پاکستان له ایرلینډ څخه لوبه وګټله / د نړیوال جام یو څلوېښتمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ ، چې د 1393 هجري لمریز کال د کب (حوت) څلیریشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له پنځلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام یو څلوېښتمه سیالۍ د پاکستان او ایرلینډ ترمنځ د اسټرالیا د اډېلیډ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
   د لوبې پچه ایرلینډي لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  ایرلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 237 منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د 238 منډو هدف ورکړ .
  پاکستانۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 46.1 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه ، چې ایرلینډي لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 23 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه ، چې د دې لوبې په ګټلو سره یې د نړیوال جام سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه .
  د پاکستانۍ لوبډلې له لوري سرفراز احمد ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 124 توپونو 101 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 6 څلوریزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو .
  د نړیوال کرکېټ جام په سیالیو کې یوازې افغان لوبډله ده ، چې کوم لوبغاړي یې سلیزه نه ده جوړه کړې ، پاکستانۍ لوبډلې هم تر دې لوبې مخکې له افغان لوبډلې ملګرتیا وکړه ، خو په دې لوبه کې د سرفراز احمد سلیزې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ملګرتیا تار وشلاوه.
د پاکستان او ایرلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د پاکستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ احمد شهزاد په 71 توپونو 63 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ سرفراز احمد په 124 توپونو 101 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 6 څلوریزې یې ترسره کړې .
3 ـــ حارث سهیل په 7 توپونو 3 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ مصباالحق په 46 توپونو 39 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او هیټ وېکټ اوټ شو .
5 ـــ عمر اکمل په 29 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې .
د پاکستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سهیل خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 44 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ احسان عادل 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ راحت علي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ وهاب ریاض 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 54 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ شاهد افریدي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ حارث سهیل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د ایرلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویلیام پورترفیلډ په 131 توپونو 107 منډې جوړې کړې ، 11 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پول سټیرلېنګ په 8 توپونو 3 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ اي ډي جایس په 18 توپونو 11 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نیلوبرین په 10 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اندي بالبېرني په 36 توپونو 18 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ګېري وېلسن په 38 توپونو 29 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ کیوینوبرین په 16 توپونو 8 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوت شو .
8 ـــ سټوارټ ټامپسن په 15 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ جان موني په 19 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ جیورج ډاکریل په 8 توپونو 11 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
11 ـــ الېکس کوسک په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د ایرلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ الېکس کوسک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ جان موني 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ سټوارټ ټامپسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 59 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ جیورج ډاکریل 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کیوینوبرین 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 49 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پول سټیرلېنګ 1.1 اور توپ اچونه ترسره کړه ، 5 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .