
سریلانکا سکاټلینډ ته ماتې ورکړه / د نړیوال جام څلور دېرشمه سیالۍ
لیکوال : عطا محمد میاخېل
د چهار شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) شلمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له یولسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام څلور دېرشمه سیالۍ د سریلانکا او سکاټلینډ ترمنځ د اسټرالیا د هوبرټ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه سریلانکایي لوبډله مشر ( کپټان ) انجیلو مټویز وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
سریلانکایۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو سره د 363 منډې جوړې کړې او سکاټلینډي لوبډلې ته یې د 364 منډو هدف ورکړ .
سکاټلینډۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 43.1 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 215 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله ، چې د 148 منډو ، 41 توپونو او یوې وېکټې په توپیر یې ماتې وخوړه .
سریلانکایۍ لوبډلې له لوري کمار سنګککارا ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 95 توپونو 124 منډې جوړې کړې ، چې 13 څلوریزې ، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سریلانکا او سکاټلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سریلانکا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لهیرو تیرماني په 4 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ تیلاکراتني دلشان په 99 توپونو 104 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کمار سنګککارا په 95 توپونو 124 منډې جوړې کړې ، 13 څلوریزې ، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مهیلا جیوردني په 6 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیل مټویز په 21 توپونو 51 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، 6 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کوسل پرېرا په 13 توپونو 24 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ تیسېرا پرېرا په 11 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ سیککوګي پرسانا په 5 توپونو 3 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ نوون کولېسېکرا په 17 توپونو 18 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
10 ـــ لسېت ملېنګا په 3 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
11 ـــ دوشمنتا چمیرا په 9 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د سریلانکا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــنوون کولېسېکرا 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 20 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ تیسېرا پرېرا 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ تیلاکراتني دلشان 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ سیککوګي پرسانا 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 57 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ دوشمنتا چمیرا 7.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 51 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
د سکاټلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کایل کویټزر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ کالم مکلیوډ په 21 توپونو 11 منډې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ مت مچان په 31 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ پرېسټون مومسېن په 75 توپونو 60 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ فرېډي کولمن په 74 توپونو 70 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ریچي بېرېنګټون په 22 توپونو 29 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ میچیل لیسک په 7 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ متیو کراس په 10 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ روب ټېلر په 6 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ جوش ډېوي په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
11 ـــ الاسدیر ایونز په 5 توپونو یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د سکاټلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ روب ټېلر 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ الاسدیز ایونز 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 72 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ جوش ډېوي 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ریچي بېرېنګټون 6.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ میچیل لیسک 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کایل کویټزر 4.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 39 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ مت مچان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .