ملی اردو یا د ملي ثبات کیلي وژغوره! ولسمشر ته پرانېستې لیک

 
 
د ملي اردو د قومي کولو دریمه هڅه روانه ده هیله ده مخه یې ونیسئ!
د کارمل ـ رباني ـ مسعود د ۱۹۹۲ کال په ناتار کې د افغانستان اردو وپاشل شوه، ځکه دوی کوښښ کاوه دغه ملي بنسټ د خپلو سکتارسیتي ګټو لپاره د افغانستان له اکثریت قوم څخه خالي کړي او بیا د سوریې په شان د یوه اقلیت ظالمانه واک ته تر لسیزو دوام ورکړي.
د دوی د دې بد نیت له مخې د ۳۰۰ کلونو اردو دړې وړې شوه، کابل لوټې لوټې شو او ۶۰ زره مظلوم کابلیان شیهدان شول.
د ۲۰۰۲ کال د بون تر پریکړې وروسته نړۍ له افغانستان سره د نوې ملي اردو جوړولو مرسته وکړه. متأسفانه (متمدنو ملتونو!) هم موږ ته د ملي او مسلکي پر ځای د قومونو د نفوسو د فیصدۍ له مخې د اردو د جوړولو امر!!! وکړ. موږ یې منځنیو پیړیو ته ټیل وهلو او د مسلک، تجربې، زده کړې او ملي ګټو ته د وفادارۍ پر ځای یې اردو د قومونو ټیکه دارانو ته ورکړه. په سر کې یې هم مشهور جنایتکار او ملي خاین فهیم کیناوه چې د مارشال لقب یې هم ورکړ. فهیم د پښتنو ارکانحرب مسلکي روزل شوي افسران او جنرالان له دندو وشړل او د نظار شورا او جمیعت له لنډه غرو یې جنرالان جوړ او ملي اردو یې ترې ډکه کړه. قسم یې وکړ چې د دې یوه قوم افغان باید د ده په لاسلیک جنرال نشي. د حزبي، طالب او خلقي په نوم یې ټول مسلکي افسران او جنرالان له اردو وشړل.
د رحیم وردک په نوم یو بیکفایته شخص هم یو وخت د دفاع سمبولیک وزیر شو خو ټول واک له بسم الله خان سره و چې لوی درستیز و او بیا وزیر شو. د بحران نړیوال ګروپ پخپل رپوټ کې لیکلي و چې د اردو ۹۷٪ تصمیم نیونکي مشران غیر پښتانه دي او درې فیصده یې پښتانه دي (که ۳٪ پښتانه هم دي، نو د جمیعت او کارمل ګروپ پرچمیان دي). دغه رپوټ یوه جالبه جمله لیکلې وه چې بسم الله هره ورځ ستراتیژیک ځایونه له خپلو تنظیمي (جمیعتي) ملګرو او قومیانو ډکوي او رحیم وردک خپل زوی حامد وردک ته قراردادونه اخلي. دواړه بریالي شول، بسم الله خان اردو د ملي پر ځای جمیعتی کړه او وردک خپل زوی د ۱۰۰۰ میلیونه ډالرو خاوند کړ.
اوس چې ولسمشر یو ملي او معقول تصمیم نیولی دی چې ملي اردو دې په رښتیا مسلکي، غیر  سیاسي او ملي شي، نو د اصلاحاتو واک بیا هم له جمیعیتیانو او کارملي پرچمیانو سره دی، چې غلط او ناسم نیتونه او تصمیمونه لري.
1)     دوی غواړي ډیر جنرالان پدې بهانه تقاعد ته سوق کړي چې عمر یې ۶۰ کلنۍ رسیدلی دی. خو دا مسلکي او د ارکانحرب تر کچې تحصیلیافته کسان دي. دا هغه کسان دي چې د نظار شورا غړي ندي، ځکه د نظار شورا لنډه غران زیاتره واړه هلکان جنرالان شوي و، تر اوسه لا ۶۰ کلنۍ ته ندي رسیدلي. که په دغو تحصیلکړو جنرالانو کې یې ځینې د مخامخ جګړو انرژي نلري، د پلانګذارۍ او اداري مشرتابه پوستونه دې ورکړل شي.  تقاعد ته به یې لا وخت پاتې وي.
2)     بل تصمیم یې داسې نیولی دی چې ځوان جنرالان دې ونازول شي، دا ظاهراً ښه بریښي، خو که ورته ځیر شو دغه په اصطلاح ځوان جنرالان ټول جمیعیتیان او یو نیم یې کارملي پرچمیان دي چې اوس جمیعتیان شویدي.
3)     دا يې هم وړاندیز کړی دی چې هغه ډګروالان چې د ډګروال په بست کې کار کوي ارتقا دې ورکړل شي او جنرالان دې شي. په دوی کې هم  زیاتره جمیعیتیان او کارملي پرچمیان دي. ځینې نور چې د جنرالۍ مستحق ندي، په ۵۵ کلنۍ کې دې تقاعد شي؟ دا تقاعد ته چې سوقیږي هغه کسان به وي چې د دوی له ډلې (جمیعت) څخه نه وي.
4)     تر ټولو خندونکی او احمقانه تصمیم یې دا نیولی دی چې هغه ډګروالان چې د ډګرمن په بست کې کار کوي په ۵۲ کلنۍ کې دې تقاعد ورکړل شي. دا هغه کسان دي چې مسلکي دي، متعهد دي خو د نظار شورا او جمیعت غړي یا متحدین ندي. د رشد مخه یې نیول شویده. د دې پر ځای چې همدوی ته د رشد او ارتقا زمینه برابره شي، دوی کورونو ته لیږل کیږي او یو ځل بیا زمینه کودتاچیانو او هیواد ورانونکو ته برابریږي.
د کارمل ډله او شورای نظاري شاګردان یې په فساد، ورانۍ او تباهۍ کې تر شیطان هم ډیر ماهر او تجربه کار شويدي. دوی د ظاهر شاه په پوست ننوتل، شاهي نظام یې ړنګ کړ، د داود په راوستو کې یې مرسته وکړه، بیا یې هغه مظلوم د کورنۍ د ټولو لویو وړو سره شهید کړ، د تره کي سره یوځای و خو پر ضد یې کودتا پلان کړه، امین پسې یې روسان راوستل، د نجیب د سولې پر پلان یې کودتا وکړه، او په افتخار سره لا وایي چې (همه طرف ها و تنظیم ها حتی حزب اسلامی طرح ملل متحد را قبول کرده بود ولی خداوند این افتخار!!! را نصیب ما (جمیعت و شورای نظار) نمود که رژیم را سقوط دادیم). دوی رژیم نه بلکې افغانستان سقوط کړی و. طالبانو پسې یې هم امریکا او ۴۸ ملکونه راوستي دي. که اوس څوک افغانستان جوړوي دوی اریان دي چې نور پسې څوک راولي؟
د کارمل شورای نظاري شاګردان خپل تخریبکارانه تصمیم ته ژمن دي او په هیڅ صورت ترې نه تیریږي. د عصر رئیس المنافقین یعنې سیاف چې په قهر دی چې ولی عبدالله بی ابی ته دغه لوی لقب ورکړل شویدی، اوس د هغه متل له مخې چې (بګیرش که نګیرت) چیغې پیل کړيدي چې (غیر سیاسي کردن اردو یعنی چی؟) د منافقانو د مشر هدف ښکاره دی چې د نظار شورا انحصار دې دوام وکړي.
ولسمشر او نوی مشرتابه او د دوی ملګري لکه اتمر صاحب او نور دې د ملي لوړو ګټو او ثبات په پام کې نیولو سره د ملي اردو د رښتیني ملي کولو کار ته په حکمت دوام ورکړي خو غوښه دې په پیشو نه ساتي او د ملي اردو د سمون  طرحې دې په شورای نظاري ډاکوانو نه جوړوي. ملي اردو د په رښتیا ملي، مسلکي، بې پري، غیر سیاسي او افغانستانشموله شي.
و ما علینا الاالبلاغ!