د روسی هیکر په هکله مالومات ورکوونکي ته ۳ ميليونه ډالر انعام ورکول کيږي

 
 امریکا د روسي هیکر په هکله معلومات ورکوونکی ته د ۳۰۳ ميليونه ډالر د انعام ورکولو اعلان وکړ، کوم چې د سایبر مجرمینو د نیولو لپاره تر ټولو لویه جایزه ده.
 «یوګېني بوګاچیو» ته تیر کال امریکا کی د سایبر د جرم سزا ورکړې وه،چې له ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه یی زیاته غلا کړې وه.دی په دې وروستیو کې په روسیه کې لیدل شوی دی چې آزاد ګرځي. د هغه نیول د امریکا لپاره ډیر مشکل کار دی دا ځکه چې روس او امریکا د مجرمینو د تبادلې معاهده نلري.بوګاچېو کوم چې د , لکی ۱۲۳۴۵, یا ,slavik په نوم یی خلک پیژني، پر ده باندې تور دی،چې د ګیم اوور په نوم بریدکونکی نیټ ورک کاروي، کوم چې يو ميليونکمپیوټرونه یی په نښه او خراب کړي دي.هغه خلکو ته د یوه مال ویر یا زيانن ورکوونکی سافټ ویر د ډاونلوډ کولو دوکه ورکړې وه او ترهغه وروسته د هغوی په کمپیوټر کې یی مالیاتي مالومات لټول پیل کول.یویګنی بوګاچېو تیر کال د سازش، وایر، بانک او کمپیوټر کې ۶۰دوکې ورکولو او د پیسو غیر قانوني لیږدولو په تور سزا واورل شوه.
 کله چې ایف بی آی د هغه نیټ ورک رسوا کړ د هغه نوم د ایف بی آی د مجرمینو په لست کې لیکل شوی دی. د«ایف بي آی» د سایبر کرایم ډیویژن مشر جوزف ډیمرسټ ویلي،چې د روس د کورنیو چارو سیکیورټي ایجنسۍ خپله دلچسپی ښودلې او ویلي،چې د سایبر مجریمینو په خلاف به په متحدانه توګه له امریکا سره کار کوي.