سویلي افریقا اماراتو ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه / د نړیوال جام پنځه دېرشمه سیالۍ

 
   د پنجشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) یوویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له دولسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام پنځه دېرشمه سیالۍ د سویلي افریقا او اماراتو تر منځ د نوي زیلاند د وېلینګټون په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه سویلي افریقایي لوبډله مشر ( کپټان ) ابډیوېلرز وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سویلي افریقا کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره 341 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 342 منډو هدف ورکړ .
  د اماراتو کرکېټ ملي لوبډلې د 47.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 195 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو پاتې راغله ، چې د 146 منډو، 15 توپونو او 4 وېکټو یې ستره او تاریخي ماتې ورکړه .
  د سویلي افریقا لوبډلې له لوري ابډیوېلرز ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړی هم د توپ وهنې په برخه کې د خپلې لوبډلې له پاره ښه ثابت شو او هم د توپ اچونې په برخه کې . د توپ وهنې په برخه کې یې په 82 توپونو 99 منډې جوړې کړې ، چې 6 څلوریزې ، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او د توپ اچونې په برخه کې یې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې ، 2 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سویلي افریقا او امارتو د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سویلي افریقا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ هاشم امله په 16 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ کوینټون ډي کوک په 45 توپونو 26 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ رایلي روسو په 49 توپونو 43 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ابډیوېلرز په 82 توپونو 99 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې ، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 48 توپونو 49 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ــــ جین پول ډومیني په 28 توپونو 23 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
7 ـــ فرهان بیهاردین په 31 توپونو 64 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ ورنون پیلانډر په 6 توپونو 10 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
 
د سویلي افریقا د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ ډېل سټېن 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ ورنون پیلانډر 8.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ مورني مورکل 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ جین پول ډومیني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 12 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ فرهان بیهار دین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 11 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ عمران طاهر 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ ابډیوېلرز 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د ماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ــــ امجد علي په 36 توپونو 21 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ اندري بېرېنګر په 21 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ خرم خان په 17 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ شیمان انور په 64 توپونو 39 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سواپنیل پټیل په 100 توپونو 57 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې .
6 ـــ ثقلین حیدر په 12 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ امجد جاوېد په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ محمد نوید په 15 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ محمد توقیر په 16 توپونو 3 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
10 ـــ کامران شهزاد په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 ـــ فهاد الهاشمي په لوبه کې د ټپي کېدو له امله له لوبې ووت .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد نوید 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ کامران شهزاد 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 59 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ امجد جاوېد 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 87 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ محمد توقیر 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 47 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ فهاد الهاشمي 7.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ خرم خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ شیمان انور 4 توپونه ، توپ اچونه ترسره کړه ، 4 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .