
د ۱۳۹۴ه، ش کال په ویاړ د خوشال بابا زوی عبدالقادرخان خټک له ګلونو څخه ډک شعر وړاندې کوم. هلمند(آڅړ)
قصیدة بهاریه (صنعت التزام)
شګفته په باغ وراغ شول د بهار ګل = هم په بام هم په کوڅه هم په دیوار ګل
نه یوازې ګل د ګلو بوټي وینو = بادام ګل شفتالو ګل و نیو انار ګل
هر ا شیا د ځمکې ګل پروردګار کړه = جمادات ګل نباتات ګل کُل اشجار ګل
کاڼي بوټي خار وخس په ګلوپټ شول = د همه واړو عیبونو شول ستار ګل
څو د سترګو نظر لګی واړه ګل دي = وړاندې ګل د ورستو ګل یمین یسار ګل
هیڅ یو ځای خالي له ګلو پاتې نه شو = په بازار ګل په صحرا ګل په کو هسار ګل
که آسمان په شپه په ستوریو ښایسه وي = لا ترې ځمکه ښایسته کړه په بهار ګل
عند لیب نارې وهي چې سیل ګاڼی = بهار د رومي ریژیدون کا وار په وار ګل
لا تر کوره کوردید پروت په کور کې ښه دی = چې به نه ګوري سږ کال ددې ګلزار ګل
د بهار په سیل جو نه زلمی کښیږ دي = په اور بل ګل په پټکی ګل په دستار ګل
د دلبر صورت تمام له ګلو روغ دی = پښې یې ګل لاسونه ګل چهره رخسار ګل
می ګلګون ساغر ګلکون ښیښه ګلګو نه = ساقی ګل حریفان واړه ګل نګار ګل
د بهار په سیل و خوځه له کوره = د راتلو د هر ګور ډیر کا انتظار ګل
چې ګلو نه بویوې احتیاط به بویه = چې په شنونډو دې ونه کاندي پرهار ګل
چې د ګلو هار په غاړه نازنین کا = په سینه باندې یې څرخی لکه خار ګل
خاص و عام یې بهره مند په ننداره شول = منتونه په هر چا باندې کړه بار ګل
چې د یار له وصله ښاد وي ګل به ګوري = د مهجور به هرګز هیڅ نه وي په کار ګل
چې بې یاره د بهار په سیل درومم = په خاطر باندې مې لګي لکه نار ګل
په هزار رنګه ګلونه شګفته شول = ولید نه شو یو په شان زما د یار ګل
چې دا هسې یې په ډکه خوله خندا کړه = مګر نه وو له خزا نه خبر دار ګل
په هوس په خوشحالي اموخته دي = ګل پروره مه کړه زر د زره خوار ګل
بلبل هیڅ نه وو خبر د عشق له تاوه = په فریاد کړ په نارو کړ په چیغار ګل
چې د سرای په ځمکه وا د سپرلي ګل شي = شرمنده کا د کشمیر د بل د یار ګل
دا رنګ ګل چې په سږ کال د غواص وا شول = د چا یاد نه شی په خوا هسې بسیار ګل
چې نښان د خپل اشنا ورځنې مومې = ځکه یا د عبدالقادر کړ په تکرار ګل
په بیاض کې مې د شعر لون لون
شګفته دی تر دا به هزار هزار ګل