
په دي ورستیو کي دبشرحقونو دڅارډلي یو راپورنشر کړچي دلوي پاسوال جنرال عبدلرازق په ګډون یوشمیر کسان په کښي دقاتلانو په نوم نوموول سوي وو
که څه هم په دي لیکنه کي شاید څه مبالغه هم رانه وسي خو هغه کسان چي له خپل ولس او خپل هیواد سره زړه خوري شپه او ورځ دخپلو هیوادنېوګټوڅخه ساتنه کوي دسیمي دشیطاني استخبارتي کړیو لخوا څخه په یو اوبل نوم باندي په بیلابیلو جنایتکارو نومونو نومول کیږي چي یوله هغو څخه په سهیل کي جنرال عبدالرازق دي
لیري نده چي دده په ملاتړبه ټول سهیل زون راپاڅي خو باید زموږدولت دبشرحقونو ترنامه لاندي پردیو استخباراتي کړیو ته اجازه ورنکړي ترڅو زموږ خلکو ته ژمن خدمت کاران اودپښتنو میړني په سپکونومونو یادکړي
موږ ټول په دي باندي پوهیږو چي جنرال رازق هغه کس دي چي دپاکستان په وړاندي ډيرسخت دریځه دي نو هغوې هم خپل دښمن هیڅکله نه پریږدي چي پرکراره سي تراوسه پوري پریاد جنرال ډيرشمیر ځانمرګه بریدونه ماینونه او جګړې سوي خو دلوي خداي په مهرباني نوموړي روغ رمټ ترینه وتلي دي
دجنرال عبدالرازق هیوادنۍ مینه
په دي حکومت او دولت کي به ډیرکم داسي خلک وي چي له غلاشوکو،بدکارۍ ،..............او نورو کړنو څخه به يې وګړي نه وي خبراوترینه په تنګ سوي به نه وي
خو ترټولو لویه خبره داده چي جنرال عبدالرازق تراوسه هم دخپل ملت وینو ته زړه ندي ښه کړي او کله يې هم دخپلي مقدسي دندي څخه ناوړه استفاده نده کړي که څه زه ترینه ډیرلیري اوسیږم خو دنوموړي کړني ښه يې چي یوازي او یوازي يې دافغانستان بیوزله وګړي زورو وي او خپلي دې دندي ته لاهم دوام ورکوي
جنرال عبدالرازق که له دې دندې څخه لاړهم سي دومره شته لري چي په امریکا جرمني او نوربهرنیو مډرنو هیوادنو کي ورباندي ښه ژوند وکړي خو داچي نوموړي په ډیرو سختو حالاتو کي خپلي دندي ته حاضر دي مالومیږي چي دايې پرخپلو وګړو او هیواد لورینه ده
درازق خان ترټولو ښه عادت دادې چی دجګړې ډګر ته له خپلو سرتیرو سره یوځاي ځي او هیڅکله هم دانه وايې چي زه لوي پاسوال یم اوزما باید لږ څه ترنورو فرق وسي
نوموړي ډيرخاکساره اوپه عادي لحجه مینه ناک کس دي او هیڅ کله ځان ترنورو غوره اوزړور نه ښه يي ددندي پروخت دیوسرتیري په شان خپله دنده ترسره کوي
دڅارکمیسونه زموږ په هیواد کي دومره لوي جنایتونه سوي چي په ترڅ کي يې ژوندي انسانان ښخ سوي ژوندي انسانانو نه دبدن غړي پري سوي تراوسه هم هغه کسان په ډلو ډلو ګرځي خداي ج ته پرسجده کسانو باندي برید ترسره سوي او دخداي په کورکي په ډیره بي رحمانه ډول زموږ ماشومان اوسپین ږیري شهیدان سوي دڅارکمیسونه په زرهاوو انسان لاهم ژوندي تري تم دي دژوند برخلیک يې ندي مالوم او لاهم دالړۍ روانه ده ایا داجنایت ندي ایا دانسان وژنه نده ایا دا وحشت ندي او که تاسو دبشرحقونو ترنامه لاندي دبهرنیو استخباراتو ترسیورې لاندي یو بل رنګه جګړه پیل کړي او دهغه هېوادونو دموخو لپاره کارکوي چي ریښتني افغانان ژوندي نه پریږدي ځکه ریښتیني افغانان ددوې دشومو اهدافو مخه نیسي اونه يې پریږدي چي ددوې داشیطاني کړني زموږ دهیواد والو ژوند واخلي
جنرال عبدالرازق او ورسره اسدالله خالد په دې خاطر چي هیواد ته يې هم مینه او هم وینه ورکړه خاینان سول رازق هیڅکله، دیو میلیون ډالرو په بدل کي دآی اس آي په خوله ددالې بند نه ورانووي جنرال عبدالرازًق دڅومیلیونو پاکستاني کالدارو په بدل کي خپله مدرسه چي په هغه کي زموږ ماشومان اسلام افغانیت انسانیت زده کوي نه ورانووي رازق په خپل څنګ کي پاکستانیانو ته دا اجازه نه ورکوي ترڅو دوي زموږ بیوزله افغانان په شهادت ورسوي
نو هرګزجنرال رازقه ته ددوې داغوښتني نه منې نو بیابه تردې هم په بدونومونو یاد سي خو که چيري په لوستلي ډول ته په بد نوم یاد سي خو زموږ په زړونو کي دهینداري په شان روښانه يي او هیڅ کله به هم ددوي داشیطاني کړني خپلې موخي ته ونه رسیږي اوتل به ریښتینی بریالې وې زما له انده اوس به دوي پرنورو لارو چارو کار کوي ترڅو دملي وحدت په دې نوي اړو دوړ کي رازق بدمعرفي کړي خو زه دوي ته ډاډ ورکوم چي رازق به تردې نورهم سترسي خوپاتي به نسي ځکه نوموړي جنرال دخپل ولس په زړه کي کور جوړکړي او دزړه کور هیڅکله بې ژوند اخیستلو نه نړیږي خو تاسو بیغمه اوسي هیڅ کله به هم تاسو ټول سهیل ونه وژني
پردې برسیره چی جنرال رازق ته بهرني ګواښونه موجود دي په کوردننه کي هم په فساد ککړ چارواکي دهغه کړیوسره مرسته کوي چي رازق ته زیان ورسوي خو کله چی الله ته تسلیم سوم نوشوني ده چي پرټولو انساني دسیسو باندي به لاس بری یم
دبشردحقونو دڅارډلي یاد راپورپرحقیت ندي ولاړ بلکي په دي راپورکي ټولو افغاني ګټو ته طوطیعه جوړه سوي او له دې نه مالومیږي چي زموږدبشري حقوقو په برخه کي لاهم استخبارات ځاي پرځاي سوي اوزموږ ملي ګټي اوپه ټوله کي ټول افغان ولس ته زیان رسوونکی فعالیتونه ترسره کوي چي داموږ ته دمنلو وړندي او موږ به هم ورسره له بیلابیلو لارو مبارزه وکړو دوي دي بې غمه سي
اوس هرڅه مالوم دي چي څوک څو ک دي او څو ک څوک خونور ترډیره بریده افغانستان په تیره پښتانه ویښ سوي او نه پرېږدي چی خپلي ګټي زیانمني کړي
هیچا به اجازه ورنکړي چي خاوره يې بده استعمال کړي ،میړني ،يي سپک کړي اونور................
په درنښت
عبدالقیوم عاجز---زابل