
د پنجشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) اومه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له شپږ ویشتمې نېټې سره برابره وه، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام اولسمه سیالۍ د سریلانک او بنګلدېش ترمنځ د اسټرالیا د مېلبورن په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه سریلانکایي لوبډله مشر (کپټان) انجیلومټویز وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
سریلانکایۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو سره 332 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 333 منډو هدف ورکړ .
بنګلدېشۍ کرکېټ ملي لوبډلې د 47 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 240 منډې جوړې ، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو پاتې راغله ، چې د 9 وېکټو ، 92 منډو او 18 توپونو په توپیر یې له سریلانکا څخه ستره ماتې وخوړه .
د سریلانکایۍ لوبډلې له لوري تیلاکراتني دلشن ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 146 توپونو 161 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سریلانکا او بنګلدېش د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د سریلانکا د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لهیرو تیرماني په 78 توپونو 52 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ تیلاکراتني دلشن په 146 توپونو 161 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 22 څلوریزې یې ترسره کړې .
3 ـــ کمار سنګکارا په 76 توپونو 105 نا سوځېدلې منډې جوړې کړې ، 13 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د سریلانکا د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ سورنجا لکمل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 49 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ انجیلو مټویز 5.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رنګانا هېرت 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ تیسېرا پرېرا 6.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ تیلاکراتني دلشن 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د بنګلدېش د توپ وهنې برخه :
1 ـــ تمیم اقبال په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ انعام الحق په 43 توپونو 29 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ صومیا سرکار په 15 توپونو 25 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مومن الحق په 3 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ محمد الله په 46 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ شکیب الحسن په 59 توپونو 46 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ مشفق الرحیم په 39 توپونو 36 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ صابر رحمان په 62 توپونو 53 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ مشرف مرتضی په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
10 ـــ تسکین احمد په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د بنګلدېش د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مشرف مرتضی 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ روبیل حسین 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 62 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ تسکین احمد 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 82 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ شکیب الحسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ محمد الله 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 49 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ صابر رحمان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .