
د سه شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) نولسمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له لسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام دري دېرشمه سیالۍ د ایرلینډ او هندوستان ترمنځ د نوي زیلاند په همېلټون نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه ایرلینډي لوبډله مشر ویلیام پورتر فیلډ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
ایرلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 49 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 259 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 260 منډو هدف ورکړ .
هندي کرکېټ ملي لوبډلې د 36.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او ایرلینډي لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 77 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د هندي لوبډلې له لوري شیکر دوان ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 85 توپونو خپله سلیزه برابره کړه ، چې 11 څلوریزې ، 5 شپږیزې یې تر لاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ایرلینډ او هندوستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ایرلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویلیام پورتر فیلډ په 93 توپونو 67 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پول سټیر لېنګ په 41 توپونو 42 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اي ډي جایس په 9 توپونو 2 منډې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ نیلوبرین په 75 توپونو 75 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اندي بالبېرني په 24 توپونو 24 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ګېري وېلسن په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سټوارټ ټامپسن په 2 توپونو 2 منډې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد.
8 ـــ جان موني په 16 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
9 ـــ جیورج ډاکریل په 12 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ الېکس کوسک په 13 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
11 ـــ کېوینوبرین په 2 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د ایرلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جان موني 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 44 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ الېکس کوسک 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ سټوارټ ټامپسن 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ جیورج ډاکریل 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 44 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پول سټیرلېنګ 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کېوینو برین 6.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د هندوستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روهیت شرما په 66 توپونو 64 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 85 توپونو 100 منډې جوړې کړې ، 11 څلوریزې 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ویرات کوهلي په 42 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ اجینکا ریحاني په 28 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې یې ترسره کړې .
د هندوستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ محمد شمي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 41 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اشوین 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ سورېش رینا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ روهیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .