
ژمی و. سوړ نری باد د انسا ن وجود لکه نرۍ ستن چو خاوه او ټول ولاړ منتظر کسا ن ېې له سختو سړو داسې کړوپ او غونج کړي وو تا به ویل دروند بارونه ېې په اوږو بار دي .سره له دې چې د ما ښا م شپږ بجې وې خو د ما ښا م خړه له وخته خپره شوې وه. په دې ورځ یوه بله ټکه هم راولیدلې وه، د لندن د بس ډرایورانو کار ودرولی و. ځکه خو په لویه فا صله او ډیر وروسته بسونه راتلل. په هر تمځا ی کې د خلکو لویو ډلو لنګر اچولی وو. هر ځای ته به چې څنګه بس راورسید په بس به د سپرلیو لوی هجوم او یرغل ورغئ او یو لوی شو مار شور به ټول تمځا ی په سر واخیست. زموږ تمځا ی ته چې څنګه بس را ورسید په بیړه د خلکو لویې ډلې ورمنډه او داسې ېې بس سر تر پا یه ډک کړ چې نه په ولاړه او نه په ناسته د پښې د ایښودو ځای پا تې شو. هغه داسې له سپرلیو ډک او وپړسید چې ډریور دروازه په ګرانه بنده کړه . بس روانیدو ته نږدې و چې د شا له خوا یو په ما ته ګوډه انګریزیغږ کړ :
ـ صبر زه کیوځم .
د هغه له غږ سره ټولو سپرلیو پخپلو کې یوه بل ته سره وکتل.هغه کس چې څنګه تر ما راورسید زما په لیدو یی سترګې رډې راووتې او زما سترګو ته ښه شیبه ځیر شو لکه کوم ورک اشنا چې ېې وروسته له کلونوبیا موندلی وی له ما یی وپوښتل:
ـ وروره آفغان یی؟
نه پوهیږم له کومه ېې زه وپیژندم ښا يي موده مخکې مې چې د چا تیلیفون ځواباوه ده به مې خبرې اوریدلی وی. زه یی په لیدلو دستی پوه شوم چې انګلستا ن ته نوی راغلی او په اوسیدو یی ډیره موده نه اوړی.موسکی شوم او پرته له دې چې ځا ن وروپیژنم له بسه د کیوتو مې ترې وپو ښتل:
ـ ولې غواړې ښکته شې ؟
ـ زه په داسې ډک موټر کې سفر ته زړه نه ښه کوم .
ـ ولې ؟
او زیاته مې کړه :
ـ که فکر کوئ چې بل ته به کسان کم شی، تیروتی یاست ځکه بل څلویښت دقیقې وروسته راځي او هغه ته به هم دومره کسا ن را خیژی .
دستی په خبرو کې را ولوید:
ـ چې داسې ده زه په خپلو پښو ځم خو په داسې ډک موټر کې نه ځم.
دهغه ساده ګۍ ته خندا ونیوم . د دې له پاره چې خپله خندا مې توجیه کړي وي استدلال مې وکړ:
ـ تا ته لکه چې د کابل ملی بسونه نه دی په یاد او نه هم له کلی په هغو چکلو کې ښار ته راغلی چې لاندې با ندې خلک په کې د ځناورو او بارونو تر څنګ نا ست وی.
ـ زه هلته هم ډکو لاریو او بسونو کې چیری نه تلم . ډک موټر د جنازې کټ دئ او زه نه غواړم په ژوندونې د جنازې کټ ته وخیژم .
ده لا خبره بشپړه کړې نه وه چې د موټروان او سپرلیو نارې شروع شوې:
ـ یا کیوځئ او یا پا تې، موټرنور حرکت کوی .
ـ له دې غږ ه وروسته هغه په بیړه له بسه ښکته شو .
زموږ بس حرکت وکړ. په رښتیا هم بس ښه تر خولې ډک و. زه چې په دغه وخت تل له کاره خلاصیدم تل مې دا حال و چې په داسې ډکو بسونو کې کور ته لاړ شم او له داسې ډکو بسونو سره اوس آموخته شوی وم خو د دغه ځوان پریکړې په دغه شپه زه هم په اندیښنه کې واچولم او ویره یی راسره ملګرې کړه .. فکر مې کاوه لکه بس چې په رښتیا هم اوړي.
بس په مزه مزه روان و چې د بس پر چت دربی شو، د بس په خولې شوې ښيښې مې لاس تېر کړ، باران دومره تېز و چې د څاڅکو پر ځای له اسمانه د اوبو نرۍ دارې را توېيدلې. تېز باران په ټولو سرکونو کې اوبه جاری کړې.د باران له اورښت سره سمه تیاره هم خپره شوه. د باران او تیارې ویرې زما په وجود کې هم غزونې وکړې او د موټر چپه کیدل مې په یقین بدل شو.
موټر به لا یو پاو لار نه وه وهلې چې نا ببره درز شو، موټر وښوید او په درنګ شیبه کې په بس کې ولاړ خلک يو پر بل ور ړنګ شول، د چا سر له ښيښې سر ولګېد او څوک هم د څوکيو پر اوسپنو ورغلل. بس! ساه مې بنده شوه،په سترګو مې تياره راغله او نور په ځان نه يم پوهېدلی، کله چې مې سترګې رڼې کړې په روغتون کې وم. سبا مې پلار او مور زما په لټه روغتون ته را غلل، مور مې زما په لیدو لکه هره بله مور خورا غمجنه او د اوښکو باران یی په مخ لارې جوړې کړې، خو پلار مې ځان باینلود هر څه یی په زړه تیر او زما او مور د واړو د ډاډینې لپاره یی وویل:
ـ خیردئ دا به دې قسمت و ځویه !
دقسمت او برخې د کلمو په آوریدو مې پرونی هلک او له ډک بسه د ښکته کیدو انځور نیغ سترګو ته ودرید او دستی مې ټوله کیسه پلار او مورته تیره کړه :
ـ ښه پوه شوم چې دا موټر اوړی هسې خدای ووهلم او لیونی شوم.
پلار او موردواړو حیران راوکتل، پلار مې په هیښتیا وپو ښتلم:
ـ څنګه ؟
ـ ځکه چې موټر له سر تر پا یه ډک و، با ید چپه شوای وای.
زما پلار ته زما په دې خبره داسې خندا ورغله لکه پرون چې ما ته د هغه پروني هلک له بسه د ښکته کیدو په نا ببره پریکړه راغلې وه.
ـ دا خو نو څه د افغا نستا ن چکلې او بسونه نه دي. د دغو بسونو خو هر څه سنجول شوی وی او له هر سرویس د مخه یی هر څه چک او کنترولیږی، زویه ! دا لندن دئ .
ـ پلاره زه هم په دې پوه یم ، خو یوه ځوان لکه په خپلو سترګو چې ېې ګوري ښه را ته وویل چې دا موټر هرومرو چپه کیږی .
ـ نو هغه بیا ولې له بسه ښکته نشو
ما تندي ته ټس ورکړ او خندا راغله :
هغه چې څنګه احسا س کړه چې بس سر تر پا یه ډک دئ، لکه ساه یی چې وځی چیغې کړې او دستي له موټره را ښکته شو،
او بیا مې وویل :
ـ هغه آفغان او نوی راغلی و
زما خبرې لا خلاصې نه وې چې پلار ته مې زنګ را غئ ،په تیلیفون کې له څه ګړیدا وروسته یی ما ته کړل:
ـ زه اوس درنه رخصتیږم، ژر بیرته را ګرځم.کوم نوی آفغان کډوال د پولسیو په ما موریت کې دئ، ژباړه یی با ید وکړم
بیا یی په نتدی ښکل کړم
ـ دومره ډیر نه یی ژوبل، ژر جوړیږی له خیره.
بیا ېې غیږ ته را نږدې کړم او لاړ خو سبا ګهیځ چې بیا له مور سره یو ځای پو ښتنې ته راغئ له لیرې چې خندا یی په شونډو نڅیده را نارې کړې:
ـ ستا خبره خو رښتیا وه
سره له دې چې ټول وجود مې درد کاوه خو نیغ په کټ کې را کښینا ستم:
ـ کومه خبره ؟
ـ ستا د بس د چپه کیدو
ـ هغه څنګه؟
ـ ما نن پخپله هغه ځوان ولید .
ـ هغه چې د بس د اوښتو وړاندوینه یی کړې وه
ـ هو پخپله هما غه
ـ چیرې ؟
ـ د پولیسو په ستیشن کې.
ما بیا پلار ته حیران حیرا ن وکتل :
ـ ولې اسناد یی نه وو؟
ـ نه اسناد یی سم وو خو کله چې له بسه کیوتی و کورته په سخت باران او توره تیاره کې اوږد تګ له مزله غورځولی او په ځمکه ولیدلی وو
خو له مې له حیرا نتیا وازه پا تې شوه په کټ کې مې نا ببره ټوپ کړ:
ـ دا څه وايې !!
هو، د پولیسو ور پا م او له لارې یی را اخیستی وو .اوس په ښاروالۍ کې و او د ښاروالۍ اړونده مامورینو غوښتل روانی روغتون ته یی وروپیژنی خو هلک نه غوښتل هیچیرته لاړ شی او ځان یی له هره درکه روغ رمټ با له .
زه په خبرو کې ورولویدم :
ـ ښه نو بیا
ـ بیا مې هلک تسلیم او په خپل کوروسپاره
پلار مې مو ر ته مخ ورواړاوه:
ـ پو هیږې دا د چا زوی دئ ؟
مور مې لکه څوک ېې چې له خوبه را کښینوی پلار ته حیرا ن وروکتل :
ـ د چا زوی دئ ؟ کوم بلدی دی ؟
ـ هو دا د خدایبخښلی استاذ میرا جا ن زوی دی
بیا یی ما ته مخ راواړاوه او د هغه د انځور په کښلو شو:
میرا جان زما د ښوونځي او پوهنځي د وختو ملګری وو .
مور مې په مهربا نۍ پلار ته ګډه شوه :
ـ ښه شو چې ته خدای پرې برابر کړې ، کور ته به دی راوستی و هغه خو ډیر بختور او ښه سړی و
پلار مې د مور دخبرو په پلوئ وویل:
رښتیا چې ډیر دروند او با وقاره انسان و هغه نه یوازې په ډکو لاریواو بسونوکې چیری نه تلو بلکې په ډیره ګڼه ګونه کې به یی هم سا ه بندیده .
بیا یی ما ته مخ راواړاوه او د هغه یوه یوه خا طره یی داسی بیان کړه :
ـ عجیبه انسان و، څو ځلې مې لیدلی چې له ډک بسه په سروبي کې ښکته شوی او بیا پخپلو پښو تر کابله تللی
مور مې دستی په خبرو کې ورګډه شوه :
دی هم لکه چې پلار ته تللی دی
پلار مې د دده نورې ځانګړتیاوې یوه یوه بیا نوله :
عجیبه سړی و، تل به یی ویل: په هر څه کې اعتدال په کار دئ آن ډیره ډوډۍ ډیرې ناروغۍ زیږوی .
ما چې د پلار خبرې په ځیر څارلې له پلاره و پو ښتل :
نو بیا په استا ذ څه وشول :
پلار مې اوږد اوسیلی وکیښ :
ـ یو وخت چې زموږ په هیواد کې انارشی را غله ، او هر چیرې او هره ورځ د غوڼډو او میټنګونو دوران شو، یوه ورځ چې د هیواد د نوی سره رنګه بیرغ د لوړیدو لپاره ستره غونډه رابلله شوې وه او زموږ د پوهنځی په ګډون ټول پوهنتون با ید په کې ګډون کړای وای ، استاذ په شهادت ورسید.
پلار مې چې دې ځاې ته راورسید ستونی یی ژړا ونیو .ما ته او مور ته هم ژړا راغله خو پلار مې دده د شهادت داستان چې له سترګو یی اوښکو دارې وهلې تر پا یه راواوراوه :
موږ ټول استا ذان یوه بس ته پورته شو چې په هغه غونډه او نما نځنه کې برخه واخلو . هغه چې څنګه ډک بس او ګڼه ګوڼه ولیده لکه ساه یی چې بنده شی په زوره چیغې کړې:
ـ بس ودروۍ زما ساه بنده شوه زه کیوزم .
خو چا یی چیغې نه اوریدې او هما غسې په تیزۍ یی بس روان کړې وو. استا ذ بالاخره په سپکو سپورو سر شو. لږ وروسته موټر نا ببره بریک ونیو او ځا ی په ځای ودرید .د موټر نا ببره بریک او دریدا ټو ل کسان یو د بل غیږې ته واچول، په مو ټر کې یوه غوغا جوړه شوه ، د موټر له مخکنی سيټه د موټروان تر څنګ نا ست بریتور ځوان چې زموږ د کاروان لارښود و په منډه د باد په څیر استاذ ته نږدې راغئ او په استاذ یی خوله په قهر را خلا صه کړه :
ـ که دې بل ځل چیغه وکړه له موټره دې لاندې غورځوم .
دځوان دې مرګونی ګواښ له ویرې په سپرو کسا نو کې وینه وچه او ټول موټر په ژور سکوت کې ولوید . هیچا سوڼ هم ونه کړ، بریتور ځوان چې له غروره یی په خپلو بریتونو لاس را کښود د یوه عسکری قو ماندان په څیر په موټروان آمر وکړ:
ـ چې څومره تیز تلی شئ ځه !
او له دې سره موټربیرته له پخوا لا تیز روان شو. خو لږه شیبه نه وه تیره چې استا ذ په یوه سا ه بیا چیغه کړه:
ودروئ زه درځم خو پخپلو پښو ، دا ډک موټر هرومرو اوړی .
له دې سره سمدستي هما غه بریتور بیا لکه باد راټوپ کړ، استا ذ یی د ټولو په وړاندې له لاسو ونیو او په لوړ آواز چې له غوسې ایشیده استا ذ ته کړل:
ـ هغوی چې په تیز مزل باور نه لري او په ډکو لاریو کې مزل ته ستا په شا ن زړه نه کوي با ید په موټر کې لاړ نشي .
استاذ چې څنګه دا واوریدل له خولې دستی ووتل :
ـ چې داسې ده موټر ودروئ چې زه ښکته شم .
ځوان چې هما غسې د کبر په کا سه نا ست د بس له یوې چوکۍ په زوره ډب تیرکړ:
ـ موټر به هیڅ وخت ونه دروم
استاذ له هیبته چیغه کړه :
ـ ولې ګوزاروئ مې که څه ؟
ـ هو
ـ ولې ګنا ه مې څه ده
ـ د دې لپاره چې نور بیا په تیز موټر کې د تګه پښیما نه نه کړئ .
او له دې سره سمدستي هغه خونخوار په رښتیا استاذ له روان موټره لاندې وغورځاوه .
پلار مې چې تر دغه ځا یه خبره راورسوله ستونی یی له ژړا ډک شو، په داسې حال کې چې موږ ته یی لربر را وکتل وویل:
ـ پوهیږئ بیا څه وشول :
ما او مور د نه پوهیدو سر وخوځا وه :
پلار مې وویل:
ـ بیا موټر لږ مزل نه وکړی چې چپه او ټولې سپرلۍ په وینو کې ولمبیدې .
بیا یی لکه یو فیلسوف دا کیسه او دا یادوونه داسې رالنډ کړل :
ـ زه چې اوس ددې هلک کیسه آورم د هغه پلار مې نیغ ستر ګو ته ودریږی. او هغوکسانو ته حیران دریا ن شم چې په ډکو لاریو کې د وراوښتو تاوانونو له زړه بوږنونکو یادونو سره سره اوس هم د ډکو لاریو له مزله زړه توری نه دي .
لندن ـانګلستا ن
دشپې یولس بجې
۱۲/۰۵/۲۰۱۳