جنازه د ليلا

 درنو ملګرو،سلامونه او ښې هيلې٠
دا مې لمړی ځل دی چې ستاسو محفل ته درځم٠ د دود سره سم مې يو څه راوړي دي٠ خدای دې وکړي چه خوښ مو شي٠
                                         په درناوی
                                     م٠ق٠مين
 
رويبار مې بيا هسې په يار پسې لاړ
يار غـــولېدلی وو، اغيار پســې لاړ
 
سترګې د عشق،سترګې په لاره ورته
حسن  ، د حسن خـــريدار پســــې لاړ
 
د يار په هو کښې نه، په نه کښې هو دي
رقيب هوښيار مـــې،په انکار پســې لاړ
 
ښکاري ،هر چـــا ده خـــپله لار بدلــــه
رند په تسبو، او شېخ خمار  پسې لاړ
 
کاروان تېر شوې ،له دې لارې پرون
پاتې لاروۍ يې،نن غبار پســــې لاړ
 
ساقــــي شو تشو پېمـــــانـــو ته پاتـــې
څوک په دلبر او،څوک دلدار پسې لاړ
 
چــــې جنازه د ليلا، ښخــــه شـــولــــــــه
مجنون روان شو، په خپل کار پسې لاړ
 
ټول زنجيرونه ئې کړل مات،يارانــــو
ميـــن د چــا د زلفــــو، تار پســـــې لاړ
 
پېښور       ٢٥/٦/٢٠٠٩