ویسټ انډیز اماراتو ته ماتې ورکړه / د نړیوال جام څلوېښتمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ ، چې د 1393 هجري لمریز کال د کب (حوت) څلیریشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له پنځلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام څلوېښتمه سیالۍ د ویسټ انډیز او اماراتو ترمنځ د نوي زیلاند په ناپیر نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
   د لوبې پچه د اماراتو لوبډله مشر ( کپټان ) محمد توقیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د اماراتو کرکېټ ملي لوبډلې د 47.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 175 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 176 منډو هدف ورکړ .
  ویسټ انډیزي کرکېټ ملي لوبډلې د 30.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه ، چې د اماراتو لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او 156 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام سیالیو دویم پړاو ته یې لاره وموندله .
  د اماراتو لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې 6 لوبې ترسره کړې ، چې د سکاټلینډي لوبډلې په څېر یې ټولې وبایللې او خپل کور ته ستنه شوه .
  د ویسټ انډیزي لوبډلې له لوري کریس ګېل ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې وړاندې کړه ، چې نوموړي په 40 توپونو 55 منډې جوړې کړې ، چې 9 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د اماراتو او ویسټ انډیز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ امجد علي په 19 توپونو 5 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ اندري بېرېنګر په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کرشنا چندران په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ خرم خان په 5 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ شیمان انور په 6 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ سواپنیل پټیل په 20 توپونو 6 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ امجد جاوېد په 99 توپونو 56 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ ناصر عزیز په 86 توپونو 60 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ محمد نوید په 9 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
10 ـــ محمد توقیر په 19 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
11 ـــ منجولا ګوروګي په 10 توپونو 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ناصر عزیز 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 47 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ محمد نوید 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 34 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ منجولا ګوروګي 7.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ امجد جاوېد 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د ویسټ انډیز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دوانې سمېت په 9 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ کریس ګېل په 40 توپونو 55 منډې جوړې کړې ، 9 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ مرلون سمیولز په 18 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ جوناتن کارتر په 58 توپونو 50 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې .
5 ـــ اندري روسل په 8 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ دینېش رامدین په 50 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
د ویسټ انډیز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جیروم ټېلر 8.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ جېسن هولډر 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ کېمر روچ 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 54 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ اندري روسل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ مرلون سمیولز 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ دارین سامي یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 4 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ دوانې سمېت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 5 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .