نوی زیلاند اسټرالیا ته ماتې ورکړه / د نړیوال جام نولسمه سیالۍ

 
    د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز  کال د کب (حوت) نهمه ، چې د 2015 زېږدیزکال د فبروري له اته ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام نولسمه سیالۍ د نوی زیلاند او اسټرالیا ترمنځ د نوی زیلاند په اوکلنډ نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
   د لوبې پچه اسټرالیایي لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  اسټرالیایي کرکېټ لوبډلې د 32.2 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 151 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 152 منډو هدف ورکړ .
  نوی زیلاندي کرکېټ ملي لوبډلې د 23.1 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه او اسټرالیایي لوبډلې ته یې د یوې وېکټې او 161 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
نوی زیلاند هغه هېواد دی ، چې تر دې دمه یې 4 لوبې ترسره کړي ، ټولې یې ګټلې دي او د نړیوال جام په لوبډلو کې لومړی ځای لري .
   د نوی زیلاندي لوبډلې له لوري برېنډان میکالم ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 24 توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه، چې 7 څلوریزې ،3 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د اسټرالیا او نوی زیلاند د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اسټرالیا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ارون فېنچ په 7 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ  ډیویډ وارنر په 42 توپونو 34 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ شېن واټسن په 30 توپونو 23 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مېچیل کلرک په 18 توپونو 12 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سټېفن سمېت په 11 توپونو 4 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ګلین مکسویل په 3 توپونو ، یوه منډه ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ مېچیل مارش په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ براډ هېډین په 41 توپونو 43 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ مېچیل جانسن په 7 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ مېچیل سټرک په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 ـــ پت کومنیز په 30 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
 
د اسټرالیا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مېچیل جانسن 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 68 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ مېچیل سټرک 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 28 منډې یې ورکړې او 6 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ پت کومنیز 6.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ مېچیل مارش  یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 11 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ ګلین مکسویل ، یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 7 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د نوی زیلاند د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مارتین ګوپټیل په 14 توپونو 11 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 24 توپونو 50 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کېن ویلیامسن په 42 توپونو 45 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ روز ټېلر په 2 توپونو یوه منډه ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ګرانټ ایلیوټ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ کوري اندرسن په 42 توپونو 26 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ــــ لک رونچي په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ  شو .
8 ـــ دانیل ویټوري په 3 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ آدم میلن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ ټایم سوتي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د نوی زیلاند د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټایم سوتي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 65 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ترېنت بولټ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او 5 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ دانیل ویتوري 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 41 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ آدم میلن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 6 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کوري اندرسن 2 توپونه ، توپ اچونه ترسره کړه ، 6 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .