غزل


ولې دې پردی کـــــړمه ، پردی نه يم درخپـــل مې کړه
درديمه ، پرهـــريمه ، زخمي ، زخمي ، درمل مې کړه
نن راته په سپين رخســــــار ، دحسن ډېوې بلــــې کړه
عشق مې پتنګ دی ، چې اېــــــرې شمه جلبل مې کړه
تږي ساقي ! ډېـــــر دي ، دامنمــــــه خو احســــــان وکړه
زه لـــــه تندې مرمــــــه ساه مې خيــژي ترې اول مې کړه
يا خو مې په دار کړه چې پېزوان شم شونډې ښکل کړمه
يا مې دنتکۍ تر څنـــــګ په پوزه وړه چارګل مې کړه
خون او پورمــــــې دواړه دربخښلي زياتي څه غواړې
ورک مې کړه ارمان مې دی ، دزلفو په ځڼګل مې کړه
زلفو ته يې څنډ ورکړو په شونډو شوه موسکا خوره
سترګـــــو کـــــې يې ووې تغزل يمــــــــه غزل مې کــــــړه
زه بــــه درتــــــه ځان لکــــه اوړه پـــــــه ژرنــــده ووڼــــــم
سترګـــــــو ته که درغلــــــم مسکين يمه کجــل مې کړه