
د وېشنې وړ ملتونو په نوم د کتاب په یوه برخه کې چې د امریکې له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک دمشاور ولي نصیر له خوا لیکل شوی، د د پخلاینې د پروسې په اړه په تفصیل سره ویل کیږي چې سپينې ماڼۍ په لوی لاس د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي او دفتر سره له دې امله چې ریچارډ هالبروک د اوباما له نږدې کړۍ څخه نه و، د هغه له خوا طالبانو سره د خبرواترو په اړه له هر ډول وړاندیز سره مخالفت ښوده. اوباما هلري کلنټن ته د بهرنیو چارو وزارت د یوې معاملې په ترڅ کې ورکړی و، په کابل کې د هالبرو ک په شتون سره یې ددې دپاره چې د ممکنه سولې په راتګ سره د امتیاز د هلري کلنټن ټيم، په ځانګړي ډول ریچار هالبروک ترلاسه نه کړي، په لوی لاس یې د سولې له پروسې سره مخالفت کاوه. د کتاب یوه برخه د ملا عبدالسلام له خولې کاږي چې طالبان ان په کال ۲۰۰۹ د اپریل په میاشت کې خبرو اترو ته چمتو ول. اوباما په سپینه ماڼۍ کې دداسې کړیو له خوا انحصار شوی دی چې تر ډیره یې پام د ایران، عربو او اسرایلو موضوعاتو ته اړوي. لیکوال کاږي چې سپینه ماڼۍ د هالبروک د دندې په مهال تر ډیره بریده لومړیتوب هالبروک ته د ستونز ې جوړول وو څو وکولای شي له دندې یې منفک کړي. د لیکوال په اند که چیرې اوباما د افغانستان او پاکستان چارې سي، ای،اې او پوځ ته نه وای سپارلې، د ریچارډ هالبروک وړاندیز ته یې په خپل وخت ارزښت ورکړی وای او د پوځي تګلارې په ځای يې ډيپلوماسي کارولې وای، ښايي چې لا له وړاندې مو په افغانستان کۍ سوله راوستلې وای. د کابل او واشنټن ترمنځ داړیکو ترینګلوالی او سیاسي ناندرۍ د لیکوال په نظر هغه څه ول چې سپينې ماڼۍ په خپله ورته زمینه چمتو کړې وه څو د کرزي اندیښنو څخه د هالبروک په لیري کولو کې کار واخستل شي. پوځ باور درلود چې طالبانو ته مخکې له دې چې دجګړې په ډګر کې ماتې ورکړل شي، د پخلاینې ، روغې او جوړې وړاندیز د جګړې د یوه لوري په توګه د ضعف څرګندول او د پوڅ حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي. له بله پلوه سي، ای،اې اندښنه درلوده او د پخلاینې په نوم پروسه یې د پاکستان د پوځ هغه دسیسه بلله چې له مخې يې د طالبانو په وړاندې د امریکې د پوځ جګړه ییزه یرغل لږ شي او په پایله کې په پاکستان باندې د امریکې سیاسي فشار راټیټ کړای شي. د امریکې دولت ، د ملی امنیت شورا، د کړنلارې جوړونکې ډلې، د سپینې ماڼۍ په ننۍ کړۍ، سي، ای، اې ، د امریکا پوځ او بې لاخره د بهرنیو چارو د وزارت ټول په خپل وار سره د افغانستان په وړاندې، په ځانګړي ډول د سولې په اړه د طالبانو سره د هرډول خبرو اترو په وړاندې دیوې جوتې(ښکاره) کړنلارې په نه درلودلو سره د زرګونو امریکايي ، افغان سرتیرو او له دې ناوړه یې د زرګونو ملکي وګړو د مرګ سبب وګرځیده، دا لړۍ دوام لري. ډاکټر اشرف غني په راتګ سره په سیمه کې بدلونونه رامنځ ته کیدونکي دي چې محور يې افغانستان دی. د امریکا سره ستراتیژیک تړون امضا شو، په افغانستان کې د امریکا پوځي او سیاسي حضور ته قانوني بڼه ورکړل شوه. اوس نو سیمه د یو لړ بدلونونو په درشل کې ده. د طالبانو په نوم پروژه نور پای ته د رسيدا په حالت کې ده. داعش یې د مار په سر د لړم د ګومارلو لپاره رامنځ ته کړ. افغانستان تر بل هروخته په حساس پړاو کې دی. که د ډاکټر اشرف غني او د ډاکټر عبدالله ترمنځ د همغږۍ ستونزه داسې لکه د سپینې ماڼی او بهرنیو چارو وزرات په څير وي، دسولې د رامنځ ته کیدا دا طلايي چانس به خدای مه کړه له لاسه وتلی وي. په سیمه کې زبرځواکونه لکه چین، په دې هڅه کې دی چې د افغان شخړې دحل لپاره راودانګي څو دوریښمو لار پروژه عملي کړي چې له مخې یې سویلي او مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ لاره پرانیزي. پاکستان ددې لپاره چې په خپله هم د پاکستاني طالبانو له خوا د ګواښ سره مخ دی او پوهیږي چې نور نو په افغانستان کې نړیوال ځواکونو چې مشري یې د امریکې متحده ایلاتونه کوي، د انتقاد سره مخامخ کیږي. ددې دپاره چې حاشېې ته لاړ نه شي، مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرولو د امریکا، نړیوالې ټولنې او افغانستان څخه امتیاز واخلي او په ورته وخت کې د افغانستان سره د د اړیکو په رامنځ ته کولو سره په دې هېواد کې د هند د نفوظ مخنیوای وکړي، لوبې ته رادانګي. موږ تر بل هرڅه سولې ته زیاته اړتیا لرو، اوسنی بدلونونه هغسې لکه د بون پرېکړې مهم دي، ولسمشر ته په کار دي چې له دې مهم فرصت څخه په تیریدو سره د سولې دراوستلو د شونتیا لپاره ستراتیژیکه بیا کتنه وکړي. که چیرې هند زموږ د سولې په راتګ سره ناراضه کیږي، په بدل کې یې خپل ګاونډ چین لاس ته راوړو. د سولې په راتګ سره کولی شو چې وسله وال ځواک پياوړی، د پوهې کچه مو لوړه، توکمپالنه او تبعیض له منځه یوسو او په نږدې راتلونکې کې د سولې په نوم د هرډول تړون ( که په اوسني حالت کې د سولې د اړتیا په موخه ترسره شي) په څرنګوالي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور په رڼا او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نفوظ په درلودلو سره د بدلون غوښتونکي شو. همدا ډول ستونزې په نړۍ کې ډیرو هېوادونو د اړتیا په وخت کې تړونونه امضا او د وخت په تیریدا سره یې د بدلون غوښتونکي شوي دي.که چیرې زموږ د کړیدلي ملت په ځانګړي ډول د پښتنو دا ستر خوب په حقیقت بدل شي، هېواد مو تر دری ټریلینه زیاتې زېرمې لري چې بیا د اوس په څېر د هند، امریکا او یا هم کوم بل هېواد مالي مرستو ته هیڅ اړیتا نه لرو، موږ سوله غواړو څو هر هېواد وال مو د بشر د خالق د ستر نعمت سولې په فضا کې ژوند وکړي.
څو چې دا ځمکه اسمان وي- څو چې دا جهان ودان وي
څو چې پاتې یو افغان وي – تل به دا فغانستان وي