
د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) نهمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له اته ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام شلمه سیالۍ د اماراتو او هندوستان ترمنځ د اسټرالیا په پېرت نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د اماراتو لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د اماراتو کرکېټ ملي لوبډلې د 31.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره 102 منډې جوړې کړې او هندي لوبډلې ته یې د 103 منډو هدف ورکړ .
هندوستاني کرکېټ ملي لوبډلې د 18.5 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د اماراتو کرکېټ لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 187 توپونو په توپیر ستره او تاریخي ماتې ورکړه .
هندوستان له نوی زیلاند څخه وروسته دویم هېواد دی ، چې تر دې دمه یې په نړیوال جام کې ټولې لوبې ګټلې دي .
د هندي لوبډلې له لوري روهیت شرما ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 55 توپونو 57 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 10 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د اماراتو او هندوستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ امجد علي په 12 توپونو 4 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ اندري بېرېنګر په 9 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کرشنا چندران په 27 توپونو 4 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ خرم خان په 28 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سواپنیل پټیل په 19 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ شیمان انور په 49 توپونو 35 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ روحن مصطفی په 12 توپونو 2 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
8 ـــ امجد جاوېد په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ محمد نوید په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
10 ـــ محمد توقیر په 5 توپونو یوه منډه ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
11 ـــ منجولا ګوروګي په 16 توپونو 10 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې تر سره کړه .
د اماراتو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد نوید 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ منجولا ګوروګي 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 19 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ امجد جاوېد 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 12 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ کرشنا چندران 3 اورونه توپ اچونه ترسره ، 17 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ محمد توقیر 2.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د هندوستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روهیت شرما په 55 توپونو 27 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
2 ـــ شیکر دوان په 17 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ویرات کوهلي په 41 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 5 څلوریزې یې ترسره کړې .
د هندوستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ بونېشور کمار 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اومېش یادوف 6.3 اورونه توپ اچونه یې ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ اشوین 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ موهیت شرما 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ رویندرا جدېجا 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .