اماراتو له ایرلینډ څخه ماتې وخوړه / د نړیوال جام پنځلسمه سیالۍ

  
   د چهار شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) شپږمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له پنځه ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام پنځلسمه سیالۍ د ا ماراتو او ایرلینډ ترمنځ د سویلي اسټرالیا د برېسبېن په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .
   د لوبې پچه ایرلینډي لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
   د اماراتو کرکېټ لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو سره 278 منډې جوړې کړې او ایرلینډي لوبډلې ته یې د 279 منډو هدف ورکړ .
   ایرلینډي کرکېټ لوبډلې د 49.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف تر لاسه او د اماراتو لوبډلې ته یې د 4 توپونو او 2 وېکټو په توپیر ماتې ورکړه .
یادونې وړده ، چې ایرلینډ تر دې دمه دوه لوبې ترسره کړې دي او دواړه یې ګټلې دي .
   د ایرلینډي لوبډلې له لوري اندي بالبېرني ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 69 توپونو 80 منډې جوړې کړې ، 9 څلوریزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د اماراتو او ایرلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د اماراتو د توپ وهنې برخه :
1 ـــ امجد علي په 71 توپونو 45 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ اندري بېرېنګر په 25 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کرشنا چندران په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ خرم خان په 53 توپونو 36 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او      ال بي ډبلیو اوټ شو .
5 ـــ سواپنیل پټیل په 8 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ شیمان انور په 83 توپونو 106 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ روحن مصطفی په 9 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ امجد جاوېد په 35 توپونو 42 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ محمد نوید په 11 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ محمد توقیر په 2 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې ترسره کړې .
د امارتو د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد نوید 9.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 65 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ منجولا ګوروګي 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ امجد جاوېد 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 60 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ محمد توقیر 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ روحن مصطفی 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 45 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کرشنا چندران 5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ایرلینډ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویلیام پورترفیلډ په 64 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ پول سټیرلېنګ په 9 توپونو 3 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اي ډي جایس په 49 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نیلو برین په 24 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او        ال بي ډبلیو اوټ شو .
5 ـــ اندي بالبېرني په 41 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ګېري وېلسن په 69 توپونو 80 منډې جوړې کړې ، 9 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ کېوینو برین په 25 توپونو 50 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ جان موني په 6 توپونو 2 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ الېکس کوسک په 6 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
10 ـــ جیورج ډاکریل په 5 توپونو 7  ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ایرلینډ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جان موني 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 32 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ مکس سورېنسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 60 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ الېکس کوسک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 54 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ پول سټیرلېنګ 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ کېوینوبرین 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ جیورج ډاکریل 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 39 منډې یې ورکړې او یولوبغاړی یې وسوځاوه .