غزل


داغ مې په زړګي يې دانجـــم غوندې
اوسې مې په سترګو کې دنم غــوندې
کــــــړي مې ياري دغنمـــــرنګــــــــــو ده
زړه چې مې چــــــــاودلی دغنم غوندې
خدايږو زه به شونډې دګل ښکل کړمه
شپې چې شوګيرې کړم دشبنم غوندې
داخو هېـــڅ دستـــــــور دپښتنو نه دی
تېر مو چې په چم کې شوې په چم غوندې
کښلي مې دعشق په کتــــاب کرښې دي
ځکـــــــــه په وجود يم دقلــــــــــم غوندې
لاړلـــو اشــــــــنا چې درقيب خـــــــواته
ټک يې په زړه راکـــــــړو دلړم غوندې
ما خو وې مطـــــرب په ستار لاس وهي
تا چې کـــــــړې خبرې زير او بم غوندې
بيـــــا مې پرهــــــرونو خولې سپړلي دي
وکـــړه يو نظـــــر پرې دمرهـــــــم غوندې
څوک چې شي دروېش په پاکه مينه کې
هــــــرڅه به شــــي ده ته دصـــنم غوندې