
هره ورځ له چاپي او تصویري رسنیو څخه د اداري فساد په باب ډول ډول مطالب اورو او یا یې لولو، خو د سیاسي فساد په باب هیڅ هم نه اوریدل کیږي پداسې حال کې چې نوموړی فساد په ټولنه کې د ټولو فسادونو مور ده.
سیاسي فساد په ټولنې باندې د یوه او یا څو ګروپونو مونوپول او له سیاسي واک او اختیار څخه د خپلو شخصي، ګروپي ، حذبي او یا هم تنظیمي ګټو لپاره ناوړه ګټه پورته کول او په ټولنه کې حاکمو قوانینو ته درناوۍ نه کول او د هغوی تر پښو لاندې کولو ته وايي.
د سیاسي پسات اهداف:
- د قدرت یا واک ساتل او پراخول.
- په ټولنه کې د رسوخ او شهرت لاس ته راوړل.
- د قدرت او حاکمیت لا پسې ټینګول.
- د شخصي دولت، جایدادونو او دارايي ګانو زیاتول.
- د شخصي، ګروپي ، حذبي او تنظیمي ګټو ساتل.
- د مافیايي او یا سازماني جنایتونو تشویقول.
- د هېواد په درې ګونوقواؤ باندې حاکمیت او د مهموتصمیمونوپه نیولو کې هغوی پخپله ګټه راڅرخول او داسې نور.
سیاسي فساد دوه شکله لري:
لومړی شکل: د دولتي مالونو او دارايي ګانو غصبول یا غلا کول او همدارنګه په خصوصي سکټور کې د پراخو ونډو له آمله د ډېرو پانګو لاس ته راوړل او د دولتي ځمکواو جایدادونو غصب، رشوت، اختلاص، د خصوصي کولو په پروسه کې خورد وبرد، د دولت له بودجې نه د انتخاباتو مالي ملاتړ او همدارنګه نور ډول ډول اقتصادي جرمونه ټول پدې کته ګورې کې راځي. باید ووایم چې د کابلبانک لوټل د دې فساد ژوندې بېلګه ده.
دوهم شکل یې د قدرت او حاکمیت د ساتلو او لا پراخولو لپاره د انتخاباتو له لاري او همدارنګه په تصمیم نیولو باندې د تاثیرلرلو له لارې صورت نیسي چې بېلګې یې په لاندې ډول دي:
- د سیاسي ملاتړ رانیول.
- د آپوزیسیون او یا هم د احزابو د لیډرانو رانیول.
- په پارلمان کې په خپله ګټه د پیسو پذریعه د تصمیمونو رانیول.
- د قضايي او د تفتیشي اورګانونو را نیول.
- په ټاکنو کې درغلي کول او د رایو رانیول.
- د دولتي بودجې او همدارنګه په انتخاباتو کې له قدرت څخه ناوړه استفاده.
- د رسنیو رانیول او داسې نور...
دې فسادونو زمونږ په ټولنه کې ژورې ریښې ځغلولې دي او ؤلسمشر اشرف غني پدې ډېر ښه پوهیږي. پوښتنه داده چې آیا دی به په یوازې ځان وکولی شي چې د دې فساد ریښې له بېخه وباسي؟ له بده مرغه ځواب منفي دی. ؤلسمشر د دې کار لپاره د خلکو د مرستې او همکارې تر څنګ وخت ته هم اړتیا لري. راځئ چې د خپل ؤلسمشر شاته ودریږو او په ټولو مهمو او حیاتي مسلو او تصمیمونو کې د ده ملاتړ وکړو او په تطبیق کې یې فعاله ونډه واخلو. که نه له خطره ډکه راتلونکې راته سترګې په لار ده.
ماخذونه: ویکیپېدیا