
ژ: عنایت الله کاکړ
په داسې حال کې چې واشنګټن د افغان ولسمشر اشرف غني د رسمي ميلمستیا لپاره تابيا نيوله د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه غړيجيف ايجر د امریکايي ادارې او نوي افغان ولسمشر تر منځ اړيکې د ښاغلي کرزي سره د خپلو ترینګلو اړیکو په پرتله (غوره او د کچې له پلوه مختلفې) ارزولي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي فيلډمن بیا غني او عبدالله دواړه داسې غښتلي او وړ شريکان ګڼلي چې له امریکا سره د خپل منځي اړیکو په هکله یو ډېر مختلف ليدلوری لري. یو داسې ليدلوری چې د متحده ایالاتو له هغې تګلارې سره کاملاً همغږی دی چې پر مټ یې غواړي په افغانستان کې د امنیت ساتلو مرحله د مصالحت راوستلو پر هغې واړوي.
د امریکايي مقاماتو پورته څرګندونو ته په کتلو چې په حقيقت کې په افغانستان کې د حالت په اړه د امریکا د عمومي نظر یوه برخه ده، سړی پوهیدلای شي چې د افغانستان په څېر له یوه بيوزله هېواد سره د خپل منځي اړیکو په برخه کې امریکایان څومره مغرضانه او غيرمسؤلانه لیدلوری لري.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه نژدې همکار په توګه ما د لومړي لاس په بڼه وليدل چې ښاغلي کرزي څنګه غوښتل چې له جګپوړو امریکايي چارواکو سره په خپلو خبرو اترو کې د کابل او واشنګټن خپل منځي اړیکو د ښه والي هڅه کوي.
حاکميت او حيثيت:
ټول هغه څه چې ښاغلي کرزي له امریکایانو غوښتل دا وو چې دی د افغانستان د مشر په توګه وپيژندل شي او دا چې په خپلو اړوندو تګلارو کې د افغانستان د حاکمیت او حيثیت احترام وکړي. د کرزي لویه انديښنه او په لويه کې د کابل او واشنګټن د اړیکو د ترینګلتیا لوی سبب د امریکا یوطرفه عملیات او پر ښارونو، کلیو او بانډو هغه ړندې بمبارۍ وې چې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې باعث کېدې.
په لندن کې د مېشت څيړندویه او وکالتي مرکز ( د وسله وال تشدد پرخلاف عمل) په یوه ټازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او دلته د دوی د تهاجمي عملیاتو د کچې د ټيټوالې له کبله د هوايي بمباریو له لاسه په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی.
امريکايي ادارې له ښاغلي کرزي دا تمه لرله چې د دوی له تګلارو سره مخالفت ونکړي. که ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امریکا پر ناروا کړنو سترګې پټې کړې وای، نو هغه بهیو غښتلی ستراتيژيکشریک ګڼل شوی وای.
د یاد مرکز د پاليسۍ د برخې د مشر لاين اُووَرټان په وینا ناټو په افغانستان کې د خپل جنګي ماموریت په پای کې اعتراف وکړ چې سره له دې چې د دوی پوځونه د وسایلو، ټیکنالوژۍ او روزنې له پلوه بيخي پر ځان بسیا دي، خو بیا هم په افغانستان کې اشتباهات ترسره شويدي چې د مرکز د مشر په وینا معنی یې دا ده چې په افغانستان کې د دوی په بمونو تر اندازې زیات ملکي وګړي وژل شويدي.
د ملکي تلفاتو موضوع په تلپاتي ډول د کرزي د اندېښنې تر ټولو ستر توکی پاتې شو. خو آیا امریکایانو د دې اندېښنې په مقابل کې د ملکي وګړو د محافظت لپاره کوم اقدام وکړ؟ نو په دې برخه کې دا خبره کول بيخي سم دي چې هغوی د ملکي وګړو د ژوند ساتنې په برخه کې اصلاً هېڅ اقدام ونه کړ. امریکايي پوځیانو په زرګونه افغانان د کلونو کلونو لپاره بې له کومې قانوني چاره جويۍ د بګرام په جېل کې وساتل. دوی وسله والو ملېشو او ټوپکسالارانو ته پيسې ورکولې، تر دې چې د نیویارک ټايمز په وینا دغو مليشو د ځان د بسیا کولو په موخه هرې ناروا چارې ته لاس واچاوه او هغه له دې امله چې چا یې مخه نشوای نیولای.دا ډول تګلارو طالبانو ته د پروپاګنډې موقع برابره کړه چې له امله يې د ولسي خلکو خواخوږي وګټله او ګڼ کسان د طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو کرښو ته ورغلل چې په مجموع کې يې د افغانستان پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړ.
د شفافيت نشتوالی:
د پاکستان په اړه د متحده ایالاتو په تګلارو کې د شفافيت نشتوالی داسې څه وو چې ښاغلي کرزي ته یې د دې باور سل دلايل په لاس ورکول چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د جګړې اوږدول غواړي او دا چې متحده ایالات د افغانستان په چارو کې د مداخلت په برخه کې له پاکستان سره همغږې ده، په داسې حال کې چې افغان لوری په دې باور وچې امریکا باید او شاید چې د ترهګرۍ د ملاتړ، مرستې او تمويل د چارې د درولو په برخه کې پر پاکستان فشار وارد کړي.
کرزی د امریکا مخالف نه واو لکه هر وطن پرسته افغان د آمریکا له لوري د افغانستان خلکو ته د ورکړل شوي هر غيران مننه یې کوله.نوموړي همدا راز په وار وار په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې د قربانیو قدرداني کړي وه.
له لیکوال ويليام ډارمپل سره په یوه مرکه کې ښاغلي کرزي وويل: زه داخپل مسؤلیت احساسوم چې خلک باوري کړم افغان ولس به تر بل هر وخت ښه راتلونکی ولري. زه بس په دې باور یم چې امریکایان به دا حقيقت درک کړي چې زه د افغانستان پر وړاندې مسؤلیت لرم او دا چې له پېښو زما شډل برداشت د دوی د مخالفت په معنی نه دی. زه له غرب سره مخالفت نه لرم، زه بس یوازې د افغانستان د ولس د ګټو غلام یم او دا څه به زه ثابتوم هم!
زه کرزی نه یم!
اوس په داسې حال کې چې ښاغلی غني واشنګټن ته له دې پيغام سره رسيدلی چې (زه کرزی نه یم)، ده باید هڅه کړې وای چې واشنګټن ته یې دا زبات کړي وای چې دی تر هر څه وړاندې یو افغان دی او د تل لپاره به افغان وي او دا چې د ده لومړیتوب او ترجیح د افغانستان د ولس ګټې ترلاسه کول دي.
افغانان له متحده ایالاتو سره د دوو حاکمیت لرونکوهېوادونو په څېر د خپل منځي احترام پر بنسټ اړيکې غواړې. خو له امریکا سره داسې اړيکې ساتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته ونکړای شي، افغانانو ته هیڅ په درد نه خوري.