هندوستان له زمبابوې څخه لوبه وګټله / د نړیوال جام اته دېرشمه سیالۍ

 
   د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) درویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له څوارلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام اته دېرشمه سیالۍ د زمبابوې او هندوستان ترمنځ د نوي زیلاند په اوکلانډ نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د زمبابوې لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
   د زمبابوې کرکېټ ملي لوبډلې د 48.5 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 287 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 288 منډو هدف ورکړ.
  هندي کرکېټ ملي لوبډلې د 48.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه او زمبابوې ته یې د 6 وېکټو او 8 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
  که څه هم هندي لوبډلې په پیل کې په ډېرو کمو منډو خپل 4 لوبغاړي له لاسه ورکړل ، خو سورېش رینا او ام ایس ډوني د لوبې تر پایه په ویشتنځای ودرېدل او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله .
  د هندي لوبډلې له لوري سورېش رینا ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 104 توپونو 110 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 9 څلوریزې ، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
  د زمبابوې لوبډلې له لوري برېنډن ټېلر هم ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه وکړه ، چې نوموړي په 110 توپونو 138 منډې جوړې کړې ، چې 15 څلوریزې او 5 یې ترسره کړې خو د زمبابوې توپ اچونکي په دې ونه توانېدل ، چې له خپلو منډو څخه دفاع وکړي ، نو له همدې امله یې ماتې وخوړه .
د زمبابوې او هندوستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د زمبابوې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ چمو چیبابا په 16 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ همېلټون مسکډزا په 8 توپونو 2 جوړې کړې ، او کېچ اوټ شو .
3 سولومون مایر په 22 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ برېنډن ټېلر په 110 توپونو 138 منډې جوړې کړې ، 15 څلوریزې ، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سین ویلیامز په 57 توپونو 50 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کریګ ایروین په 41 توپونو 27 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سکندر رضا په 15 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ ریګېس چکبوا په 13 توپونو 10 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ تیناشي پنیانجارا په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ ټوانډا موپریوا په 2 توپونو یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
11 ـــ ټېنډی چتارا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د زمبابوې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ تیناشي پنیانجارا 8.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ټېنډی چتارا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 59 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ ټوانډا موپریوا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ سولومون مایر 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ سین ویلیامز 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سکندر رضا 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 37 مندې یې ورکړې او یوه لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ همېلټون مسکډزا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د هندوستان د توپ وهنې برخه :  
1ـــ  روهیت شرما په 21 توپونو 16 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 20 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ ویرات کوهلي په 48 توپونو 38 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ اجینکا ریحاني په 24 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد .
5 ـــ سورېش رینا په 104 توپونو 110 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 9 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ ایم ایس ډوني په 76 توپونو 85 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
د هندوستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد شمي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اومېش یادوف 9.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ اشوین 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 75 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ رویندرا جدېجا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 71 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .