افغانستان له انګلینډ څخه ماتې وخوړه / د نړیوال جام شپږ دېرشمه سیالۍ

 
   د جمعې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب ( حوت) دوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له دیارلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام شپږ دېرشمه سیالۍ د افغانستان او انګلینډ ترمنځ د اسټرالیا د سیډني په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه افغان لوبډله مشر ( کپټان ) محمد نبي عیسی خېل وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  افغان کرکېټ ملي لوبډلې کله چې 36.2 اورونه ولوبول نو په لوبغالي کې ډېر سخت باران وشو له همدې امله د لوبې 25 راکم شول . افغان لوبډلې په دې وخت کې خپل 7 لوبغاړي له لاسه ورکړي ول ، چې د پورته یاد شوو اورونو له لوبولو وروسته د افغان لوبډلې منډې له 111 څخه 100 ته راښکتې شوې او د منډو هدف 101 وټاکل شو او د افغان لوبډلې اورونه پای ته ورسېدل .
   انګلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 18.1 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو سره ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او افغان لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 41 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د انګلینډي لوبډلې له لوري آین بېل ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې وکړه ، چې نوموړي په 56 توپونو 52 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 6 څلوریزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
  د یادونې وړده ، چې په نړیوال جام سیالیو کې دا لوبه هم د افغان لوبډلې او هم د انګلینډي وروستۍ وه ، افغان لوبډلې په ټولو ترسره شوو سیالیو کې یوازې یوه سیالۍ وګټله او 5 یې بایلودې او انګلینډي لوبډلې په خپلو ټولو ترسره شوو سیالیو کې 2 لوبې وګټلې او 4 لوبې یې وبایللې ، چې دواړو لوبډلو دویم پړاو سیالیو ته له تګ څخه پاتې شوې او خپلو کورونو ته را ستنې شوې . 
د افغانستان او انګلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ جاوېد احمدي په 15 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ نوروز منګل په 28 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ افسر ځاځي په 14 توپونو 6 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ناصر جمال په 52 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سمیع الله شینواري په 11 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ شفیق الله شفق په 64 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ محمد نبي په 17 توپونو 16 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 15 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ شاپور ځدراڼ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ دولت ځدراڼ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ،23 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ حمید حسن 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ محمد نبي 4.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 14 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ سمیع الله شینواري 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 19 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د انګلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ الېکس هېلز په 33 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ آین بېل په 56 توپونو 52 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې یې ترسره کړې .
3 ـــ جېمز ټېلر په 20 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د انګلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جېمز اندرسن 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ سټوارټ بروډ 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ چرېس جوردن 6.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 13 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ راوي بوپارا 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ جېمز ټرېډویل 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .