دکوثر چينه


خوشبويي ځکه خوره وزر، وزرده
چې شانه ګډه دزلفــــو په لښکـــر ده
اوښکه نه ده ، تلوسه ستا دليدو ده
دبڼــــو شپول ته سرتوره رابهــــــر ده
ساقي ! راشه سر دلاندې يې ګوزار کړه
توبــــــه هسې هـــــم ولاړه پرکمـــــــر ده
جوړ دوخت دمرهټيانو قضـــــا راغــله
ابدالــــي بيا فولادي خولۍ پر سره ده
ستا دښکلــــو ستمـــونو بــــرکت دی
لاله زار مې سپېره دښـــته دځيګــــــرده
کړې تعبير يې لويه خدايه ! جام دشونډو
سېف چيــــنه په خوب ليـــدلې دکوثرده