
دا دئ د واده مې درې کلونه تیر شول .چې را ودیدم نه پوره پیغله وم او نه مې د ښوونځی زده کړې تما مې وې . ایله پرون نوې د نولسو کلونو شوم . که مې پلار ظا لم نه وای ورکړې اوس به مې زده کړې پوره او له دولسم ټولګي به خلا صه وای . نه ،نه پلار ته به ښیرا نه کوم ځکه که یی دا دزهرو غړپ نه وای کړی او زما له ورکولو يي سر غړولی وای میړه به مې هم دی په وینو کې لمبولی وای او هم به ېې زه په زور را واده کړې وای . خاوند مې معمولی سړی نه و او نه دئ ، دده په یوه اشاره اوس هم هر څوک بلې دنیا ته تلی شي . هغه وخت چې نظا م ړنګ او دده پلویا نو واک ونیو دی دداسې وسله والې ډلې مشر و چې نه یی د سړو کمی و او نه دپیسو ، ددې زور او زواک له برکته خو یی په زور اوپیسو دومره جا یداد خپل کړ چې ان کړوسیا ن او کود یا ن یی هم نشی
خلا صولی .
خا وند مې ښه لوړ دنګ سړی دئ ، زما په منګ نه دئ ،زه ېې د لور په ځای یم او پر ما برسیره دوه نورې میرمنې هم لري .یوه ېې نږدې خپله او د تره لور ده . بله ېې دولس کلونه وړاندې هغه
وخت راواده کړه چې دپیسو باران پرې وریده . که رښتیا ووایم دوهمه میرمن ېې له ما ښا یسته ده چې له ما سره کله روانه وي زه پرې مشره ښکارم . میړه مې ددې له پاره نه یم کړې چې ځوانه او ښکلې یم بلکې ددې لپاره چې نورې دواړه بیسواده دي . ما خو وویل چې دوهمه میرمن یی له ما ښکلې او ډولي ده خو په میړه مې زه له دواړو ډیره ګرانه یم : دی په اونۍ کې یوه شپه له دوهمې سره او په میا شت کې یو ځل د مشرې دپالنګ میلمه کیږي نورې ټولې شپې زما په پا لنګ زما سره څنګ په څنګ اړوي.خو که رښتیا درته ووایم زه د میړه ددومره نږدیوالي او ګرانښته هیڅ خوند نه وړم ، داسې انګیرم لکه په اغزن پالنګ چې هره شپه عذاب ګا لم .
ما مې د میړه زړښت نه زوروي ،ځکه زه یوازینۍ نجلۍ نه یم چې د زاړه په برخه شوې یم ،دلته داسې نجونې چې له ما لا په زړو واده دي بې شمیره دي . ما مې د بنو شتون هم نه ربړوي ځکه اوس ددوو او دریو ښځو لرل د ډیرو نا رینو شوق او دود ګرځیدلی دئ اودا کوم شرم نه بلکې د ټولنې د ډیروکسا نو ویاړ ګڼل کیږي.
زه وچه هم یم ،خوغاړه به نه بندوم میړه مې خپله ښه ډیره خواري راسره وکړه او په ډیرو داخل او خارج داکترانو یی وګرځولم او ښه بلا خر چه یی را باندې وکړه ،خدای ته به نه وه منظوره او زما د اولاد لیک به یی زما په ګیډه کې نه وکړی. زه په دې هم چرت نه وهم او سر پرې نه ګرځوم .خو څه چې ما کړوي او په یادولو ېې چا ته څه چې ځا نته هم ویریږم او شرمیږم او دا ډیر وخت مې خوله پرې پټه کړې د یو حقیقت بیا ن دئ . خو نور مې زړه طا قت نه کوي تا سو ته یی وایم : میړه مې له هغې ورځې چې د خپل پا لنګ بندیوانه کړې وم نه زما دګرمیدو توان درلود او نه خپل او چې کله به یی ښه پوره شیبه د ځا ن په تودولو تیره کړه په کوروالي ېې دقیقه هم نه تیریده او چې کله به یی خپل کار وکړ دستي به ېې شا راواړوله . بیده به شواو تر سهاره به ېې په خپله ښریدا نه یوازې زما خوب وتښتا وه بلکې ګڼې اندیښنې به ېې زما میلمنې کړې . زه به له سودا ټوله شپه په کټ کې تر سبا اوښتم را اوښتم ، له خولې به مې داسې دودونه بې واکه راوتل لکه په لړما نه کې چې مې اور بل وی . وجود به مې داسې سوزیده لکه په ټول پالنګ چې چا اغزی کرلی او ما چوخوي . د میړه له لیدلو داسې زوریدم لکه یو مردار حیوان چې مې تر خوا پروت او بوی ترې خیزی . کله خو به مې چې وروکتل خوا به راوګرځیده او نږدې به و په خپل ګرځون ټول پالنګ ولړم .
له ډیرې مودې په دې لټه کې وم چې دا ناروغي ور یاده او وېې هڅوم چې په دې اړه د داسې ناروغیو معالج ډاکټر ته ورشي خو نه یوازې شرمیدم چې ویریدم که بده پرې ولګیږي څه قیا مت به راباندې نازل شي . زړه نا زړه مې تیر کال ورته له خولې ووتل:
ـ یوه خبره درته وکړم ،په قهریږې خو به نه؟
خورا حیریان دریان شو، سترګې له داسې نا ببره پوښتنې رډې راونیوې:
ـ دڅه شي خبره؟
له شرمه سره واوښتم او له ویرې وریدیدم ،په ستونې کې مې خبره وچه شوه خو زړه مې وکړ:
ـ دا دشرم خبره ده خو.....
لکه څوک چې مې ستونې په دواړو لاسو کې ټینګ ونیسې خبره مې بیرته وژووله . دې نیغ راکښینا ست او دقهر لمبې را پورته شوې ، په لوړ غږېې وویل:
ـولې بل وخت نه و چې په دې نیمه شپه دې .....
نوره ټینګه نشوم سر مې په لاس کې ونیو او هر ګوزار ته مې ځا ن جوړ کړخبره مې بیا ورغبرګه کړه:
ـ دشرم خبره ده خو بده ېې مه ګڼه .
سترګې ېې له غوسې نورې هم رډې راووتې بغ یی وهل:
خبره وکړه خوب راځي.
په داسې حال کې چې ټول وجود مې لکه پا ڼه رپیده او زړه مې ټوپونه وهل له خولې مې غلي ورووتل:
ـ ما ویل که ډاکټر ته لاړشئ.
نیغ په کټ کې راکښینا ست :
ـ ډاکټر ته ! د څه لپاره ؟
ـ ددې لپاره چې جوړشې .
بې واکه ېې را بړچ وهل:
ـ زه ناروغ یم .
له خولې مې بې واکه کړیکه پورته شوه:
ـ هو دا ناروغي ده .
ژړا ونیوم او په ژړا مې ور لنډه کړه :
یوه شپه دې په کوروالي نه یم پوه شوی . له خولې دي بوی هم ځی . اخر زه هم انسا نه یم .
له دې سره مې ژړا ته زور ورکړ.
دا خبره نه وه دټوپک ډز و چې پرې وشو، پرته له دې چې څه ووایی دسوکا نو او لغتو باران یی رابا ندې جوړ کړ :
ـ دسپي لورې دا خبره دې بنو څه چې کومې فا حشې هم را ته تر اوسه نه وه کړې .
په داسې حال کې چې له قهره ایشیده دستي دکا لیو په اغوستلو شو او په هما غه دم چې په ما یی د وهلو او ټکولو ښه زړه تش کړ په نیمه شپه له کوټې ووت.له دروازې وت چې مخ یی راواړاوه او په لوړ آواز یی وویل :
ـ د سپي لورې که ما داسې کوروالی نشو کولی دا یو لښکر بچیان نو له کومه راغلل ؟ نور دې دوران لاړ په میا شت کې به مې هم نور په دې پالنګ کې ونه ګورې .
چې ووت ، شکر مې پر ځای کړ ،په زړه کې راتیره شوه کا شکې د ایما ن سوال مې کړی وای،
خوشحاله وم ځکه له عذابه د خلاصون لویه لار مې وهلې وه .
دستي بلې خونې ته ننوتم ، ښه یخې اوبه مې په ځان را خوشې کړې ، دا لومړی ځل و چې ما په یخو اوبو لمبل ، اودس مې وکړ .راووتم بیرته خپلې کوټې ته راغلم ،مثله مې وغوړوله ، په ثوابي لما نځی ودریدم ، له لما نځه وروسته مې بیا دخدای شکر ادا کړ .
میړه مې له دې وروسته له شرمه یوه ورځ په میا شت کې زما میلمه کیده او په هر ځل راتلوبه یی تل راته ویل:
که دې بیا داسې بې شرمه خبره وکړه ددې توما نچې ټول شا جور دربا ندې خالی کوم .
له دې وروسته مې میړه نه یوازې ډکه تو ما نچه له ځا نه سره راوړی بلکې زموږ د پالنګ مخا مخ په دیوال کې د تومانچې تر څنګ لویه توره هم را ځوړندوي څو ما وګواښي او وویروي چې که بیا داسې څه ووایم په توما نچې له ډز وروسته به مې په همدې تیرې تورې سر هم پریکوي.
زه دده په هر راتګ داسې انګیرم چې جنا زه مې له کوټې وځی خو له دې سره سره خورا خوشحاله یم چې دده غیا بت ایله دخوب په خوند پوه کړم ځکه پخوا به په میا شت کې ۲۹شپې زوریدم خو اوس ایله هما غه یوه ورځ په میا شت کې چې دی مې د اغزن پا لنګ میلمه وي .تل خدای ته په زاریو یم چې که مې خدای دا دمیا شتې يوه شپه د کال په یوې شپې واړوي . دادئ خدای مې نن دا آرما ن هم پوره کړ ځکه خاوند مې له ما لا ځوانه اوبله څلرومه ښځه وکړه . اوس به هغه په کال کې یو ځل زما میلمه وي. زه به اوس د کال ۳۶۵شپې ښا یسته خوبونه ګورم ایله یوه شپه به زما په پا لنګ کې اغزی راشنه وی او هغه به هغه یوه شپه وي چې دی مې خواته پروت وي او لکه مرداره بوینه ترې خیژي .
سو تهال ،انګلستا ن
دشپې ۱۱:۳۰
د ۲۰۱۴میلادی کال د جون ۱۵