بنګلدېش انګلینډ ته ماتې ورکړه / د نړیوال جام دوه دېرشمه سیالۍ

 
   د دوشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) اتلسمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له نهمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام   دوه دېرشمه سیالۍ د بنګلدېش او انګلینډ ترمنځ د اسټرالیا د اډیلیډ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه بنګلدېشي لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  بنګلدېشۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 275 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 276 منډو هدف ورکړ .
  انګلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 48.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 260 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو پاتې راغله ، د 3 وېکټو ، 15 منډو او 9 توپونو په توپیر یې ماتې وخوړه .
  د بنګلدېشۍ کرکېټ لوبډلې له لوري محمد الله ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 138 توپونو 103 منډې جوړې کړې ، چې 7 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
  بنګلدېش د دې لوبې په ګټلو سره د نړیوال جام لوبو دویم پړاو ته یې خپل تګ حتمي کړ.
د بنګلدېش او انګلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د بنګلدېش د توپ وهنې برخه :
1 ـــ تمیم اقبال په 7 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .  
2 ـــ ایمرول کېس په 2 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ صومیا سرکار په 52 توپونو 40 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ محمد الله په 138 توپونو 103 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد.
5 ـــ شکیب الحسن په 6 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ مشفق الرحیم په 77 توپونو 89 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ صابر رحمان په 12 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ مشرف مرتضی په 4 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
9 ـــ عرفات سني په 3 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې ترسره کړې .
د بنګلدېش د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مشرف مرتضی 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ روبیل حسین 9.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ــــ عرفات سني 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ شکیب الحسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 41 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ تسکین احمد 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 59 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ صابر رحمان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 13 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د انګلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ معین علي په 21 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد .
2 ـــ این بېل په 82 توپونو 63 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ الېکس هېلز په 34 توپونو 27 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ جیروټ په 47 توپونو 29 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ این مورګن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ جېمز ټېلر په 4 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جوس بټلر په 52 توپونو 65 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ چرېس اوکیس په 40 توپونو 42 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې .
9 ـــ چریس جوردن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ سټوارټ بروډ په 6 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
11 ـــ جېمز اندرسن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د انګلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جېمز اندرسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ سټوارټ بروډ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 52 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ چریس جوردن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 59 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ چریس اوکیس 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 64 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ معین علي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 44 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جیروټ یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 6 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .