
د پنجشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) اومه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له شپږ ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام شپاړسمه سیالۍ د افغانستان او سکاټلینډ ترمنځ د د نوی زیلاند د ډونیډین په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه افغان لوبډله مشر محمد نبي عیسی خېل وګټله او سکاټلینډي کرکېټ لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
سکاټلینډي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 210 منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د 211 منډو هدف وټاکه .
افغان کرکېټ ملي لوبډلې د 49.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف تر لاسه او سکاټلینډي لوبډلې ته یې د یوې وېکټې او 3 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخه ډېره پیاوړې وه ، خو د توپ وهنې په برخه کې ، افغان توپ وهونکو خپلې وېکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې ، یوازې سمیع الله شینواری و چې په وشتنځای باندې ډېر ودرېده او د خپلو 96 پر مټ یې افغان لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د یادونې وړده ، چې یاده لوبه توپ اچوونکو وګټله نه توپ وهونکو .
د افغانستان او سکاټلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ جاوید احمدي په 51 توپونو 51 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ نوروز منګل په 13 توپونو 7 منډې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ اصغر ستانکزي په 3 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سمیع الله شینواري په 147 توپونو 96 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې او 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ محمد نبي په 3 توپونو ، یوه منډه ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
6 ـــ افسر ځاځي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 5 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ ګلبدین نایب په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ دولت ځدراڼ په 25 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ حمید حسن په 39 توپونو 15 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
11 ـــ شاپور ځدراڼ په 10 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ شاپور ځدراڼ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ دولت ځدراڼ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 29 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ حمید حسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 32 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ګلبدین نایب 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 محمد نبي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جاوېد احمدي ، یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 8 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سکاټلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کایل کویټزر په 41 توپونو 25 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ کالم مکلیوډ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ همېش ګاردینر په 20 توپونو 5 منډې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ مت مچان په 28 توپونو 31 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ پرېسټون مومسېن په 36 توپونو 23 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ریچي بېرېنګټون په 46 توپونو 25 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ متیو کراس په 26 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ جوش ډېوي په 9 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ مجید حق په 51 توپونو 31 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ الاسدیر اېونز په 37 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
11 ـــ این واردلا په 2 توپونو یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د سکاټلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ این واردلا 9.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ جوش ډېوي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ الاسدیر ایونز 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ مجید حق 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ریچي بېرېنګټون 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 40 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .