
د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د کب (حوت) دویمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له یوویشتمې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام لسمه سیالۍ د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ د نوی زیلاند کرېسټ چرچ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه پاکستان وګټله او مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه .
ویسټ انډیزي کرکېټ لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره 310 منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د 311 منډو هدف ورکړ .
پاکستانۍ کرکېټ لوبډلې د 39 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 160 منډې جوړې کړې او د 66 توپونو ، 4 وېکټو او 150 منډو په توپیر یې له ویسټ انډیز څخه ستره ماتې وخوړه .
د ویسټ انډیزي لوبډلې له لوري اندري روسل هم د توپ وهنې په برخه کې ښه وځلېده او د توپ اچونې په برخه کې ، نوموړي په 17 توپونو 42 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې،چې 3 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې . د توپ اچونې په برخه کې یې 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 33 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول ، د همدې غوره کارنامې له امله د لوبې غوره لوبغاړي په نوم ونومول شو .
په دې وروستیو کې پاکستانۍ کرکېټ لوبډله ډېره کمزورې شوې ده او پرله پسې ماتې خورې . کرکېټ ماهرین په دې اند او وایي ، چې کېدای شي یاده لوبډله په دې ونه توانېږي،چې په نړیوال جام لوبو کې یوې لوبډلې ته ماتې ورکړې او په صفر به خپل کورته ستنېږي .
د ویسټ انډیز او پاکستان د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ویسټ انډیز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دوانې سمېت په 27 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ کریس ګېل په 14 توپونو 4 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ دارین براو په 78 توپونو 49 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په لوبه کې ټپي او په ځای یې بل لوبغاړی میدان ته راغی .
4 ـــ مرلون سمیولز په 52 توپونو 38 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ دینېش رامدین په 43 توپونو 51 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ لېندل سیمونز په 46 توپونو 50 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
7 ـــ دارین سامي په 28 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ اندري روسل په 17 توپونو 42 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
د ویسټ انډیز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جیروم ټایلر 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 13 مندې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ جېسن هولډر 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ اندري روسل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 33 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ دارین سامي 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 47 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ سلیمان بین 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 39 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د پاکستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ناصر جمشېد په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ احمد شهزاد په 10 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ یونس خان په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ حارث سهیل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
5 ـــ مصباح الحق په 21 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سهیب مقصود په 66 توپونو 50 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ عمر اکمل په 71 توپونو 59 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ شاهد افریدي په 26 توپونو 28 منډې جوړې کړې ،4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ وهاب ریاض په 13 توپونو 3 منډې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ سهیل خان په 8 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
11 ـــ محمد عرفان په 11 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د پاکستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد عرفان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 44 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ سهیل خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 73 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ شاهد افریدي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ حارث سهیل 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 62 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ وهاب ریاض 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 67 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ سهیب مقصود یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 8 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .