
د جمعې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) دوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له دیارلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام اوه دېرشمه سیالۍ د نوي زیلاند او بنګلدېش ترمنځ د نوي زیلاند د همېلټون په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه بنګلدېشي لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
بنګلدېشۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 288 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 289 منډو هدف ورکړ .
نوی زیلاندي کرکېټ ملي لوبډلې د 48.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره ترلاسه او بنګلدېش ته یې د 3 وېکټو او 7 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د نوی زیلاندي لوبډلې له لوري مارټین ګوپټیل ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنې نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 100 توپونو 105 منډې جوړې کړې ، 11 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د بنګلدېشۍ لوبډلې له لوري محمد الله هم ډېره په زړه پورې لوبه وکړه ، چې نوموړي په 123 توپونو 128 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 12 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې ، خو بنګلدېشي توپ وهونکي ونه توانېدل ، چې له خپلو منډو څخه دفاع وکړي، نو له همدې یې ماتې وخوړه .
د بنګلدېش او نوی زیلاند د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د بنګلدېش د توپ وهنې برخه :
1 ـــ تمیم اقبال په 27 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ایمرول کېس په 19 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ صومیا سرکار په 58 توپونو 51 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ محمد الله په 123 توپونو 128 منډې جوړې کړې ، 12 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ شکیب الحسن په 18 توپونو 23 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ مشفق الرحیم په 25 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ صابر رحمان په 23 توپونو 40 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ ناصر حسین په 7 توپونو 11 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د بنګلدېش د توپ اچونې برخه :
1 ـــ شکیب الحسن 8.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 55 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ تاج الاسلام 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 58 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ روبیل حسین 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ تسکین احمد 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 49 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ صومیا سرکار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 19 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ صابر رحمان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 14 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ محمد الله 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 22 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
8 ـــ ناصر حسین 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د نوی زیلاند د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مارټین ګوپیټل په 100 توپونو 105 منډې جوړې کړې ، 11 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 8 توپونو 8 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کېن ویلیام سن په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ روز ټېلر په 97 توپونو 56 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
5 ـــ ګرانټ ایلیوټ په 34 توپونو 39 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کوري اندرسن په 26 توپونو 39 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ لکي رونچي په 10 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ دانیل وېتوري په 10 توپونو 16 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
9 ـــ ټایم سوتي په 6 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نوی زیلاند د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټایم سوتي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 51 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ټرېنټ بولټ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 56 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ میچیل میکلانګن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 68 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ دانیل وېتوري 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ کوري اندرسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ ګرانټ ایلیوټ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .