دوه ماشومان

جبران خلیل
ژباړه : محمد اسماعیل عندلیب --- اسلام اباد پوهنتون
 
یو شهزاده د خپلې ماڼۍ د کړکۍ څخه هغې لويې ډلې ته چې د همدې موقع لپاره رابلل شوې وه را ښکاره شو او په وینا یې پیل و کړ:
( زه تاسې او دې ټول نیکمرغه هیواد ته د یو نوي شهزاده د زېږیدو مبارکي ورکوم هغه به زما د درندې کورنۍ نوم د ځان سره لري او په هغه به تاسې ټول ویاړۍ  . هغه به د ددې لويې او نوميالۍ کورنۍ د نوم لرونکى وي ، ددې سلطنت روښانه راتلونکې د هغه پورې تړلې ده ، سندرې ووايئ او خوښ و اوسئ ).
د راټولوشويو خلکو د خوښۍ او مننې څخه ډک زوږ د خوشحالۍ د سندرو سره د اسمان په کنارو کې انګازې وکړې ، د یو نوي مستبد او ظالم راتګ ته یې ښه راغلاست وایه کوم به چې د غلامۍ او ظلم جغ ددوى په څټونو د تریخ واک او اختیار سره ږدي، ددوى د بدنونو نه به ګټه پورته کوي او روحونه به یې ور وژني ، د همدې سرنوشت او د نوي خپلسري واکمن د راتګ په خاطر ولس سندرې ویلې او په وجد اولیوالتیا یې د شرابو پیالې په سر اړولې .
يو بل ماشوم په همدې بادشاهۍ کې په همدې وخت کې د ژوند کاله ته ننووت او په همدې مهال اولس د سندرو په ویلو سره د راتلونکې لپاره د یو زورور او خپل سري ټولواک لمانځنه کوله او د خپلو ځانونو سپکاوى یې کاوه او په همدې مهال د اسمان ملایکو د ولس په کمزورتیا او غلامۍ اوښکې تویولې ، په همدې مهال یوې ناروغه مېرمنې فکر کاوه . هغه په یوه لرې بیدیا کې په خپله شخه بستره په زیږو وروڼیو کې تاو شوي له خپل نوي  زیږیدلي ماشوم سره پرته او د لوږې څپو د مرګ ګرداب ته روانه کړې وه، هغه یوه خسیسه او بې وزله ځوانه ښځه وه چې ټولنې هېره کړې وه مېړه یې د مرګ په هغه لومه کې  پرېواته کومه چې د  شهزاده ظلم ایښې وه، نن شپه هغې ته الله یو ملګرى راو ليږه چې هغه به د ژوند د بېړۍ د چلولو لپاره د کار کولو څخه ساتي . کله چې خلک تیت او پرک شول او پر سیمه چوپتیا خوره شوه ښځې خپل ماشوم په غېږ کې و نیو د هغه مخ ته ځیر شوه او اوښکې یې روانې شوې لکه چې هغه په اوښکو لمبوي په وږي او کمزوري اواز یې خپل ماشوم ته په وینا پیل وکړ:
( ولې دې د روحونو دنیا پرېښوده راغلې چې ما سره د ځمکې د ژوند ترخې شریکې کړې ؟ ولې د پرښتو له څنګه را جدا شوې پراخ اسمان دې پریښود او د انسانانو بې وزلې ځمکې ته چې د هر رنګ صله رحمۍ نه خايي ده راغلې  ؟ ما سره له اوښکونه پرته تاته د درکولو لپاره هیڅ هم نه شته ایا ته به د شیدو نه غیر په اوښکو موړ شې ؟ زما سره د ورېښمو جامې نشته چې تا ته یې د رواغوندم آیا ته به زما په لړزېدونکې غېږه کې تود شې ؟ خزنده هم  په صحرا کې څریږې او روغ خپلو سوریو ته را ګرځي ، مرغان دانې خوري او د ونو په څانګو کې په ارام اوده کیږي ، مګر ګرانه ته د یوې غریبې او بې وزلې مور نه سیوا هېڅ نه لرې ) .
بیا یې ماشوم خپلې وچې سینې ته واچاوه دواړه لاسونه یې ورڅخه داسې چاپېر کړل لکه چې غواړي د مخکې په څېر ددوه بدنونو نه یو جوړ کړي  خپلې سترګې یې په ورو ورو د اسمان خوا ته واړولې او چغه یې کړه ( خدایه ! زما په بدمرغه هیوادوالو رحم وکه ) .
پر دې مهال د سپوږمۍ د مخ نه ورېځ لرې شوه او  وړانګې يې د هغه بې چاره کور د دروازې له چاودونو نه تېرې شوې او په دوه مړو جسدونو پرېوتې.
 
پای
25/08/2008