
د شنبې په ورځ، چې د 1393 هجري لمریز کال د کب (حوت) درویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له څوارلسمې نېټې سره برابره وه، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام نهه دېرشمه سیالۍ د سکاټلیڼد او اسټرالیا ترمنځ د اسټرالیا د هوبرټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه سکاټلینډي لوبډله مشر (کپټان) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
سکاټلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 25.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 130 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 131 منډو هدف ورکړ.
اسټرالیایي کرکېټ ملي لوبډلې د 15.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه ، چې سکاټلینډي لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 208 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د سکاټلینډي لوبډلې دا وروستۍ لوبه وه ، چې وې بایلله ، یادې لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې 6 لوبې ترسره کړې ، چې 6 واړه یې وبایللې او تش لاس خپل کورته ستنه شوه.
د اسټرالیایي لوبډلې له لوري د توپ وهنې په برخه کې میچیل کلرک ډېره ښکلې توپ وهنه وکړه ، چې نوموړي په 47 توپونو 47 منډې جوړې کړې ، چې 7 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د توپ اچونې په برخه کې میچیل سټارک ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونې نندارې وړاندې کړه ، چې نوموړي 4.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 14 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
د سکاټلینډ او اسټرالیا د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سکاټلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کایل کویټزر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ کالم مکلیوډ په 19 توپونو 22 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ مت مچان په 35 توپونو 40 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ پرېسټون مومسېن په صفر خپله وېکټه له لاسره ورکړه .
5 ـــ فرېډي کولمن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ ریچي بېرېنګټون په 6 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ متیو کراس په 20 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ جوش ډېوي په 35 توپونو 26 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
9 ـــ روب ټېلر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ میچیل لیسک په 11 توپونو 23 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې .
11 ـــ این واردلا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د سکاټلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ این واردلا 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 57 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ روب ټېلر 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ جوش ډېوي 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ میچیل لیسک 2 توپونه ، توپ اچونه ترسره کړه ، 7 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د اسټرالیا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میچیل کلرک په 47 توپونو 47 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ارون فېنچ په 10 توپونو 20 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ شېن واټسن په 23 توپونو 24 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ جېمز فولکنر په 6 توپونو 16 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
5 ـــ ډېوېډ وارنر په 6 توپونو 21 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
د اسټرالیا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 14 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ پت کومنیز 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ شېن واټسن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ګلین مکسویل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جېمز فولکنر 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .