د ملا حاد درد يا Acute Low Back Pain

د ملا درد ډېر وخت کوم د تشويش وړ لامل نلري. نژدې ټول خلک د ژوند په کوم پړاو کې د ملا په درد اخته کېږي. د ملا په شديد درد اخته کېدو سره ښايي تاسې غوره وګڼۍ چې د ډاکټر مشوره ترلاسه کړۍ. او که د درد شدت د زغم وړ نه وي، ښايې تاسې د خپل راتلونکې په هکله اندېښمن کړي. موږ به په دې لنډې ښوونپاڼه کې هڅه وکړو چې تاسې ته د ملا درد په هکله مالومات درکړو. د دې لارښود په لوستلو سره به تاسې وکولای شۍ چې ډاکټر ته تر مراجعې پورې خپل درد سمبال کړﺉ، همدا راز تاسې به وپوهېږﺉ چې ډاکټر به د درد لاملونه وپلټي او دا چې هغه به کومې پلټنې به تر سره کړي او ستاسې څخه به د کومو مالوماتو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
په ياد ولرﺉ:
ستاسې خپل کړه وړه په درملنه کې بنسټيز رول لري.
 
-ډاکټر به د کتنې (معاينې) پر وخت د درد څرنګوالی، شدت او د هغه لاملونه وپلټي.
-ستاسې ډاکټر به وګوري چې درد د کومې اندېښنې وړ ناروغۍ لامله منځته نه وي راغلی.
-ډېر وخت د ملا درد کوم د اندېښنې وړ لامل نلري او يوازې يو ساده د ملا درد وي.
-هر کال نژدې ۴۰٪ لويان (کاهلان) د ملا په درد اخته کېږي.
-له دې ډلې څخه ۸۵٪ د ملا په ساده درد اخته وي چې کومې ځانګړې پلټنې ته اړتيا نلري.
-درد به د وخت په تېرېدو او د زغم وړ فزيکي فعاليت ترسره کولو سره کټ مټ له منځه لاړ شي.
-که درد د ملا سربېره پښو خواته هم وغزېږي (چې دې حالت ته Sciatica او په عامه اصطلاح عرق نساّ وايي)، بيا هم به په اکثريت ناروغانو کې د وخت تېرېدو سره هرڅه سم شي او درد به له منځه ولاړ شي.
-ډېر وخت د راډيوګرافي يا ايکسرې ترسره کولو ته کومه اړتيا نه ليدل کېږي او هغه څه چې په ايکسرې کې څرګندېږي، ستاسې په درملنه کومه اغېزه نلري.
-ښايي ستاسې ډاکټر غوره وګڼي چې تاسې فزيوتراپي ترسره کړﺉ او ددی هدف لپاره مو کوم فزيوتراپست ته وروپېژني. د فزيوتراپۍ په هکله بايد ووايم چې بايد د يو ښه کارپوه فزيوتراپست لخوا ترسره شي ځکه چې ناسمه فزيوتراپي د رغونې پر ځای به ستونزې رامنځته کړي.

په لمړيو څو ورځو کې ستاسې د کورني فعاليت څرنګوالی:
 
-له ټولو هغه فعاليتونو او حرکتونو څخه چې د درد د زياتېدو لامل ګړځي ډډه وکړﺉ.
-د بستر استراحت يواځې هغه وخت توصيه کېږي چې يواځې هغه سره د درد په شدت کې کمښت راشي. خو په هر حال کې بايد د بستر استراحت له درې ورځو څخه زيات دوام ونکړي.
-له دوه درې ورځو وروسته په ګرځېدو پېل وکړﺉ او ورو ورو فزيکي فعاليت زيات کړﺉ.
-خفيف فزيکي تمرينونه ترسره کړﺉ.
-داسې کالي واغوندﺉ چې اغوستل يې آسان وي او تاسې په هغه کې ځان هوسا احساس کړﺉ.

ناسته ولاړه
څملاستل
-د ملاستې په وخت يو لوله شوی ځان وچی (دسمال) له ملا څخه تاو او د يوې کوچنۍ کولپي ستن سره ټينګ کړﺉ. اويا هم لوله شوی ځان وچی د روجايي لاندی په داسې ډول کېږدﺉ چې د ملاستې پر وخت د ملا لاندې شي. ځيني خلک تر دی هم د کوم پنډ (ډبل) توکي، لکه يو کوچنی بالښت، تر ملا لاندې کولو سره د هوساينې احساس کوي.
-د ځان نورې برخې هم خاصې پاملرنې ته اړتيا لري، ددې لپاره چې د ملاستې په وخت څټ او سر ته ښه استناد ورکول شي، غوره ګڼل کېږي چې د بالښت د مخکينۍ څنډې لاندې يو لوله شوې ځان وچی کېښودل شي.
بستر
-که د ملاستې ځاي يا کټ مو ډېر نرم وي، د خپل توشک لاندې يوه تخته کېږدۍ او يا هم خپل توشک په مځکه واچوۍ.
له بستر څخه د پاڅېدو په وخت
1-لمړی په يوه اړخ شۍ،
2-زنګنونه مو کت (قات) کړۍ،
3-دواړه پښې له کټ څخه راځوړند کړۍ
4-د څنګل په مرسته خپل ځان اوچت کړﺉ.
ناسته
که چېرې کښېناستو سره درد زياتېږي:
-تر شونتيا (د امکان تر حده) هڅه وکړﺉ چې ډېر لږ کښېنۍ او هغه هم د ډېر لږ لږ وخت لپاره.
-لکه چې پورته د ملاستې لپاره وويل شو، ملا ته د لوله شوي دسمال په څېر کوم توکي سره استناد ورکړﺉ.
-پر داسې کلکه څوکې کښېنۍ چې تکيه ځای يې نېغ وي.
-په ياد ولرﺉ چې په څوکۍ باندې د ناستې پر وخت د پښو پورته کولو سره د ملا عضلات کش کېږي او د درد د زياتېدو لامل ګرځي.
-د لمبېدو لپاره به Bath کې په ناسته يا ملاسته غسل کول کومه ګټه نلري او غوره ګڼل کېږي چې د شاور سره ولمبېږﺉ.
-کله چې غواړﺉ ودرېږۍ، هڅه وکړﺉ چې ملا مو وړاندې خواته کت (قات) نکړﺉ.
-د لمونځ لپاره په داسې يو حالت کښېنۍ چې درد مو آرام وي، او په اشارې سره لمونځ وکړﺉ. که نشۍ کولای کښېنۍ، ښه به وي چې په ملاستې سره په اشاره لمونځ وکړﺉ. په ياد ولرﺉ چې د رکوع او سجدې وضعيت ستاسې درد او ناروغي لا هم زياتوي.
موټر چلول
-تر شونتيا هڅه وکړﺉ چې د موټر له چلولو څخه ډډه وکړﺉ، او په موټر کې د سپرلۍ پر څوکۍ کښېنۍ.
-که امکان ولري د موټر د سيټ لوروالی زيات کړﺉ.
-د ملاستې او ناستې په څېر د استنادي لولې څخه ګټه واخلۍ.
-که د موټر سيټ ډېر ټيټ وي، ښه به وي چې د هغه تکيه ځای يو څه شا خواته کت کړﺉ چې د ملاستې حالت ته نږدی شي.
درېدل او ګرځېدل:
ورو ورو ګام وهل، او ګرځېدل د درد په شدت کې کمښت رواړي او د ناروغ په رغېدو کې مرسته کوي.
د ملا کت کول او وزن پورته کول:
-هڅه وکړﺉ چې وړاندې خوا ته د ملا کت کولو، رکوع او سجدې څخه ډډه وکړﺉ. لمونځ په اشاره ترسره کړﺉ.
-د غاښو مينځلو پر وخت له يوه لوخي څخه کار واخلۍ تر څو د ملا له کت کولو څخه مخنيوی وشي.
-داسې کالي واغوندﺉ چې اغوستل يې آسان وي او تاسې په هغه کې ځان هوسا احساس کړﺉ. که شوني وي د کالو اغوستلو کې د کوم چا مرسته وغواړﺉ.
-د وزن له پورته کولو څخه په کلکه ډډه وکړﺉ.
ټوخې او ترنجی (پرشی)
-څرګنده ده چې ټوخې او ترنجی (sneezing) سره د ملا درد زياتېږي. کله چې ټوخې يا ترنجی درشي هڅه وکړﺉ چې ودرېږﺉ او خپلو لاسونو سره ملا ونيسۍ. که خوا وشا کې نژدې کومه څوکۍ يا کوم بل ورته څيز وي، د خپلو لاسونو په مرسته خپل يو څه وزن په هغه واچوﺉ او ورسته ټوخې يا ترنجی وکړﺉ.
د درد ضد درمل:
ستاسې ډاکټر به ستاسې د درد شدت په پام کې نيولو سره تاسې ته يو يا څو د درد ضد درمل درکړي. د دې درملو د ښه اغېزمنتيا لپاره به غوره وي چې په منظم ډول وخوړل شي.
تفريح او هوساينه
تجربو ښوولې ده چې ځان مصروف ساتل او، د چا خبره، پام غلطول د درد په کمېدو کې مرسته کوي. رښتيا خبره خو دا ده چې د شديد درد پر وخت خپل پام غلطول او ځان په کوم بل څيز مصروفول څه آسان کار ندی، خو بيا هم ښايي لاندې څولارښوونې تاسې سره په دې اړه مرسته وکړي:
-خپل د خوښې ويډيو په کتلو سره ځان بوخت کړﺉ.
-راډيو ته غوږ شۍ،
-داسې ټنګ ټکور چې ورسره مينه لرﺉ، واورﺉ.
-له نژدې دوستانو سره ټيليفوني خبرې هم ستاسې په مشغولا کې مرسته کوي،
-که د آرامتيا لپاره کوم ځانګړی انځوريز يا غږيز (ويډيويي يا صوتي) کسټ لرﺉ، له هغه څخه کار واخلۍ.
-ګرم ټکور ښايي د درد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
-د خپل ډاکټر ډاډګېرنه در په ياد کړﺉ چې ويل يې دا هرڅه به د وخت په تېرېدو سره ښه شي. د ډاکټر په خبره باور وکړﺉ، دا به ستاسې په روحي آرامتيا کې مرسته وکړي.
-د خپل ځان خيال ساتۍ، که ددې لپاره د کوم چا څخه دمرستې اخيستلو ته هم اړ شۍ، ترې مرسته وغواړﺉ. ښايي د ژوند په کوم پړاو کې تاسې هم له هغه سره د مرستې جوګه شۍ.
کله چې د شديد درد پړاو تېر شو، ورو ورو خپل فعاليت زيات کړﺉ:
-ورو ورو هڅه وکړﺉ چې خپل نورمال ورځنی فعاليت له سره ونيسۍ.
-د فعاليت د ترسره کولو لپاره ځان ته ساده اهداف وټاکۍ او د هغه د لاسته راوړلو هڅه وکړﺉ.
-د يو کار په ترسره کولو هغه وخت پيل وکړﺉ چي اتيا په سلو کې د هغه په ترسره کولو اطمينان ولرۍ.
-کله چې پوه شوۍ چې نور د درد ضد درملو ته اړتيا نلرﺉ، په مدار مدار يې اندازه کمه کړﺉ او په پای کې يې په پوره ډول بنده کړﺉ.

په ياد ولرۍ چې ستاسې خپل کړه وړه، او هوډ ستاسې په درملنه رغنده اغېزه لري او په ياد ولرﺉ چې دا ټولې ستونزې لنډمهاله دي او د وخت تېرېدو سره به تاسې پر ټولو ستونزو بری ومومۍ. تاسې له دې ستونزو سره د مقابلې وس لرﺉ.