سویلي افریقا سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه / د نړیوال جام دوه څلوېښتمه سیالۍ

 
د دویم پړاو ( کواټر فاینل ) لومړۍ لوبه:
  د چهار شنبې په ورځ ، چې د 1393 هجري لمریز کال د کب (حوت) اوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له اتلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام دوه څلوېښتمه ( د دویم پړاو ) لومړۍ سیالۍ د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ د اسټرالیا د سیډني په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه سریلانکایي لوبډله مشر انجیلو مټویز وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  سریلانکایي کرکېټ ملي لوبډلې د 37.2 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 133 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 134 منډو هدف ورکړ.
  د سویلي افریقا کرکېټ ملي لوبډلې د 18 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او سریلانکایي لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 192 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د سویلي افریقا لوبډلې له لوري د توپ وهنې په برخه کې کوینټون ډيکوک ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 57 توپونو 78 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 12 څلوریزې یې ترسره کړې او د توپ اچونې په برخه کې عمران طاهر او جین پول ډومیني ډېره ښکلې توپ اچونه ترسره کړه ، چې عمران طاهر 8.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول او       جین پول ډومیني 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه 29 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . جین پول ډومیني ځکه د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو ، چې نوموړي په توپ اچونه کې هټریک ترسره کړ یعنې په 3 پرله پسې توپونو یې 3 لوبغاړي وسوځول او دا هم د کرکېټ په ډګر کې یو نړیوال ریکارډ وو ، چې د جین پول ډومیني له خوا پر سریلانکایي لوبډلې جوړ شو .
د سریلانکا او سویلي افریقا د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :  
د سریلانکا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کوسل پرېرا په 10 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ تیلا کراتني دلشان په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ کمار سنګککارا په 96 توپونو 45 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ لهیرو تیرماني په 48 توپونو 41 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ مهیلا جیوردني په 16 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ انجیلو مټویز په 32 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ تیسیرا پرېرا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ نووان کولېسیکرا په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ ترینډو کوشال په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ دوشمنتا چمیرا په 5 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
11 ـــ لسېت ملینګا په 6 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
د سریلانکا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ تیلاکراتني دلشان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 10 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ نووان کولېسیکرا یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 13 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ترینډو کوشال 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ تیسیرا پرېرا یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 10 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سویلي افریقا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ هاشم امله په 33 توپونو 16 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ کوینټون ډیکوک په 57 توپونو 78 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 12 څلوریزې یې ترسره کړې .
3 ـــ فاف ډوپلیسېز په 31 توپونو 21 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
 
د سویلي افریقا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ډېل سټېن 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې سوځاوه .
2 ـــ کایل ابوټ 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ مورني مورکل 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ جین پول ډومیني 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ عمران طاهر 8.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .