کاناډا کې يوې قاضي ميرمنې، د يوې حجاب لرونکي مسلمانې عریضه ونه منله

 
 مونټریال
د کاناډا په مونټریال ښار کی یوې قاضي میرمنې«ایلینا مارنګونی» له خپل مقام څخه په ناوړه ګټه اخیستلو یو منفی حرکت وکړ.د یوې مسلمانې میرمنې عریضه یی خاص د دې لپاره چې هغې میرمنې حجاب اغوستی و نه منله.
 «رانیا العلوک» نومې میرمنې وویل،چې د هغی موټر د حکومت لخوا ضبط شوی و او هغه محکمې ته د خپل موټر د لاس ته راوړلو لپاره تللی وه، نو هغه حیرانه په دې شوه چې کومه قاضي میرمنه هلته وه، هغې خاص د دې لپاره چې رانیا العلوک ټیکری لري او کالی یې د محکمې د تللو لپاره مناسب نه دي، د هغی عریضه ونه منله.
 دغه قاضي ميرمنې  له خپل موقف څخه عجیب او غریب منطق وړاندی کړ او وویل چې په محکمه کې د سن ګلاسز (د لمرعینکو) او خولۍ اغوستلو اجازه نشته،همداسې د حجاب اغوستل هم د محکمې د آدابو خلاف دي او قاضی صاحبی د فیشن وسایل د مذهبياو اخلاقيتوکوو سره يو شان پرتله کړل.