ولسمشر غني باید په بهرني سیاست کې د حامد کرزي په پله لاړ شي

دیارلس کاله وړاندې ښاغلی حامد کرزی په داسې حال کې د افغانستان ولسمشر شو چې افغانستان په یوه کنډواله بدل و. له یوې خوا داخلي ستونزې وې چې له امله یې مرکزي حکومت خورا کمزوری و، او له بل پلوه ګاونډیو او ځواکمنو هېوادو د خپلو شخصي ګټو په موخه افغانانو ته اجازه نه ورکوله چې یو پیاوړی مرکزي دولت ولري. کله چې ښاغلی کرزی د افغانستان ولسمشر شو، تر ډېره په سیاست کې نوی و. لومړي کلونه یې یو څه له ستونزو ډک وو، خو ښه خبره دا وه چې ناټو هېوادونه افغانستان ته نوي راغلي وو چې له کبله یې ګاونډیو هېوادو ته د لاسوهنې زمینه برابره نه وه.
کله چې ناټو هېوادونو خپلې موخې څرګندې کړې او دا یې واضح کړه چې دوی د افغانستان لپاره نه، بلکې د خپلو نورو شومو موخو لپاره افغانستان ته راغلي، ورسره سم کرزی هم په سیاست کې ورو ورو پوخوالي ته ورسېد. د ښاغلي کرزي له لومړۍ دورې راپدیخوا ګاونډیو هېوادو هم د لاسوهنې هڅې پیل کړې. خو دا وخت کرزی په سیاست کې یوه پېژندل شوې څېره وه. که ګاونډي هېوادونه تر یوه بریده په خپله موخه کې بریالي وو خو تر ډېره ناکام وو. له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا کرزی په نړیواله کچه د یوه پیاوړي سیاستوال په توګه مطرح شو. د افغانستان په دننه کې هم ټولو خلکو همدا ویل چې کرزی په کورني سیاست کې پاتې راغلی خو په بهرني سیاست کې خورا پیاوړی دی. که وړه بېلګه یې راواخلو؛ ښاغلي کرزي د پاکستان او هندوستان تر منځ یو ډېر منځګړی سیاست ولوبولو. کله به چې پاکستان خپلې شومې موخې زیاتې کړې، کرزي به هندوستان ته یو کوچنی یو ورځنی سفر وکړ. څو به چې بېرته راتلو حالت به په بشپړه توګه جوړ و، او کله به چې هندوستان خپلې لاسوهنې زیاتې کړې، کرزي به پاکستان ته یو لنډ سفر وکړ.
اوس ولسمشر اشرف غني ته هم پکار ده چې ورته لوبه وکړي. تر دې دمه ښاغلي غني یواځې یو اړخ پاللی، چې پایلې یې ډېرې خطرناکې ثابتې شوې دي. له یوه پلوه د پاکستان تمې له حده اوښتې او له بل پلوه د هندوستان او افغانستان تر منځ د همکاريو چاپېریال خورا تت شوی. که د پاکستان تمو او هیلو ته اشاره وکړو؛ پاکستان له ولسمشر غني د سولې د راوستلو په بدل کې د ډیورنډ کرښه غواړي چې ولسمشر غني تر ډېره بریده په نرمه غاړه ورسره تللی، خو دا عمل هېڅ افغان ته د منلو نه دی. د پاکستان پخواني ولسمشر وویل چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ جګړه دوی په لاره اچولې وه او اصلي موخه یې د هند لاسوهنې وې، ده ویلي چې هندوستان په افغانستان کې ډېرې لاسوهنې کولې او د پاکستان پر ضد یې کارولو نو ځکه موږ دا کار وکړ، چې دې خبرې د افغانستان حیثیت ته ډېره ضربه ورسوله. همدارنګه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان د سولې په خبرو کې باید حقاني شبکې ته هم برخه ورکړي. په داسې حال کې چې هغه یوه بشپړه پاکستانۍ ترهګریزه ډله ده. یعنې دغه کار به د افغانستان په حکومت کې د پاکستان مستقیم ګډون وي. له دې ور هاخوا پاکستان هیله لري چې د افغانستان بهرنی سیاست په خپل لاس کې واخلي چې دغه خبره د طالبانو په وخت کې هم مطرح شوې وه. لنډه دا چې پاکستان افغانستان ته په ډېره سپکه سترګه ګوري، او دوی فکر کوي چې د افغانستان اوسنی حکومت، یعنې هېڅ!
له بل پلوه د پاکستان زیاتو لاسوهنو د هندوستان غوصه هم راپارولې. د هندوستان لومړي وزیر تېره ورځ په ډېرې توندۍ وویل چې افغانستان اوس هم د ترهګرو ځای دی او باید چې ناټو هېوادونه خپل ځواکونه زر ونه باسي. که لنډ تاریخ ته وګورو، هندوستان په تېرو دیارلسو کلو کې له افغانستان سره په هره برخه کې ډېرې مرستې وکړې. که موږ هر څه هېر کړو ښایي د افغانستان د راتلونکې لپاره به یوه لویه ستونزه وي.
لنډه دا چې اوسنی حالت  د افغانستان لپاره یو ډېر دردونکی حالت دی. که افغان دولت په همدې ډول مخ په وړاندې لاړ شي، نه یواځې دا چې د افغانستان اوسنی حکومت به ړنګ شي، بلکه د افغانستان د له منځه تلو او ویجاړېدو خطر هم موجود دی. ځکه پاکستان به ورو ورو د افغانستان واګې په خپل لاس کې واخلي، د هندوستان پر ضد به یې وکاروي او ډېر زر به ښکته خوا ته ولاړ شو.
د دې ستونزو د حل لاره دا ده چې ولسمشر اشرف غني په بشپړه توګه د ښاغلي کرزي په پله پل کېږدي. ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینو په پیل کې ویلي وو چې د بهرني سیاست لپاره د ښاغلي کرزي په مشرۍ یوه کمېټه جوړوي ، خو تر اوسه هېڅ داسې څه نه تر سترګو کېږي. که ښاغلی غني غواړې چې اوسنی حکومت یې بقا وکړي، او د ده نوم د تاریخ په زرینو کرښو ولیکل شي، هېڅکله دې له یوه ګاونډي سره په اړیکو بسنه نه کوي. ځکه افغانستان تر اوسه ډېر وروسته پاتې دی، او په آسانۍ سره به د کنډو کپر شي.