د اصلاحاتو په نوم  د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ دټاکنیزوکمېسیونو ویش!

 
د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ  په دویم پړاو  ټاکنو کې چې ډاکتر عبدالله عبدالله   کومه ستره ماتې وخوړه هیڅکله یې هم ددې ډول ماتې   اټکل له ځان سره نه و کړی که څه هم د اصلاحاتو او همګرایي ټیم  او  عبدالله عبدالله ته  نیژدې کسانو دیونس قانوني په شمول ډاکتر عبدالله عبدالله ته  داخبره په غوږ کې کړې  و چې دویم پړاو ته د اشرف غني  سره  دټاکنو په موخه دمیدان ته د داخیلدو څخه ډډه وکړي  او  واک  داشرف  غني سره  په ټاکنو کې  د ترلاسه شوو رایو پراساس وویشي ځکه هغوی په دې پوهیدل چې په لومړي پړاو کې د پښتنو دبې شمېره  نوماندانو دشتون  له امله  دنوماندانو ترمنځ  رایې وویشل شوې او له همدې امله هیڅ نوماند په دې ونه توانیدو چې (۵۰+۱) پوره  کړي  په لومړي پړاو کې د  ډاکتر عبدالله د بریالیتوب  چانس  زیات و چې  دنورو په پرتله زیاتې رایې ترلاسه  کړي ځکه  په لومړي پړاو کې دپښتنو نوماندانو ترمنځ دسیالۍ ډګر هم زیاتره پښتون میشتې سیمې وی او  هریو هڅه کوله چې   دټاکنو په ورځ پر یوبل دقیق نظارت وکړي او  د همدغې سیالۍ  او قومي تربګنیت له امله  شمالي ولایتونه ددغو نوماندانو د زربین څخه   پنا پاتې شول، جمعیت ګوند او د شمال  ګټو ته پرشا او خوا راټول شوو کسانو  د همدغې  خالیګاه څخه دګټې اخیستنې په صورت کې  په پروان، کاپيسا،پنچشیر،بدخشان،بغلان،تخار،کندز،سمنګان،سرپل،بلخ،غور،بادغیس،فراه،بامیان، دایکندي او فاریاب ولایتونو کې  دخپل مشخص نوماند دبریالیتوب لپآره دهیڅ ډول ممکن او ناممکن امکاناتو  څخه دریغ  ونکړه او درایو صندقونو په ډګولو کې اند دمدني ټولنو دڅارو بنسټونو هم دفیفا،ټیفا او نورو ټولنو استازوله دوی سره په شریکه دبوجۍ خوله دنیولو ترڅنګ په صندقونو باندې دتاید مهر ووهلو.
دویم پړاو ټاکنو کې  د ډاکتر عبدالله څخه د غني  دڅه باندې یو میلیون رایو زیاتیدو  او دولسي  خلکو بې کچې ګډون  دیونس قانوني هماغه تشویش په اثبات ورسولو چې پښتانه  که څه هم  په خپلو منځونو کې بې اتفاقه وي خو دنورولپاره اتفاق  ته بیا ملا تړي او بیا ترې میدان  په اسانه وړل  ناشونې خبره ده.
په دویم پړاو کې دیومیلیون څخه دزیاتو رایو  ډيریدل  د اصلاحاتو او همګرايي لپاره دقبول وړ نه و په همدې موخه یې  دموازې حکومت په نوم دجوړیدو  نارې سورې شروع کړی چې د امریکا او نړیوالې ټولنې  په منځګړیتوب سره یې  یو یې د ولسمشراو بل یې د اجرایه ریس په نوم  په غیرقانوني   ډول  د ټاکنو کمېسیون ته دلیکل شوي متن په  ورکولو سره  اعلان کړل.
د ولسمشر او ډاکتر عبدالله ترمنځ دشوي هوکړه لیک  له مخې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې داصلاحاتو  راوستل  هغه څه و چې  عبدالله عبدالله  دخپل راتلوونکي‌ هدف لپاره  ورنژدي کوی او په عامه ذهنیت کې  دا هماغه سوری و چې دا ترې  د ټاکنو پرمهال چیچل شوی  او دجمهوري ریاست ارمان  او هغه تقلب مفکوره چې  نوموړي په ذهن کې درلوده  په نطفه کې خنثی شوې وه   په کمیسیونونو کې  د عبدالله  عبدالله دخوښې  وړ کسان راوستل  په راتلوونکي کې  ددې ویره شته چې  ټاکنیز ملي بنسټونه  دخپل مليتوب او خپلواکۍ چتر د  مشخصو کسانو او ډلو ټپلو په واک کې ورکړي.
د۲۰۱۴ کال  ټاکنیز بحران او کم زوری مدیریت ددې ایجاب کوي نوموړې ټوله پروسه د ملي لید لوري   له نظره  تر اصلاحاتو لاندې راشي خو ایا دا  اصلاحات یوازې دکسانو په تبدیل او تعویض باندې خلاصه کیږي؟ او که  اصلاحات د سیستم څخه نیولی تر افرادو، په ټاکنو کې دښکیلو خواوو امنیتي ارګانونو، زور واکانو،محلي  ملیشو،محلي  چارواکو، والیانو، امنیې قوماندانانو، ولسوالانو او دنوماندانو ترمنځ د غیر قانوني رقابتونو  او هراړخیز څیړنو په چوکاټ کې  رامنځته کیدای شي؟
په ټاکنیزو کمېسیونو کې داصلاحاتو په نوم  پيل شوی  هڅې نه یوازې د ډکتر عبدالله عبدالله  تر اجرایه ریاسته محدودیږي بلکې د یوشمېر بهرني سفارتونو  او اروپايي ټولنې  خبرې د څو  لاس پوڅو مدني ټولنو په نوم د  ټاکنو دڅار  بنسټونو فیفا، ټیفا اودیده بان انتخابات  په خولو زمزمه کیږي ددې ترڅنګ  دیو شمېر خرڅ شوو  رسنیوو هغه پروژوي  تکتیکي  چلند هم دهمدې ځایه سرچینه اخلي کوم چې   د اصلاحاتو په نوم  یاد ټاکنیز ملي بنسټونه هم د دوه سري حکومت په څير د دوه کسانو  دپلویانو ترمنځ د بوسکشۍ میدان  په توګه  وکارول شي.
که چیرته په ټاکنیزو کمېسیونو کې اصلاحات  د دوه لورو او د ټاکنو دڅار مدني ټولنو  دبرګ اتڼ  او دبهرنیانو دشومو هدفونو ته درسید په موخه د اساسي قانون او ټاکنیزو قوانینو  تر پښو لاندې کو لوپه بیه تمامیږي  نو پدې صورت کې به نه یوازې دا کمېسیونونه  خپل ولسي ملاتړ له لاسه ورکړي بلکې  دشفافیت او سراسریتوب په نوم ټاکنیز مهم اصول به  یوځل بیا دکاغذ پرمخ پاتې  او په عمل کې به   یاد پنځه کلن دوه سری حکومت او غیرقانوني واک  تر کلونو کلونو وغزیږي.
د اصلاحاتواو همګرایي پلوي کسان  او یاده ډله هڅه کوي چې  د دوی  دخوښې او ګټو ته ژمن کسان دکمیشنرانو په نوم  دکمېسیون په دروازه ورننباسي او  په راتلوونکو ټولو ټاکنو کې  کمېسیون  په عمل کې  د دوه طرفونو  ترمنځ دسیالۍ  د میدان په توګه وکاروي. دوي هڅه کوي چې د ولسمشر غني سره  دکمېسیون  د ریاست  پرسر  د دارلانشاء   خپلولو قمار ووهي  ځکه دوی   پوهیږي چې  په کمېسیون کې د څلورو تنو کمېشنرانو په درلودو سره بیاد کمېسیون ریس  او پاتي غړي یې  د دوی دهدفونو پر وړاندې خنډ نشي جوړیدای او  دارلانشاء ریس  په شتون کې  چې  نوموړې بست په عمل کې  د ټاکنو ټوله پروسه  پرمخ بیایي  خپل راتلوونکي واک  تظمینولی شي.
که د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم   رامنځته کیدوونکی کمېسیون  د ولسمشر غني او عبدالله  دهوکړې پراساس رامنځته  او بیا دهمدې  کمېسیون دغوښتنو پراساس  دکمېسیون څوکۍ په مساوي ډول وویشل شي  نو  له شک پرته   راتلوونکې ولسي جرګې  څوکۍ به هم  دیادو ټیمونو دکسانو ترمنځ تقسیم شي، که  ویش په همدې ډول ترسره شي نو  داپه دې مانا چې راتلوونکو  ولسمشریزو ټاکنو کې د دریم تن دبریالیتوب امکان  په هیڅ وجه   امکان نلري او یاهم ددې ویره شته چې  دقدرت  ویش دهمدې دوه کسانو په وجود کې ترکلونو  دوام پیداکړي.
په  ټاکنیزو کمېسیونو کې   اصلاحاتو په نوم د  ولسمشر غني او عبدالله عبدالله  ترمنځ  رامنځته شوی  هوکړه لیک دې ته لاره هواره وي  چې  په لوی لاس حکومت د دوه کسانو ترمنځ  دانحصار  د منبع په توګه   و ویشل شي او  د ولسواکۍ په نوم   جوړ سیستم  چې  وګړي  پکې دنظامونو دبدلون   اساسي  مهرې  جوړوي او په عمل کې واک دخلکو پورې  انحصار مومي هم  یوازې دکاغذ پرمخ  لیکل شوې ښکلې مفکوره  پاتې کیږي.