د ډالر زوال او د نجات لپاره یې د هڅو بېلګې

 
امریکا په نړۍ کې د خپلې اقتصادي بقا لپاره له هېڅ ډول هڅو مخ نه اړوي او هېچاته دا حق نه ورکوي چي د امریکا یا د امریکايي کرنسۍ (ډالر) پر وړاندې د امریکا له امر څخه سرغړونه وکړي. ولې پوښتنه دا ده چې د امریکا دغه تګلاره د امریکا پر رقیبانو څومره اغېز کولی شي؟
 
په ۱۹۵۲ میلادي کال کې په نړیوال مارکېټ کې ۹۰ سلنه راکړې ورکړې په امریکايي ډالر ترسره کېدې او د ډېری هېوادونو مرکزي بانکونو خپل ذخایر په ډالر او سرو زرو بدل کړي وو. له بل پلوه نن سبا په نړیوالو بازارونو کې د دې کرنسۍ کارونه تر پخوا ډېره کمه شوې ده او شمېرې ښيي چې د نړیوال مارکېټ یوازې ۱۵ سلنه راکړې ورکړې اوس پر ډالر ترسره کېږي. د امریکايي ډالر دغه زوال چینايي ین او یورو رامنځته کړ. همداراز د امریکا د بودجی کلني کسر یو تریلیون ډالرو ته رسیږي، نو که ډالر په نړیوالو بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او راکړه ورکړه يې کمه شي، په نتیجه کې امریکا نشي کولی چې ډالر خپاره او خپل پور ادا کړي.
اوسمهال امریکا ۱۶،۷ ترېلیون ډالره پوره وړې ده او لا زیات پور به د امریکایي ډالر زوال نور هم ګړندی کړي. 
چین د ۱۰۰ میلیارده ابتدايي پانګې  په پیل سره نوی بانک چې د نړیوال بانک رقیب ګڼل کېږي پرانیست. لکه څرنګه چې چین په نړیوال بانک او د اسیا په پرمختیایي بانک کې په ترتیب۴،۴۲ او۶،۴۷ سلنه د رایې ورکولو حق لري او عمده تصمیم نیونکي يې امریکایان او جاپانیان دي. نو په دې اساس چین خپلو رقیبانو ته په دې ډګر کې هم ځان ور وپېژانده. د ډالرو نقش يې نور هم کمزوری کړ او پلان لري چې اسیايي هېوادونه په لنډ او اوږد مهال کې د خپل اقتصاد تر اغېز لاندې راولي. سربېره پر دې چين غواړي چي له چین څخه تر بغداد پورې د ریل پټلۍ وغزوي تر څو نفت په اسانۍ چین ته منتقل کړای شي. په بل عبارت داسې ویلی شو چين غواړي له منځنې ختیځ څخه د امریکا لاسونه لنډ کړي. یوازې چین نه بلکه روسیه هم د ډالرو د کمزوري کولو لپاره خپل هڅې  تر سره کوي او په همدي خاطر يې تېر کال اعلان وکړ چې خپله انرژي یوازې د سرو زرو په ښختو خرڅوي نه په ډالرو.
د تاریخ په اوږدو کې ځینو وړو او لویو اقتصادي ځواکونو د ډالرو د کمزوري کولو پلانونه عملې کړي، ولی کومه نتیجه يي نده ورکړی. یوه بیلګه يې عراق وړاندې کوو. په ۲۰۰۳ میلادی کال کې عراق په خاورو او وینو ځکه بدل شو چې وفادار صدام حسین له دې وروسته د امریکا لپاره وفادار او ګټور نشو ثابتیدلی. له یوه لوري صدام حسین غوښتل چي خپل تېل له دې وروسته په چین وپلوري او له بل پلوه يې غوښتل چې د خپل هېواد راکړه ورکړه په نړیوالو بازارونو کې په یورو تر سره کړي. په چین باندې د تېلو پلورل او د هېواد راکړه ورکړه په یورو باندي بدلول دواړه د امریکا لپاره د زغم وړ نه وو، هماغه و چې صدام حسین يي قیمت پرې کړ. 
فرانسویانو لا د کریسمس او نوي کال د خوشحالیو شمعې نه وې مړې کړې چې د شارلي ابدو پېښه رامنځته شوه، له دې پېښي دوه ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر هلې ځلې پیل کړې چې پر روسیه اقتصادي بندیزونه ختم کړي. ده وویل  که روسیه او یوکراین خپلې ستونزې حل کړي، نو په کار ده چې په روسیې باندې په لګول شویو بندیزونو خبری اترې پیل شي. د فرانسی جمهور رئیس همداراز زیاته کړه چې له روسيې سره يې خبرې کړې او روسي سیال یې  ډاډ ورکړی چې روسیه د یوکراین ختیځه برخه له روس سره نه یو ځاې کوي. د فرانسې ولسمشر ټینګار وکړ چې د فرانسې، آلمان، روسيې او یوکراین ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۱۵مه نېټه په قزاقستان کې خبرې اترې ترسره شوې دي. فرانسویانو د تاریخ په اوږدو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ډالرو د کمزوري کولو هڅې کړې دي. د فرانسی پخواني ولسمشر له ۱۹۵۹-۱۹۶۹ پورې او له هغې وروسته په ۱۹۷۰ کال کې د فرانسې د مرکزي بانک ټول ډالر په سرو زرو له امریکا سره معاوضه کړل او د امریکا اقتصادي وړتیا يي کمزورې کړه. همدراز ولسمشر ژاک شیراک د خپل حکومت او خلکو مخالفت د عراق په جنګ کې ښکېل کړ.  تازه بیلګه يې د اوسني ولسمشر هڅې  دي چې غواړي په روس باندې اقتصادي بندیزونه لرې کړي، نو باید قیمت يې هم پرې کړي، لکه د چارلي ابدو په پېښه کې يې چې پرې کړ. 
افسوس او له بده مرغه د دغو ټولو دسیسو خشاک مسلمانان دي، که له یوه پلوه زیاتره اسلامې هېوادونه لکه سعودي عربستان، کوېټ، متحده عربي امارات، قطر، عراق، سوریه، ایران او داسې نور د نفتو پرېمانه زېرمې لري، خو له بل پلوه د مسلمانانو بې ځایه او ډیر  احساساتي کېدل په اسلامي هېوادونو کې د نا امنۍ او وحشت سبب ګرځي. نتیجه يې دا راوځي چې مسلمانان د ترهګرو، تروریستانو، قاتلینو، اورپکو او د بشر له حقوقونو د سرغړوونکو په توګه بد نامیږي. 
نو مسلمانانو ته په کار ده چې خپل احساسات کنترول کړي. د ډالرو د بقا لپاره په بې شعوره توګه خپل ځان او دین قربان نکړي، کوم چې د مسلمانانو او اسلام دواړو لپاره خطرناک ګڼلی شو. صبر او زغم د اسلام اساسات دي او د دغه دین نمایندګی باید مسلمانان په سمه توګه ترسره کړي، تر څو اسلام او مسلمانان دواړه د خارجې دسیسو ښکار نشي. 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.