زمونږ د ټولنی بی ضمیره انسانان

 
نن زه یوه ډیره دردناکه او ریښتینی کیسه تاسو ته لیکم کوم چی ماته هم ډیر ځورونکی ده او تل له داسی کارونو ځوریږم.
مونږ چی هر ناروا او غیر قانونی سرغړونه چیرته ګورو یا کوم رسنی کی لولو نو دستی ګوتی په کیبورډونو خښی کړو او سل رقمه تبصری پری ولیکو په تیره بیا زمونږ هغه هیوادوال چی ډیر لنډ فکره دی او یا هم د ډاکتر اشرف غنی مخالفین دی وایی چی د اشرف غنی حکومت دی، خبر نه دی دا خیانت کیږی او هغه خیانت کیږی خو زه وایم چی اشرف غنی زما او ستا پرسر خو نشی دریدلای یا کوتک په لاس په هر بی ضمیره انسان ودریږی او په کوتک یی سم کړی؟ کیسه نه اوږدوم ما د خپل یو ملګری څخه دغه ریښتینی او دردوونکی کیسه واوریده چی ترډیره یی زه هم د ځینو شاهد یم.
۱- د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالی کی د نجونو یوه لیسه د ملکه ثریا ترنامه لاندی موجوده ده، دی ښوونځی ته یوه موسسه د زده کوونکو د هر ټولګی لپاره دوه دوه پلاستیکی فرشونه راوړل د دی ښوونځی آمر او معاون په هر ټولګی کی دوه دوه فرشونه واچول او ددی موسسی خارجی هیت ته دا وښودله چی مونږ همدا اوس په ټولګیو کی فرشونه وغوړول خو ډیر د افسوس خبره داده چی هماغه ورځ ددی فرشونو لمړنی او آخرنی ورځ وه نور چا دا فرشونه ونه لیدل چی چیرته شول شاګردان مظلومانان په هماغه ټوټه ټوټه پخوانی فرشونو کینول شول خو بیا هیڅوک ددی فرشونو پوښتنه ونه کړل.
۲- ددی ښوونځی مدیره خپل لور هم مقرره کړیده چی ډیری وخت ښوونځی ته نه راځی او که اوونی کی ۳ ورځی راځی نو بیا ډیر ژر چادری یی د ښوونځی مرستیال له خوا د نورو ښوونکو څخه په پټه ورکول کیږی او کورته یی لیږی یعنی د ښوونځی دروازی پوری دغه چاپلوسه مرستیال چادری خپل تخرګ لاندی ونیسی او بیا هغه معلمه صاحبی ته ورکړی او رخصت یی کړی خو د پوښتنی څوک نشته چی هغه بیچاره او مظلوم ماشومان بی معلمه پاتی شی او درس څخه محروم شی مونږ ته څومره تاوان دی؟، بله داچی ددی ښوونځی مرستیال هم خپل ښځه او لور دواړه ښوونکی مقرر کړیدی او د هغوی هم همدا حال دی.
۳- دی ښوونځی ته چی د دی ولسوالی د معارف مدیریت له لوری کتابونه توزیع شوی وو بیا د دی ښوونځی د مدیری او مرستیال پواسطه خرڅ شوی وی وروسته چی مسله رسوا شو نو د ولسوالی د معارف مدیریت له لوری یو کس په موټرسایکل راغی چی تقریبا ۲۰ ټوکه کتابونه ورسره وو د ښوونځی مرستیال سره غوږ په غوږ شو او څه یی وویل چی وروسته دواړه په شریکه هر ټولګی کی داخلیدل او هغه ۲۰ کتابونه په ماشومانو ویشل او بیا دوی ته ویل چی کتابونه پورته ونیسی او عکسونه یی اخیستل او وروسته کتابونه یی بیرته ټولول او بل ټولګی ته به ننوتل او په همدی ډول ټولو ټولګیو کی همدا کار یی کول ښه ډیر عکسونه یی واخیست او بیا هغه ۲۰ کتابونه یی هم بیرته له ځانه سره ویوړل، چی دی ته وایی بی ضمیره او ډیر پست انسانان.
۴- د معارف ریاست اعلان کړی وو هغه زده کوونکی چی دری کاله ناسوب دی نو تاسو کورنیو ته یی احوال ولیږی چی دوی ښوونځی ته ولیږی او مونږ دوی ته ۱۲۰۰ افغانی هم ورکوو، د ښوونځی مدیره صاحبه ددی پر ځای چی د پیسو مقدار ددوی کورنیو ته ووایی دوی یی راوغوښتل او وی ویل چی څه مرسته هم کیږی نو کله چی دوی راغلل هر یوه ته به ۵۰۰ افغانی ورکول ټول خوشاله وو چی پیسی ورکوی خو کله چی له اصلی مبلغ څخه زده کوونکي خبر شول او د مدیری څخه د خپل حق غوښتونکی شول نومدیره صاحبه په دیر جرات ټولو ته وویل چی دا هم ستاسو برخه نه کیده دا زما زیار او منډه وه چی  دا ۵۰۰ هم تاسو ته ورسیدل.
۵- یوه موسسه دی ښوونځی ته د رنګ لپاره ۷۰،۰۰۰ افغانی ورکړ او دوی ته وویل که تاسو دا پیسی درست استعمال کړی نو راتلونکی به نوری مرستی هم درکړو، خو متاسفانه چی ملکه ثریا لیسه فقط د ټولګیو بهرنی دیوالونه لږلږ رنګ کړل او نوری پیسی لکه د نورو غلاوو په شان په ډیر خوند سره غلا او نوش جان کړل خو کله چی د موسسی هیت بیا راغی او وکتل چی دوی هغه څه نه دی کړی چی دوی غوښتل نو دوی ته نوری پیسی ورنکړل خو ځینی نوری ښوونځی چی په جلال آباد ښار کی دی دوی ته هم دغه پیسی ورکړی شوی هغوی ته هم همداسی ویل شوی وو خو هغوی په هغه ۷۰،۰۰۰ افغانیو د ټولګیو داخل او بیرون او د ښوونځی ډیر نور ځایونه هم رنګ کړی وو د موسسی هیت د لیدنی وخت کی له دوی ډیر خوشاله وو او دوی ته ۱۰۰،۰۰۰ افغانی نوری ورکړی ترڅو نور عمرانی کارونه وکړی او تر ننه پوری دی ښوونځی ته مرستی جاری دی ځکه هغوی ریښتینی او صادقان دی خو د ملکه ثریا ښوونځی امرین غله او بی ضمیره انسانان دی
۶- زما د ملګری لور هم په ملکه ثریا ښوونځی کی دی هغه کیسه کوی چی لور یی هره ورځ چی له ښوونځی څخه راځی وایی زمونږ ښوونکی ډیر وخت له نورو ښوونکو سره خبری کوی او مونږ ته درس نه ورکوی او وایی سره له دی چی ما باندی د خپل ورځنی کارونو بوج هم ډیر زیات دی او د شپی چی کله راځم نو ډیر ستړی او ستومانه هم یم خو بیا هم د خپلو ماشومانو سره ځکه درسونه یی تعقیبوم چی د ورځی په ښوونځی کی ښوونکی (معلمه) صاحبه ټوله ورځ د نورو معلمه صاحبانو سره په خبرو او ساعت تیری تیر کړی وی او ماشومان له درس څخه محرومه شوی وی خو هغو ماشومانو ته ډیر ځوریږم چی هغوی کورنی غړی سواد نه لری په ښوونځی کی هم د درس څخه پاتی شی او کور کی هم د درس لپاره څوک نه وی.
۷- که چیری کوم سیمینار یا ورکشاپ د کومی موسسی له لوری دی ښوونځی ته راشی او بیا د مدیری څخه وغوښتل شی چی د ښوونکو لست راکړی چی سیمینار کی شامل شی نو که سیمینار پیسی او یا هم ډوډی یا نور امتیازات ولری نو مدیره صاحبه د هغو بیچاره او بی خولی استادانو په عوض خپل د کور لور چی عمر یی هم ډیر لږ دی لمړی پکی شاملوی او څو نور بهرنی کسان په دی شرط په دی لست کی شاملوی چی پیسی یی مدیره سره نیمایی کړی.
زمونږ ماشومان زمونږ راتلونکی دی که دوی په ښه ډول وروزل شی نو معلومه ده چی راتلونکی مو روښانه ده خو که داسی ونه وشی مونږ به د کومی ښی او روښانه راتلونکی په تمه واوسو؟
زمونږ هیواد ډیر وران شوی او هیوادوال مو ډیر ځوریدلی دی نو دی هیواد کی دومره کار ته ضرورت دی چی مونږ او تاسو که اضافی کار ونه کړو نو خپل رسمی وخت باید په عبثو تیر نه کړو او د خپل راتلونکی نسل د ښی روزنی لپاره او هیواد ته د ښه چوپړ په خاطر باید ډیر هڅاند واوسو او وخت ضایع نه کړو له یو خوا به مو الله پاک ته غاړه خلاصه وی او بله دا چی خپل ضمیر ته به هم ملامته نه یو خو دلته داسی نه دی، حساب کتاب، مرګ او قبر هر څه د دوی هیردی، نه پوهیږم خدایه چی دا ټولنه به څه وخت اصلاح کیږی؟