نن د مارچ اتمه په کابل کې د کتاب ښار او ګویته انستیتوت په ګډه هڅه و لمانځل شوه

 
د مارچ اتمه د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د نېږدې ټولو دولتي او غیر دولتي بنسټونو له خوا لمانځل کېږي. نن هم په همدې مناسبت په کابل کې ګڼ محفلونه نیول شوي وو. د ښځو د نړۍوالې ورځې لمانځنه به لا هم د ځینو بنسټونو له خوا په راتلونکو څو ورځو کې دوام و مومي.
په کتاب ښار کې جوړه شوې غونډه په دې لړ کې یو څه ځانګړې وه. د ویناوو برخه ډېره مختصره وه چې د پام وړ شېبې یې د فلمي لوبغاړې یاسمین یارمل له خوا د یوې سینمایي هنرمندې د عادي ژوند د یوې عادي صحنې یادول او د خوږغږې سندرغاړې له خوا د ژورنالیستې او مدني فعالې جمیلې مجاهد د څو شعرونو لوستل او زمزمه کول وو.
ورپسې د «ما ستاره ها» تر سرلیک لاندې یو مستند فلم چې په افغانستان کې د ښځینه فلمي لوبغاړو او ممثلانو د ژوند ستونزې انځوروي وښودل شو.
په همدې مناسبت د شاوخوا شلو ښځینه لیکوالو اثار چې له شعر او داستانه نیولې تر طب، حقوقو او ژورنالیزم په ډګر کې د افغانې ښځې ونډه څرګندوي پر یوه مېز راټول شوي وو چې دا کار په هېواد کې د لومړي ځل له پاره شوی و.
د څو تنو ښځینه نقاشانو د هنري اثارو نندارتون هم د حاضرینو له خوا استقبال شو.