوۍ اړیکې او یا د پښتنو قبایلو څخه په خپلو کې د ورور ګلوۍ او دیووالي نږدې اړیکوتمه کیږي. د یووالي اړیکې باید د دوی په ورځني ژوند کې ولیدل شي. ښایي ځینې شتمني پښتنې کورنۍ د بي وزلي کورنۍڅخه او یا یو پښتون دب ل څخه د انفرادي ټولنیز موقف په لرلو سره له یوبل څخه بیل کړي، پښتونوالي سره د دې ټولو مادي توپیرونو د پښتنو څخه د یو بل په وړاندې د درناوې، درنښت، عزت او دانساني کرامت مساوي چلند غوښتنه کوي .
لوی افغانستان کې د مسلمان او پښتون نومونه له یوبل سره نه بیلودونکې ټینګ تړلي نومونه دي. دغه نومونه د یو عمل کوونکې، ایمانلرونکې، صادق، ژمن، ډاډمن، ځواکمن او غیرتمن انسان نوم دی. همدغه عمل کوونکي مسوول مسلمان انسان ځان پښتون در پېژني  عقیدوي ایډیالوجۍ يي اسلاميت او توکمي ایډیالوجۍ یا هویت یي افغانیت دی. پښتون که مسلمان نه وي، هغه پښتون نه دی او که مسلمان پښتون ځان پښتون احساس نکړي او خپل ځان ونه پېژني، هغه پښتون افغان کیدای نه شی. دا ځکه چې د پښتنو په کورنو کې داسي کور نه شته چې قران کریم په کې نه وي او د پښتنو په سیمو کې داسي سیمه نشته، چې په هغه کې حجره او جومات څنګ په څنګ نه وي. پښتنو کې داسي جومات هم نشته، چې هغه حجره ونه لري. پښتانه له همدغو حجرو او جوماتونو څخه ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو ته ورځي. په دغه بهیر کې اسلامي ایډیالوجۍ د پښتونولي له ایډیالوجۍ سره یو ځای کیږي. د پښتون ولس د بنسټیز وسیاسي ایډالوجیکي، ټولنیزو، ناخوالیواو ستونزو د حل یوه لار له همدغي ځای څخه پیل کیږي. د افغانستان په دراتلونکې دولتي ملي سیاست کې باید د حجرې پښتون، دجومات پښتون او د پوهنتون پښتون د ځانځاني، ځانپالني، ناپوهي، لنډمهاله، ناکامه سیاستونو، تصادونو او ټکرونوته د پای ټکې کیښودل شي. پښتانه یا دافغانستان دولتي ولس باید دلوی افغانستان د بیا یووالي د سولي او ملي وحدت رامنځ ته کولومسوولیت ومني، دوی باید دافغانانو دیووالي لپاره د زړه له کومي ملي منځلاري افغانشموله سیاستونه پلي کړي . دافغان په ملي دولتونو کې باید هر افغان او هره افغانه، چې د هرې قبیلي او توکم څخه وي، خپل ځان اوخپل ملي اسلامي ارزښتنونه د یو افغان په جامه کې احساس کړي .تر څو دا ویاړلي تاریخي  هیواد او میړني واحد  افغان ملت په خپلو پښو ودریږي  او د حجرو، جوماتونو، ملت او حکومتونو ترمنځ ستر واټن له منځه وړل شي .
سیاست تل له ایدیالوجۍ سره تړاو لري. په افغانستان کې پردې بهرنې افغان ضد ایډیالوجې لکه کولونیالیزم، کمونیزم، امپریالیزم، کپیټالیزم، شوونیزم سختدریزم او داسي نور ایزمونوته نوره ځای نشته او ټولي پردې ایډیالوجۍ عملا ًناکامي شوي دي. افغانستان کې پردې ایدیالوجۍ داسي ښکاري لکه پوډین یا فرني چې د کوټي په دیوال کې میخ کړل شي .
د افغانانو د افغانیت ملي ایدیالوجکي فلسفه پر انسانیت، اسلامیت، د حق، عدلت او انصاف په لار ولاړه ده. د یوریښتنې پښتون افغان انسان عقیده اسلامي او ملي هویت افغان دی .په افغانستان کې داسلاميت اوافغانیت ایډیالوجېکي اتحاد نه ماتیدونکې دی .
دا یوحقیقت دی، چې افغاني ټولنه کې د افغانستان اساسي قانون، اسلامي قوانین، د شریعت قانون او دنړیوالوبشري قوانینو په څنګ کې د پښتونولي دودیزه قانون دافغانانو ورځیني ژوندتنظیموي .
د پښتنو ټولنه د انصاف او مساوات ټولنه ده، دا به ډیره بې انصافي، بې عدالتي، تیرې او ظلم وي، چې د پښتنې ښځې خپل خدای ورکړل شوي حق او حقوق ورنه کړل شي .
موږ پوهیږو چې ښځه په ټولنه کې مکلفیتونه لري اوحقوق لري. د پښتنو په قبایلي سیسټم کې د ښځوحقوق په سمه توګه نه دی څرګند. دا په دې مانا نه ده چې خدای مکړه، چې پښتنه ټولنه کې د پښتني ښځې حقوق نشته . ښځه، خور، مور او لور ده. الله (ج) دوی ته خپل حقوق ورکړي د دغو حقوقو او د بشري بنسټیز حقوقو په ورکولو کې د پښتونولي کوم اعتراض او یا مخالفت نشته . په هیڅ وجه پښتني ښځو ته د خپلو مدني، انساني حقوقو ورکولو سره د پښتنو قبیلوي جوړښتونه نه ماتیږي. بلکې پښتنه ټولنه لانوره د ښځو د فعالیت له لارې ژوندي او ټینګیږي. دپښتني ښځې ټکرۍ په خپله داسلامي حجاب ټکړۍ دی. داسلامي شریعت مطابق ښځو ته باید په مال او دولت کې او د خپل پلار په پلارني ځمکې کې د میراث خپل ټاکلي حق باید ورکړل شي.
مهر یا ولور دښځې خپل حق دی، د هغه پلار، ورور، تره او یا بل چاه ته اخیستل مطلق حرم دي. مهر د ښځې خپل مسلم شرعي او قانوني حق دی او هغه څخه د نورو ټولو حقوقو په څیر ګټه اخیستلي شي .هیڅ څوک د ښځې دغه حق نه صلب کولي او نه د صلب کولو حق لري .
 
پښتونولي نه یواځې د پښتنو د ژوند حقوقي قاعدې ټاکلي، بلکې د هري پښتني او پښتون د پاره د انفرادي ژوند، ټولنیزواړیکو کړو وړو، جوړښتونه، د ژوند کولو ښه نورمونه، ارزښتونه او تصورات تقریري تفسیرکړي دي .
پښتني ټولنې کې د پښتونولي ارزښتونو او نورمونو سیسټم اساسي ټکي د ننګ، غیرت، ناموس، شرم او حیا مفهومونه دي، چې د ټولنې دساتنې، ټولنیز اخلاق او د قبایلي نورومونو جوړښتونو ساتل په کې رانغښتل شوي دي. یو ریښتنې مخکښ اصیل پښتون افغان مکلف دی اودنده ده، چې هروخت خپل ځان له کمزوریوڅخه وساتي، خپله کورنۍ، خپله قبیله، خپل پښتون ولس اوخپله پښتو ژبه له  پردیوکولتوري یرغلونو، بې شرمي، رسوايي، نوم بدي او سپکاوي اوشرم څخه وژغوري. ترڅو دی په ټولنه کې خپل دروند ځای له لاسه ورنه کړي . (۱)
د ننګ مفهوم په لومړۍ ګام کې یوانفرادي عمل دی، که لږ نوره په کې وړاندې لاړو شو، ننګ یو ډله ییز کانسپټ دی، په ټولنه کې دښځي او نارینه ننګیالیتوب، میړانه، زړورتیا او شجاعت، امن، نظم او اخلاقي ثبات ته تداوم وربښي . افغاني ټولنه کې ننګ، پت، عزت، ابرو، حیا اوشرافت درلودل سړی د ښه اونیک نوم خاوندګرځوي .
پښتني ټولنه کې ننګ، ناموس، عزت، غیرت او پت د یو پښتون د انساني کرامت تر ټولو ستر مقام بلل کیږي. د پښتنو په اړه د اصل اونسب ونې ایډیالوجیکې پوهنیزو څیړني او پلټنې پربنسټ یا  Genealogieد پښتنو قومي ولسي سلسله او ایدیالوجک یووالي، دپښتنوتوکمي احساس د (موږ احساس)یا پښتون اوسیدلو احساس او د پښتونتوب بنسټ د پښتونولي دقبایلي دودیزه ایډیالوجیکۍ قانون پربنسټ ایښودلي شوي دی.
د پښتونولۍ د بنسټیز اصولومنځ زړي یا ایډیالوجۍ پر دې محور را څرخيږي، چې پښتني ټولنه کې د پښتنې قبیلوي هویت، د پښتنو قبیلوي خودمختاري او ورسره جوخت د یو ګډولسي ټولنیز عدالتي نظم را منځ ته کولو په لاره کې یو سیسټم وګرځي. دسیسټم یوه برخه د پښتنو د نړیوال لیدلوری ورښیي او بله برخه دنن ورځې د پښتون ولس د ژوند روحي هنداره ورښیي، د پښتنو د ژوند بڼې او ډولونو په فورمول بندي کولوکې مهمه وڼده لوبوي .(۱)
لویدیځوال شننونکې او څیړونکې لکه  Gründerg und Rachimow پښتونولي ته د پښتنې قبایلي اخلاق او د پښتنو د کړو وړو سیسټم په سترګه ګوري، چې په کې د ټولنیزآداب او اخلاقي پرنسیبونه له یو بل سر تړاو لري .
یو بل لویدیځوال څیړونکې د Snoy  په نامه، دپښتونولي غوښتني، وجود او شتون په اړه لیکې، په پښتونولي کې کړکیچنه یا ستونزمنه خبره د غیرت یا میړاني ښودل او یا د خپل غیرت څخه د دفاع مسله ده. په پښتون کې دغه ځو اکمن احساس یا دغیرت غریزه ښودلو لامل د عدالت د بیرته پرځای کولو لپاره په غورځنګي یا احساساتي ډول را پورته کیږي. ځکه چې د پښتون عزت او غیرت ته دبې انصافي او بې عدلتي له امله زیان رسیدلي دی، دی باید دپښتونولي د پرنسیب پربنسټ د پښتونولي د سرې کرښې څخه هم وانه وړي، ریښتني پښتون مجبور دی، د بې انصافي او بې عدالتي په وړاندې د پښتونولي په ټول کاري چال، دود دستور او د نرخونو په چوکاټ کې یومناسب غبرګون وښایي .
د پښتنو قبایلي دودیزه ژوند، تولنیزنظام او قبایلي نظم د پښتونولي د نورمونو، ارزښتنو، دودنو، نرخونو، روایتونو او رواجونو څخه ډک ژونددی .
 
د پښتنې قبیلې د نسبي ونه او دپښتونولي ایډیالوجۍ
پښتانه یواځي د خپلو پلرنو په نومونو سره ویشلي شوي دي. په پای کې د دوی د پلرونو ټول نومونه یو پښتون غورنیکه ته ورګډیږي. ټول پښتانه د خپلو پلرنو او نیکونو له لارې له یوبل سره خپلوي لري. د پښتنو د اصل اونسب ونه په خپله د پښتون ولس اوږد او لرغوني تاریخ لیکي .
د قوم یا قبیلي تعریف د انټروپولوجۍAnthropologie  له اړخه، قوم یا قبیله یوه سمبولیکه ټولنیزه ډله ده، چې د هغي بنسټ په نورو وړو قبیلو باندي ایښودل شوي وی اودوی تل سیاسي ساتنې اوپالني ته اړتیا لري. (۲)پښتنې قبیلې یا قبایلي ډلې په دودیزه توګه د اصل او نسب یا شجرې له مخي دیو ګډ پښتون نیکه نسل او اولاده ده، چې ګډه ژبه، ګډکولتور او یوه ګډه ملي ایدیالوجۍ لري .
قام یا قوم د وګړو یو ګڼ اړخیزه، ټولنیزه تنظیم شوي فورم دی، چې غړې یي د یو نسل څخه او په خپلو کې د خپلوي اړیکې له لاري له یوبل سره یووالي ولري .
په توکمپوهنه Ethnologie  او انسانپوهنه Anthropologie  کې د قبیلې یاClan  تعریف : قبیلې یا قبایلي ډلې په خپلوکي د خپلوي قومي اړیکې لري او دوی خپل ځانونه د یوګډ نیکه او یا غورنیکه څخه ګنې. پرته له دې چې دوی خپل قامي کړې یا سرچشمه سمه وښوولي شي .
یو دقیق تعریف دClan  یا قبیلي، چې په انګریزي، الماني ژبو او د څیړونو په ادبیاتو کې منل شوي دی، د متحده ایالاتو امریکایي انسانپوه یا  Anthroplogiest ښاغلي(  1985- 1897  ) Georgie P. Murdock قبیله داسي تعریفوي: کله چې قبایلي ډلې په خپلو کې د خپلوي اړیکو له لارې په یوه ګډه خاوره یا جغرافیوي قلمرو یا د یو ملي حاکمیت لاندي سیمه کې یوځای ګډ ژوند کوي او خپلوي د دوی ترمنځ د یوغور نیکه پربنسټ رامنځته کیږي. زما په اند د قبیلې دغه تعریف د لوی افغانستان دپښتنې قبیلې په اړه ډیر ښه اړخ لګوي.
توکم د انسانانو یوه ډله ده ، چې دوی یو ګډ کولکتیفي هویت لري  د دوی مشخصات په لاندې ډول دي . یو اصل اونسب یا د نسب یوه ګډه سلسله، ګډتاریخ، کولتور، ژبه، مذهب او دوی په یوه ګډه خاوره کې، په یو جغرافیوي ملي قلمرو یا د ملي حاکمیت له لارې خپل ملي پیوستون ته یوملي احساس لري.(۳) دنړۍ او دلوی افغانستان په سیاسي، حقوقي، ټولنیزو څیړنو، افغاني ادبیاتواو رسنیوکې دقبایل یا tribal  ټرمینالوجیک تورۍ کارول کیږي، دا تورۍ په هیڅ وجهه منفي یا نګټیف مانا نه ورکوي. دقبایل نوم یا د قبایلو تورۍ پوري اړوندو سیمو کې اوسیدونکې وګړو خپله خپلوي له خپل ستر واحد توکم سره ښیي. قبایلي وګړي د قبایل تورۍ په استعمال سره خپل حقوقي شتون او مدني مشروعیت د خپل توکمي سیاسي ځواک له لارې سمدستي همدا اوس، همدلته ترلاسه کول او ښکاره کول غواړي. په بله وینا د پښتنې قبایلي وګړي د یو ستر توکم یا سترولس قبیلوي واحدونه یا قومي ګروپونه دي، چې دوی په خپلوکې نه یواځي ګډه مورني خاوره، ګډپلارني هیواد، ګډه ژبه، ګډ ملي تاریخ ، ګډدین یامذهب، ګډملي اسلامي مقدسات، دود دستوراوګډملي کولتوري ارزښتونه، نورمونه، عزیزګلوۍ، ورورګلوۍ او ګډ اقتصاد لري، بلکې د اصل او نسب د پرنسیب پربڼست دوی له یو بل سره د خپلوي اود ویني جنیټکې نه شلیدونکې تاریخي اړیکې هم لري .
 
د موږ به دایوه ستر تیروتنه او اشتباه وی، چې قبایلي جوړښتونو ته د منځني پیړي جوړوښتونو په څیر وګورو. له دغي هڅې سره او له دغي زاویه څخه که ورته وکتل شي، بیاقبایلي جوړښتونه د ورسته پاتیوالي سره په تړاو کې کیږي .که د افغانستان سیاسي دولتي تاریخ وڅیړل شي، له ډیره په خوا څخه دقبایلي جوړښتونو سره د مډنیزم او ملت جوړوني په بهیر کې موافقه شوي ده . په نړۍ کې نن قومي قبایلي جوړښتونه په مډرن ژوند او مډرنو دولتونو په جوړښتونو کې خپل ځانګړي ځای لري .
د پښتنو لرغوني تاریخ ، دپښتنوقبایلي ارزښتونه او حقوقي نورمونه نن هم هر پښتون افغان ته ورزده کوي، چې ستا ولس، دستا د ټولنې د هریو غړي وجود او پایښت، د یو پښتون افغان انفرادي آزادي یا خپلواکۍ، توکمي ملي هویت، د پښتون د کورستر او پرده، معصونیت، امن، د صمیمیت او سولیزه فضا، قبیلوي هویت، دپښتنو ستر ټبر اودپلار نیکه هیواد د دښمن د پرله پسې سپین سترګې ګواښونواو یرغلونو سره مخامخ دي. دا د ستا او د هریوې ریښتنې پښتني، افغان ایماني او وجداني دنده ده، چې د بهرني دښمن په وړاندې په ویښه او ګډه دفاع وکړي. په همدي ترتیب پښتونولي پښتون ولس ته ورزده کوي، چې د نن ورځ په دغه له دښمني او تربګنېواو سیالیو ډکه نړۍ کې خپل سیاسي، حقوقي، ټولنیز ارزښتونه او ولسي شتون په نړیوال کلي جوت کړۍ او دخپل ولسي یووالي لپاره خپله روا مبارزه په اغیزمنه ټوګه پرته له ویرې څخه نوره هم ګړندي کړۍ. د پښتني افغاني ټولنې هر غړي مجبور دی، د خپلي فردي خپلواکۍ د ساتلو له لارې دکورنۍ او بهرنۍ دښمن، د تور او سپین دښمن د پټو او څرګندو بریدونو مخه ونیسي. د اړتیا او شونتیا په صورت کې پښتون باید خپل بدل هم ترې واخلي. که پښتون افغان داسي ونه کړي، بیانو دی په ټولنه او نړیوال کلي کې خپل ټولنیزپرستیژ، حیثیت، افغاني غیرت، میړاني، او د عزت ټول ارزښتونه له لاسه ورکوي .
یو پښتون هغه مهال په خپله قبیله او خپل ولس کې منل کیږي، چې دی د خپل ژوند په چاپریال کې افغاني میړانه، ننګیالتوب، خپلواکي، درنښت او جګړه ییز قابلیت په ځان کې ولري .
دی باید د پښتونولي ارونه ځانګړتیاوې نورو ته ور ښکاره کړي. د ریښتینو هیوادپالو افغانانو پښتنو ژوند، غیرت ، عزت،د الله ( ج  ) په لاره کې مبارزه، سرښندنه او د خپل پلارني هیواد خپلواکۍ لپاره جګړه ټاکې .له همدې امله یوې پښتني کورنۍ ته خورا مهمه ده، چې په کورکې نارینه ولري . په پښتنه ټولنه کې د پښتون په کورکې دنارینه شتون، دوی ته په خپل کلیوالي چاپیریال کې د خپل کورنۍ موقف، امنیت او سوکالي ټاکي اود خپل سر ګرانټي په کې ویني .پښتنو کې زوی نه درلودل، د پښتون د کورنۍ ورانۍ او د پلارنو او نیکونو نومونه ورکیدلو په مانا ګڼل کیږي .
پښتنې قبیلې او قبایل د نړۍ له نوي پرمختګ او نوي پالني سره کومه ستونزه نه لري، له همدې امله قبایلي سیسټم له منځه نه ځي. قبایلي سیسټم ورو ورو د نړیوالتوب او خپل عالي ملي لرغوني ایډیالوجۍ سره د نن ورځ مدني ټولنه سره اړخ لګوي. د پښتون ستر قام به په نړۍ کې د تل لپاره ژوندی وي او د پښتون ولس کور به په نړیوال کلي کې د یو سوله مل کور په شان شتون ولري . د پښتنو دا خوري وري قبیلې د یوې ونې ډډه یا دیوې سټي ښاخونه دي، دپښتون د نسب زرغونه ونه د نړۍ هیڅ یو زبر ځواک نشي رالنډه ولې. له همدې امله د پښتون افغان سترولس کې بیلتون نشي راتللي. الله (ج) شاهد دی، چې د پښتون په ولس کې بیا یوالي اراده شته، دپښتنوبیرته یووالي د وخت او زمان سره راروان دی . د پښتون ستر مظلوم ولس به انشاالله نن یا سبا خپل ولسي بیا یووالي نړیوالوته، د انګریز شین سترګې جنرالانوته،د روس سپین سترګې مارشالانوته، د پنجاب تورومخي مېجرانو، اجنټانوته او د ایران تورفکره شیعه یرغلګر اخوندانو ته اعلان کړي .
د یادوني وړ ده: کله چې په ۱۹۹۸ کال کې د برلین دیوال  ونړید، دریو میاشتو مخکې له دې ورځي څخه دختیځي او لویدیځي نړۍ هیڅ یوسیاسي چارواکې، سیاستوال، سیاسي شننونکې او څیړونکې دا خیال او تصور نه کاو، چې د برلین دیوال به په داسي اساني سره ونړیږي. د پرنګیانو د امپراتورۍ د ډیورنډ کرښې لمنځه تللو حالت به که الله پاک کولو نو له دې حالت سره به ډیر لږ توپير ولري.
 
د افغانستان دولت اوملت جوړوني کانسپټ
لوی افغانستان د ټولو لرو او برو پښتنو افغانانوستر ګډکور دی او په دغه هیواد کې له دوی سره لږه کې قومونه د ورورۍ برابر ګډ ژوند کوي. د پښتنې قبیلې او افغان لږه کیوقومونو رول د افغانستان په ملي دولت جوړولو او دافغانستان د ملي سیاستونو په تاریخ کې ډیر اوږد او مهم دی . د افغانستان شریفو، میړنیو، ویښو قبیلو او غیرتمندو، هیوادپالوقومونو په اتلسمه پیړۍ کې د نهو ورځو جرګه کیدو څخه ورسته لوی احمد شاه بابا د لوی افغانستان سترټولواک وټاکلو. د افغانستان محاصر تاریخ، د افغانستان ملي دولت جوړونې او افغان ملت جوړونې په تاریخ که د افغانیت یا دپښتونولي کانسپټ مهم عنصرونه لکه لویه جرګه، مشرانوجرګه، ولسي جرګه،څارنوالي او ستره محکمه رسماًپه خپل سیاسي دولتي جوړښت کې منلي دي . افغانستان کې د ملي دولت او ملت جوړول په بهیر کې د پښتنې قبیلو رول او دپښتنو هویت یعني د پښتونولي دارزښتونو ځواک څوک له پامه نشي غورځولي. ځینو پرديپالو، کمزورو، ناپوهه، مزدور، متعصبو حکومتي چارواکو هڅه وکړه، چې د پښتنوتاریخي ملي هویت د افغانیت او اسلامیت مقدسات او ژبني ټرمینالوجي له پامه وغورځوي،د دغو حکومتونو برخلیک افغانانواوتاریخ ته مالوم دی .
لوی افغانستان په خپل ورستي دوه سوه کلن جګړه ییزتاریخ کې تر ډیره بریده د خپل نا متمرکز، پاشلي، ویشلي حالت لرلو سره،په وړو، وړو ډایرو کې د غلچکي یا ګوريلايي ټکتیکې جګړو او مقاومت له لارې افغانان په دې وتوانیدل، چې څلور ځلي څلور نړیوال یرغلګرزبرځواکونه، چې د خپل وخت په مډرنو ګواښمنو وسلو سمبال وو، دخپل افغاني غیرت او پوځې زور ازمویلو په پایله کې د جګړو په ډګر کې په ګڼدوکړي. له همدې امله ترنننه افغانستان د دوه پیړیو راهېسې د نړیوالو د پرلپسې سیاسي لویولوبو یو ستر نړیوال سټیدیوم، جنګې لابراتوار او حربي پوهنتون ګرځیدلي دی .
دولت جوړول  state – building  او ملت جوړول  nation -building  کلمات اکثرا په ناسمه او په مترادفه توګه استعمالیږي. افغانستان کې د دولتمشر او د دولتي ادارې هنر هم همداسي په ناسم ډول دیوبل څخه نه بیل کیږي . دملت جوړوني مفهوم یو ستر بحث ته اړتیا لري، چې په کې د ملي هویت عنصر ستر رول لوبوي . د دولت جوړونه مفهوم ستراتیجیکي اړیکوته اړتیا لري، ور سره په هیواد کې دولتي اداره یا بیروکراتي جوړیږي. د ملت جوړونې د بهیرسره بیا کولتوري هویت او اقتصادي سیاست په یوه جغرافیوي تړلي سیمه کې رامنځ ته کیږي. (۴ )
ډیر شمیر د دولتي حقوقو پوهان په دې اند دي، چې یوه بریالي دولت جوړونه، د یو بریالي ملت جوړوني پر بنسټ رامنځته کیږي. د یو ګټور، بریالي او باثباته دولت جوړوني شرط ملت جوړونه ده. د دولت او ملت جوړوني ترمنځ بل ټوپیر دا دی، چې دولت جوړونه د بهرنیو هیوادنو په مرستو او پرمټ هم رامنځ ته کیداي شي، اما ملت جوړونه یواځي د ټولنې د وګړو لخوا تر سره کیداي شي.
د افغانستان ډیر شمیر شننونکې په دې نظر توافق لري، چې افغانستان کې په همداوسنيو حالاتو کې دولت جوړونه د نړیوالي تولنې او نړیوال ځواکونو د لاسوهني سره سره بریالي نه وو. دوی د افغانستان په دولت جوړونه کې پاتي راغلي دي. اوس افغانستان یو  failed-state یا یو ناکامه دولت لري. افغانستان کې د مهمو سیاسي توکې نشتون لکه د امنیت نشتون، دیوعدلي او قضایي سیسټم نشتون ، د هیواد پرمختګ د پاره د بنیادي پروژو نشتون، د فساد څخه ډکه اداره، د دولت په سیاسي بهیر باندې د خلکو لږ بارو، افغان ولس د دولت په سیاست کې خپل ملي ارزښتونه او ملي هویت نه احساسوي، د دولت او خلکو ترمنځ یو ډیر ستر واټن رامنځ ته شوي دی . داسي نور لاملونه شته چې افغانستان کې یو ناکام دولت رامنځ ته شي .
ښاغلي Schetter  لیکې، د افغانستان تیرتاریخ ته په کتو سره باید وویل شي، افغانستان کې د ملت جوړوني کانسپت تل په یوه پښتنې پوهه او د یو پښتنې تفکر لاندې لیکلي شوي دی .په دې مانا که موږ غواړو، چې په افغانستان کې سمه ملت جوړونه ترسره کړو او لکه چې تل دا هڅه شوي، د افغانستان د ملت جوړونه په بهیر کې د پښتنو ملت جوړونې له نموني او یا د پښتنود توکمي سمپل څخه بایدکار اخیستل شي . په دغه سمپل یا نمونه کې نه یواځې ملي سندره، ملي اټن، ملي جامې اوجګې شملې شاملي دي بلکې د پښتنو دود دستور او د پښتونولي کانسپټونه شامل دی .
افغانستان یو ګڼ توکمیزه هیواد دی، که په افغانستان کې په میټودیک ډول ملت او دولت جوړونه پلي کیږي، باید ټولو وګړو، سیاسي واحدونو او واقعیتونوته پام وشي.
دولتونو دي، چې خوار واره ولسونه سره یو ځای کولي شي، ملیتونو او د قبایل له واحدونوڅخه دملي هویت پربنسټ یو ځواکمن واحد افغان ملت جوړیدلي شي .
د پښتونولي قانون د لیکلو او لږ سمون څخه ورسته کیداسي، چې د افغانستان دراتلونکې دولتي، حقوقي نظامونوبنسټ کیږدي .د پښتونولي حقوقي منلي شوي نورمونه د افغان ولس له خوا به ډیر ښه ډول منلي شوي دي . د پښتونولي قانون ډیرو نورمونه او اصول د افغانستان د لږکیوتوکمونوباندې خپله اغیزه هم شیندلي ده . دوی د پښتونولي سره ښه بلد شوي دي . په بله وینا د افغانستان ټول وړونه قومونه د پښتونولي نورمونو ته ورته حقوقي دود دستور او یا تعاملات لري .لکه میلمه پالنه ، ننګ، غیرت، ناموس، خان ملک او هیوادپالنه .
د لوی افغانستان په کلیو او بانډو کې د پښتنو افغانانو قبایلي کولتور افغانیت خپور دی. پښتنو په افغانستان کې خپل سړیتوب، میلمه پالنه، عزت، غیرت، میړانه، د ننګیالیتوب او د توریالیتوب ویاړونه او خپل د خپلواکي جګړه ییز تاریخ د نورو لږه کیو وروڼوسره سم شریک او ویشلي دي او لږه کیو وروڼو قومونو د پښتنو سره په ګده د هیواد خپلواکۍ، د سوکالې، ابادي لپاره ټینګه ملا تړلي ده .
په افغانستان کې د پښتنو افغانانو تاریخي رول، دولتي ځواک او د دولت بنسټ ایښودلو ابتکار سره د پښتونولي منل شوي نورمونو او ارزښتونو سیسټم د نورو لږکیو قومونو له خوا هم منل شوي او عملي کیږي .
د افغان حکومت سره فعلا د افغان ملت جوړونې او د افغانانولپاره د یو ګډ ملي مذهبي هویت سیاست یومنل شوي تعریف او یوه ویښه ملي سیاسي ستراتیجۍ نشته .
 
د دویمي برخي پای
 
اخیځلیکونه :
 
Willi Steul: Steul 190 .Seite 255 ff   1.               
Pashtunwali und Widerstand – Stammesgesellschaft im Staat: Die Pashtunen in Paktia In: Berliner Institut für vergleichende Sozialforschung [Red.: Kurt Greussing u. Jan-Heeren Grevemeyer] (Hrsg.): Revolution in Iran und Afghanistan – mardom nameh – Jahrbuch zur Geschichte und Gesellschaft des Mittleren Orients Syndikat, Frankfurt am Main 1980, S. 250-263, ISBN 3-8108-0147-X
 
2. Britninnica Encyclopedia,Retrieved November 8. 2012, fromBritnnic Encyclopedai
 
3. Georg Elwert: Ethnie , in Christian  F. Feest, Hans Fischer und Thomas Schweizer  
( Hrsg) , Lexikon der Verkerkunde, Dietrich Reimer Verlag , Stuttgart 1999, S 99 f .  
 
4. Schetter 2002 ,Seite 3
Schetter, C. Ethicit nd the Politics Reconstrucktion in  Afghanistn .
Bonn: Center for Development Studies ( ZEF ) , Universität of Bonn    .