
ګاګره و هغه ودانیزو توکو ته ویل کیږې چي، د شیګو، سمنټ، اوبو او د اړتیا یا ضرورت په وخت کې د ځينو اغیزلرونکو توکو د ترکیب څخه لاس ته راځي. د ګاګري شیګې په دانه یې بڼه د منرالونه څخه جوړې شوي، چي د نرمال ګاګري په جوړښت کې ریګ، جغل او میده کاڼې په ټولیزه توګه د شیګو دنده سرته رسوي.
د ستندرد له مخي هغه شیګې چي د غلبیل کولو په وخت د 4.0 mmنمبر غلبیل څخه تیریږي هغه ته ًمیده شیګېً او هغه چي د 4.0mmنمبر غلبیل پر سر پاتي شي هغوی ته ًزیږې شیګېً ویل کیږي. سمنټ د سرښناک خواصو په لرولو سره د ګاګرې په جوړښت کې کارول کیږي. چي دا سرښناکې خواص د اوبو سره د ګډولو او تعامل کولو نه وروسته منځ ته راځي. د سمنټ او اوبو څخه جوړ شوو توکو ته ًاوبلن سمنټً ویل کیږي. چي د ګاګرې په جوړښت کې لاندنۍ دندې سرته رسوې: د شیګو مخ پوښل د شیګو د دانو د منځ تشې ډکول د شیګو دانې یو له بل سره سریښول چي په همدي اساس ویلی شو چي ګاګره د اوبلن سمنټ او شیګو څخه جوړه شوې کمپوزیت یا ترکیبې(Composite)ماده ده.
د سمنټ، اوبو او میده شیګو د ترکیب څخه جوړ شوي مرکب ته آهک ویل کیږي. او یا په بله اصطلاح په هغه ګاګره کې چي زیږې شیګې شتون و نلري هغه ته آهک ویل کیږي. د سمنټو او اوبو څخه لاس ته راغلې اوبلن سمنټ په لمړې سر کې پلاستیک [نرم، بڼه اخیستونکې] توکې دي. اما د سمنټو او اوبو تر منځ کیمیاوي تعامل یاني هایدریشن د وخت په تیریدو سره د اوبلن سمنټ پلاستکې خواص لږوې. او همدا راز په یو یا څو ساعتونو کې اوبلن سمنټ جامد او ورسته تر هغه کلکیږې. په لمړې سر کې اوبلن سمنټ د پلاستیکې خواصو په درلودلو سره د ګاګرې سره د ترکیب په وخت کې هم د یو څه مودې لپاره خپل پلاستیکې خواص ساتي. چي له هم دي وجه تازه ګاګره یا په پلاستیکې حالت کې ګاګرې ته خپل د خوښې شکل یا بڼه ورکولای شو، په آسانۍ یې ځای پر ځای کولای شو او مخنې سطح یې برابرولای شو. اوبلن سمنټ د وخت په تیریدو سره د کلکیدو له امله په ګاګرې کې هم کلکوالۍ او ځواکمنتیا یا مقاومت زیږوي. ګاګره په غټو او کوچنیو ودانیو کې تر ټولو مهمه او اړینه د ودانیزو تو کو څخه شمیرل کیږي. ګاګره د انسانانو د ژوند کولو خونو، د کار کولو ځایونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، سپورټې تاسیساتو، د موټرانو تم ځایونو، ګاراجونو، دري ګزیانو یا پیاده رونو، لوۍ لارو، د اورګاډي پټلۍ، هوایې ډګرونو، بندرونو، د اوبو ذخیرو، د انرژۍ سپړنځایونو، د اوبو بندونو، اتومې بټيو،د انرژۍ لیږل ځایونو او د ژویو د اوسیدلو ځایونو په ودانولو کې کارول کیږي. په اوسنۍ عصر کې د ګاګرې سره نه مخامخ کیدل او د ګاګرې څخه ګټه نه اخستیل بلکل ناممکن خبره ده. ځکه هر خواته چي مخ واړو ګاګره وینو. د ګاګرې په اړه باید ښاري یا سیول انجینیر او هر هغه څوک چي ګاګره کاروې ښه پوره معلومات خپل کړي او ورورسته تر هغه یې وکاروې. ځکه چي ګاګره د کاریدو وروسته بیا د رغیدو امکان نلري.