
دملي یووالي حکومت دجوړیدو تر شپږو میاشتو کیږی، هغه ژمنې چې ولسمشر له ولس سره کړې وي او په اساس يې ددې خوش باوره ولس رایه خپله او تر ارګ ورسیده، یوه هم تر دې دمه نه ده پوره شوې، د تبلیغاتي کمپاینونو ژمني یو خوا هغه ژمني هم نه دي پوره شوي چې ولسمشر دسلګونو کورنیو او بهرنیو لوړپوړ چارواکو پر وړاندې دخپلې لوړې او وفادارۍ په مراسمو کې دولس سره وکړې، په پنځه څلوېښت ورځوکې به په کارپوه،مسلکي او د وړ کسانو جوړه کابېنه پارلمان ته دباور رايې اخیستلو په موخه ورمعرفي کړم، د ادارې فساد پر وړاندې ټېنګه مبارزه مې دکارونو په لومړیتوبونوکې ځای لري، په فساد تورن او مفسد چارواکې به له دندو ګوښه او دحساب کتاب میز ته به يې را کش کړم،د ارګ او مسجد ترمنځ شته واټن به لمنځه یوسم، نور به په هیڅ اداره کې په یو او بل نوم چارې ونه ځنډول شي،دا اونورې د ولسمشر هغه ژمنې وې چې په لومړیو کې يې هېواد راتلونکي ته ولسونه خوشبین کړي وه، ولې بدبختانه دکابېنې ځنډ، په وزارت خانو کې په یو او بل نوم دچارو ځنډول، مفسد چارواکي په خپلو څوکیو پاتې کیدل، په دولتي ادارو قضا او څارنوالۍ کې مخ په زیاتیدونکي فساد ولسي هیلې او خوشبېنۍ به سیند لاهو او هېواديې دیو بد برخلیک سره مخامخ کړي دی.
ټاکل شوي وزیران او معینان ټول ورځ ددې پرځای چې ورسپارل شوی دروند مسؤلیت سر ته ورسوي په تشریفاتي غونډو او ناستو تېروي،دې کړنې نظام دجوړښت پرځای دبربادۍ سره مخ کړی دی، یو معین چې دنوم اخیستل يې اړین نه بولم وايي دتېرې یوې میاشتې راپدیخو غواړم دخپلو مامورینو سره ووینم، خو دهمدې غونډو،ناستو او دملي وحدت حکومت ۶ مشرانو سره دمعلوماتو او ځینو مسایلو دشریکولو له امله مې وخت نه دی پيدا کړی چې خپل مامورین ووینم ، کله چې یو وزیر او معین دخپل تر لاس لاندې مامورینو لپاره په یوه میاشت کې دلیدلو وخت نه لري نو د ولس خو دې الله مل شي.
ولسمشر غني دولسونو سره ژمنه کړې وه چې ځوانانو ته به دکارزمینه برابروي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې د روابطو په اساس یو څوک په دنده وګماري ،بلکي داهلیت او وړتیا په اساس به ځوانانو ته په بېلابېلو ادارو کې دکار زمینه برابره کړي، ولې تر هغه ځایه چې وینو دا خبره هم په خپل ځای یوازې خبره ده،دا چې په ولایاتو کې دټولو لوړ پوړو چارواکو رئیسانو ، ولسوالانو اونورو مقرریانې له مرکز څخه ترسه کیږي،د وړ تیا او اهلیت ټکی پکې هیڅ په نظر کې نه نیول کیږي، ترډیره لیدل شوي او لیدل کیږي چې ریاستونه ،ولسوالۍ او نور لوړ بستونه هر یو خپل قیمت لري،که دبست وړتیا ونه لرې،خو چې جیب دي غني وي کولی شی چې ځانته دخپلې خوښې دنده (ریاست،ولسوالي...) اونورو په ډیره اسانۍ سره پيدا کړې.
ولسونه له ولسمشره په ټېنګه غوښتنه کوي ،چې ورسره شوي ژمنې دي په عمل کې څرګندې کړي، ادارې فساد چې دهېواد نوم يې دنړۍ په سطحه بد نام کړی ورک کړي،مفسدین دي له دندو لرې او حساب دې ورسره وکړي، په قضا او څارنوالۍ کې دې پراخ اصلاحات راولي او ځونانوته دي د وړتیا او اهلیت په نظر کې نیولو سره په دولتي ادارو کې دکار زمینه برابره کړي.
جاوید افغان