
د یکشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) لسمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د مارچ له لومړۍ نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام یوویشتمه سیالۍ د انګلینډ او سریلانکا ترمنځ د نوی زیلاند په ویلېنګټون نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه انګلینډي لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
انګلینډي کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره 309 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 310 منډو هدف ورکړ .
سریلانکایي کرکېټ ملي لوبډلې د 47.2 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او انګلینډي لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 22 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د سریلانکایي لوبډلې له لوري لهیرو تیرماني ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 143 توپونو 139 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 13 څلوریزې ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د انګلینډ او سریلانکا د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د انګلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ معین علي په 26 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ این بېل په 54 توپونو 49 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ ګېري بیلانس په 14 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ جیروټ په 108 توپونو 121 منډې جوړې کړې ، 14 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
5 ـــ این مورګن په 47 توپونو 27 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ جېمس ټېلر په 26 توپونو 25 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جوس بټلر په 19 توپونو 39 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
8 ـــ چریس اوکیس په 8 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د انګلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جېمز اندرسن 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ سټوارټ بروډ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 67 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ چریس اوکیس 9.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 72 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ سټېفن فاین 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 54 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ معین علي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 50 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جیروټ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 12 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سریلانکا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لهیرو تیرماني په 143 توپونو 139 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 13 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
2 ـــ تیلاکراتني دلشان په 55 توپونو 44 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کمارا سنګکارا په 86 توپونو 117 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 11 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
د سریلانکا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ 7.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 71 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ انجیلو مټویز 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ تیلاکراتني دلشان 8.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ رنګانا هېرت 5.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ تیسېرا پرېرا 8.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 55 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .