د کينې غبار

ځم چې جوړه يې کړم بيا د زړه هينداره
رانــه مـــاتــه د يــو چـــا د زړه هينــداره
 
کوم تصوير پکې د يار تبه اخيستې؟
نن مې بيا ده په درزا د زړه هيــنداره
 
کــه دې شپې رڼا کــوې راسره مـــل شه
اوس مې ښه کاندې رڼا د زړه هينداره
 
دا سړى مــنم ډير ښکلى له څيرې نه
خـــو يې ډکــه لــه ريا د زړه هـــينداره
 
د لفظونو پس منظرمې لوند په اوښکو
ما مينځلــــې په ژړا د  زړه هيـــــــنداره
 
د کينې غـــبار رالوتـــــى دې جــــلانــه!
ترينــــه وساته صفـــا د زړه هيــــنداره
 
 
 
١ چنګاښ ١٣٨٨
سيدجيلاني جلان. کابل نوا راډيو