د سولې خبرې؛ د هند او پاکستان سیالي

 
لوړپوړي پاکستاني چارواکي په‌داسې حال کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو له بیا پیل څخه خبر ورکوي، چې په وروستیو کې پاکستان ته د افغان حکومت نږدې‌والي له امله هند اندېښمن شوی او دغه هېواد خپله اندېښنه په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پر چارو د بیا کتنې له لارې په‌ډاګه کړې ده.
د سولې بهیر
افغان حکومت له ۱۳۸۸ کال وروسته عملاً له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې خبرو پیل په موخه خپلې هڅې پیل کړې، چې د همدغو هڅو په پایله کې په ۱۳۸۹ کال کې د سولې مشورتي جرګه یې راوبلله او د سولې په موخه لومړني ګامونه پورته شول. په‌دغې جرګې کې د پام وړ مسله د سولې عالي شورا پر رامنځته کېدو هوکړه وه، څو له‌دې لارې له وسله‌والو مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي. د سولې عالي شورا له رامنځته کېدو او په هېواد کې د سولې راتګ په برخه کې د افغان چارواکو له زیاتو هڅو سربېره، افغان دولت په‌دې بریالی نه‌شو، څو له وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو او سولې په لړ کې د پام وړ او ملموسې لاسته‌راوړنې ولري. پر همدې بنسټ د سولې عالي شورا رامنځته کول له‌دې پرته چې د سولې په راتګ کې د افغان حکومت د ښه نیت ښکارندويي وکړي، کومه بله پایله یې نه درلوده.
دېته په کتو سره، چې له یوه لوري ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو کال و او له بل لوري د وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي توګه د طالبانو فعالیتونو زور واخیست، د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان حکومت د سولې په برخه کې جدي برېښېده؛ خو له‌دې ټولو هڅو سره سره د سولې په برخه کې لاسته‌راوړنه نه‌ده درلودلې. باور دا دی، چې د سولې په بهیر کې د پاتې راتلو له امله مخکني ولسمشر حامد کرزي ټول مسوولیت په لومړي ګام کې پر امریکا او په دویم ګام کې پر پاکستان واچاوه. له‌دغه کار څخه کرزي دوه موخې تعقیبولې: له خپل مسوولیت څخه تېښته او د یادو دوو هېوادونو پر لور د عامه ذهنیت منسجم کول.
له طالبانو سره خبرې او د پاکستان ونډه
د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال دوو مخکښو نوماندانو اشرف‌غني او عبدالله عبدالله په هېواد کې د سولې راتګ په برخه کې خپل هوډ په‌ډاګه کړ او په‌دې برخه کې یې زیاتې ژمنې کړې وې، خو د حکومت په رامنځته کېدو سره تر ډېره بریده سولې ته د خلکو هيلې زیاتې نه وې؛ اما ولسمشر غني سعودي عربستان ته د خپل لومړني نیمه رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، څو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي. غني همداراز چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له چینايي چارواکو غوښتنه وکړه، پر پاکستان د خپل نفوذ په کارولو سره پر دغه هېواد فشار راوړي، څو وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو په موخه وهڅوي.
خو پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان اړیکې نوي پړاو ته دننه شوې. باور دا دی، چې پاکستان ته د ولسمشر سفر په ترڅ کې تر ډېره بریده د پاکستان غوښتنې منل شوې دي، چې تر ټولو مهمې غوښتنې یې، چې تر دې‌دمه واضح شوي؛ پاکستان ته د ۶ تنو افغان پوځیانو لېږل، د درنو وسلو ترلاسه کولو په برخه کې له هند سره د لاسلیک شوي تړون ځنډول، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هم‌غږۍ رامنځته کول او ...
تر دې‌دمه له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه د دواړو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړه یوازې د پاکستان په ګټه راڅرخي؛ ځکه په افغان خاوره کې د پاکستان وسله‌وال مخالفین په نښه کېږي؛ خو د افغان دولت وسله‌وال مخالفین، چې د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو او په‌دغه هېواد کې ژوند کوي، نه‌دي په نښه شوي. دېته په کتو سره چې د افغان دولت وسله‌وال مخالفین د پاکستان څارګرې  ادارې (آی اس آی) له ملاتړ څخه برخمن دي؛ شونې نه برېښي، چې دغه هېواد دې ژر تر ژره د دوی پر وړاندې اقدام وکړي.
له یوه لوري پاکستان ته د افغان حکومت نږدې‌والي او د افغان چارواکو له‌خوا د دغه هېواد د غوښتنو منل او دوی ته د امتیازاتو ورکړه او له بل لوري پر دغه هېواد د چین، سعودي عربستان او امریکا د فشار په پایله کې پاکستان پتېیلې، چې وسله‌وال طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته وهڅوي. د پاکستاني چارواکو په وینا، ټاکل شوې د مارچ په میاشت کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې له سره پیل شي.
باور دا دی، چې له‌دې وروسته وسله‌وال طالبان د افغان حکومت پر وړاندې د جګړې غځولو توان نه‌لري. په بل تعبیر، د وسله‌والو طالبانو پروژه مخ په ختمېدو برېښي؛ خو دا وېره پر خپل ځای ده، چې د سپین بیرغ په ښکته کېدو سره به تور بیرغ پورته شي. د تور بیرغ په پورته کېدو، چې سر له اوسه په ځینو سیمو کې یې څرکونه لیدل شوي او د تور بیرغ د سیمو په پراختیا سره شونې نه ایسي، چې له وسله‌والو طالبانو سره دې د سولې خبرې د ناامنیو په کمولو او د ستونزو په لرې کولو کې کومه لاسته‌‌راوړنه ولري.
د هند مسله
په‌دې لړ کې هند په افغانستان کې د پاکستان له ونډې راضي نه د‌ی. هند او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې له اویایمې لسیزې راپدېخوا په افغانستان کې پر نیابتي جګړې اخته دي. له ۲۰۰۱ کال او په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره دغه جګړه نوي پړاو ته دننه شوه. پاکستان د افغان دولت له وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي. د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف د څرګندونو پر بنسټ، وسله‌وال طالبان د آی اس آی له‌خوا له‌دې امله بېرته فعال شول، څو په افغانستان کې د هند پر وړاندې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي. چې تر ډېره بریده پاکستان خپله دغه موخه ترلاسه کړې ده. د پاکستان برعکس هند له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې شاوخوا ۲ میلیارډه ډالره له افغان حکومت سره مرسته کړې، چې د دغو مرسته ډېره برخه په بنسټيزو پروژو کې لګول شوي دي.
د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو هڅه دا وه، څو په یو ډول سره په افغانستان کې د مقابل هېواد له نفوذ څخه په مخنیوي خپل نفوذ پراخ او خپلو فعالیتونو ته زمینه برابره کړي. هند توانېدلی، چې په‌خپلو مرستو سره له یوه لوري په افغانستان کې د خپل فعالیت زمینه پراخه کړي او له بل لوري د کشمیر له مسلې او په‌دغې سیمې کې د پاکستان پلوو وسله‌والو جنګیالیو له فعالیت څخه مخنیوی وکړي. باور دا دی، د دې لپاره چې هند توانیدلی اوسي له جمو او کشمیر څخه د پاکستان پام بلې خوا ته واړوي، په افغانستان کې د پاکستان د ونډې کمزوري کېدو په لټه کې دی. د هند پر وړاندې پاکستان هم د دغه هېواد د ونډې کمزورې کېدو غوښتونکی دی، چې دغې چارې یاد دواړه هېوادونه په افغانستان کې بوخت ساتلي؛ خو د پاکستان بوختیا زیاته برېښي.
د پاکستان وېره له‌دې امله ده، چې د افغانستان او هند د اړیکو په ښه‌والي او په افغانستان کې د هند د نفوذ په پراخوالي سره به دغه هېواد د دوو متخاصمو ګاونډیو ترمنځ را ایسار شي. له یوه لوري هند او د کشمیر مسله او له بل لوري افغانستان او د ډيورنډ مسله.
پایله
په‌دې لړ کې افغان حکومت باید د خپلو ملي ګټو پر بنسټ مخته لاړ شي. باور دا دی، چې افغانستان نه‌شي کولای، خپل ستر اقتصادي ملاتړی او دودیز ګاونډی (هند) له لاسه ورکړي، همداراز له امکانه به لرې وي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره دې بد اړیکي ولري. پر همدې بنسټ دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د تعادل ساتل مهم دي؛ په ځانګړي توګه دا چې د افغان دولت وسله‌وال مخالفین د پاکستان له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي.
دغه ليکنه په «محور» ورځپاڼه کې هم خپره شوې.