
افغانستان د نړۍ یو له هغې وروسته پاتې هېوادو څخه دی چې وګړي یې تر اوسه هم ویښ شوي نه دي او لا یې د خپل پرمختګ په هکله ژور فکر نه دی کړی. د چین په هېواد کې د تریاکو له جګړې وروسته خلک راویښ شول، ټولو کار پیل کړ، شپه ورځ یې په ځان یوه کړه او وپوهېدل چې نور نه د ځمکې لاندې ښامار شته چې باید د رېل پټلۍ پرې تېره نه کړو او نه هم د بې ځایه بتانو د عبادت اړتیا. همدارنګه کله چې جاپان له افغانستان سره یو ځای په ۱۹۱۹ مېلادي کې له افغانستان سره یو ځای آزادي واخیسته پوره راویښ شول خو په هوښ نه شول. مګر کله چې په دویم نړیوال جنګ کې په هېروشیما اټومي بم استعمال شو. سر ته یې هوښ ورغئ، او ورته څرګنده شوه چې د تر سراوي لپاره اوس هم ډېر څه پاتې دي. همدې ته ورته ټول هېوادونه له خپلو ماتو پوره زده کړه کوي او تل هغه خبره کره کوي چې وایي؛ ماتې د بریالیتوب لوی لامل دی.
خو افغانستان ډېرې داسې ستونزې او ناخوالې لیدلې چې تر اوسه یې له یوې هم هېڅ نه دي زده کړي او تل یې دا خبره ثابته کړې چې؛ ماتې د نورو ماتو پیلامه ده. افغانستان دوه ځله له انګرېزانو سره وجنګېدو، یو ځل د نړۍ د لومړي نمبر ځواکمن پخواني شوروي پوځ سره ولوبېدو، چې په خپلو مټو او د بهرنیانو په مرستو یې بریا خپله کړه. له دې دریو لویو ناخوالو یې هېڅ زده نه کړل او په خپلو منځو کې یې په اخ او ډب پیل وکړ. د مجاهدینو دوره، د طالبانو، شمال ټلوالې او دستمیانو جګړې.... له دې وروسته داسې وخت راورسېد چې نور خلک له جګړو او ماتو بېخي ستړي شوي وو. د ښاغلي حامد کرزي په راتګ سره ټولو فکر کولو چې نوی ژوند به له نویو هیلو سره یو ځای پیلوي.
خو د کرزي په دوره کې د څو ډالرو په لیدو سره یې هر څه هېر شول، او یو ځل بیا همغې درانه خوب ته ولاړل چې د ټولو افغانانو د وینو په لګښت تمامېږي. دا ځل جګړو او بربادیو یو څه بل ډول رنګ ونیولو. په دې دوره کې د ارګ لپاره مستقیمې جګړې نه کېدلې ځکه هغې ته یې قانوني لارې جوړولې. په دې دوره کې یې خورا پټې خو ډېرې خطرناکې جګړې پیل کړې. د دوی ټولو دا هېر شوي وو چې جګړې د خپلو ځانو د ورکولو بنسټیز لامل دی. افغان داړه مارانو د خپلو ګټو له کبله بې وزله افغانان د وژنو خولې ته وتړل. چا ځانمرګي وروزل، چا نړیوال مجرمین او غله له ځان سره وساتل او ځینو یې بازاري لوچکان په ځان پسې سرېښ کړل. همدې داړه مارو مشرانو یو ځل بیا افغانان پرې نه ښودل چې بنسټیز بدلون راولي. د دوی هغه لومړۍ ټولې هیلې یې له اوبو سره لاهو کړې. ښاغلی حامد کرزی د پورتنیو داړه مارانو تر اغیزې لاندې راغئ. د دوی ویل د کرزي منل وو. دوی به چې هر څه ویل ښاغلي کرزي به منل. د دوی په نامه یې ورځې ونومولې، په لسګونو رخصتۍ یې ورته ځانګړې کړې. هره ورځ به یې په لویه خیمه کې غونډې ورته جوړولې او په ملیونو افغانۍ به یې ورته لګولې. کرزی ښه پوهېدلو چې همدغه انډوخر مو د بدبختۍ لامل دی، او په نړۍکې د وروسته پاتې کېدو بنسټیز آر مو همدا دی. خو څه یې کړي وی؟ ده په لومړي ځل داسې تېروتنه کړې ده چې هېڅ د جبرانېدو وړ نه ده. ده د بن په کنفرانس کې د نه ګډون له کبله د افغانستان د رهبرۍ پړی د همدې ټوپکسالارو په لاس ورکړ او کرزی یې د یوې انتقالېدونکې مهرې په توګه له ځان سره واخیست. کرزی مجبور وو چې هر څه ومني ځکه له لومړیو همداسې ورته ویل شوي وو.
که له کرزي راتېر شو، د افغانستان نوي مشر ته د هیلو سترګې په رانجو تورې شوې. ټولو فکر کولو چې افغانستان به نور د پرمختګ په لور مزل پیل کړي. د خلکو فکر له خبرو څخه عمل ته اوښتی و. هېوادوالو فکر کولو چې ولسمشر اشرف غني په اقتصاد کې مخینه لري، نو ښایي وخت ورته ډېر ارزښت ولري، او پرې نه ږدي چې د هېوادوالو یوه شېبه دې ضایع شي.
خو تر اوسه کړنې د ټولو هیلو سرچپه دي. نوی ولسمشر هم د پخواني ولسمشر په شان د همدې ډلو تر اغیزې لاندې تللی، او همدا اغیزې به د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لپاره د خطر بل زنګ وي.
د پرون ورځې لمانځغونډې افغانستان ته په ملیونو څه، په ملیاردو تاوان ور واړولو. په زرګونو افغانان خپلو کاري سیمو ته په وخت ونه رسېدل. د هېوادوالو ټوله ورځ په لاره تېره شوه، ناروغانو مو په لارو سا ورکړه، میندو مو په موټرو کې اولادونه وزیږول او سل داسې نورې کیسې وشوې. که د دې هر وګړي د یوې ورځې کاري پایله پرتله کړو، نو له شک پرته افغانستان پرون ورځ په ملیاردو تاوان وکړ. افغان ولسمشر ته پکار وه چې د شمال ټلوالې له مشرانو سره یې خبرې کړې وی، او ورته ویلي یې وی چې که ستاسو مارشال په رښتیا هم نېک شخصیت و، هغې دا نه غوښتل چې افغانستان دې په ملیاردو تاوان وکړي، نو پرېږدئ چې دا ورځ په پټه چېرته ولمانځو.
د پای خبرې ته راځم، که افغان ولسمشر د دا ډول لمانځغونډو مخه ونه نیسي، افغانستان به د همده له لاسه په لسګونو نور کلونه هم د وروسته پاتې او ویدو ملتونو په نوملړ کې لومړی مقام له ځان سره ولري!