
د چهار شنبې ، چې د روان هجري لمریز کال د سلواغې (دلوې) نهه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له اتلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام اومه سیالۍ د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د اسټرالیا د کنبېرا په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه بنګلدېشي لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
بنګلدېشي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 267 مندې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د 268 منډو هدف ورکړ .
د بنګلدېشي لوبډلې له لوري مشفق الرحیم ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 56 توپونو 71 منډې جوړې کړې ، چې 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
که څه د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخه ډېره ښه وه ، خو د توپ وهنې په برخه کې ښه ونه ځلېدل او ډېر ژر یې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او لوبه یې د 105 منډو په توپیر وبایلله .
د یادونې وړده ، چې د افغانستان له لوري په نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ څلوریزه د سمیع الله شینواري له خوا او لومړۍ شپږیزه د میرویس اشرف له خوا ترسره شوه .
د افغانستان او بنګلدېش د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د افغانستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ جاوید احمدي په 2 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ افسر ځاځي په 5 توپونو یوه منډه ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ نوروز منګل په 57 توپونو 27 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ اصغر ستانکزي په 7 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سمیع الله شینواري په 75 توپونو 42 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو .
6 ـــ محمد نبي په 43 توپونو 44 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ نجیب الله ځدراڼ په 34 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
8 ـــ میرویش اشرف په 15 توپونو 10 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ آفتاب عالم په 12 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېد .
10 ـــ حمید حسن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 شاپور ځدراڼ په 2 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د افغانستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ حمید حسن 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ شاپور ځدراڼ 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ آفتاب عالم 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 55 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ میرویس اشرف 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ محمد نبي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 58 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې سوځاوه .
6 ـــ جاوید احمدي 4.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 32 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ سمیع الله شینواري 1.1 اور توپ اچونه ترسره کړه ، 2 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د بنګلدېش د توپ وهنې برخه :
1 ـــ انعام الحق په 55 توپونو 29 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ تمیم اقبال په 42 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ صومیا سرکار په 25 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ محمد الله په 46 توپونو 23 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ شکیب الحسن په 51 توپونو 63 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ مشفق الرحیم په 56 توپونو 71 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ صابر رحمان په 8 توپونو 3 منډې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ مشرف مرتضی په 9 توپونو 14 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
9 ـــ مومن الحق په 3 توپونو 3 منډې جوړې کړې او په منډه کې اوټ شو .
10 ـــ تسکین احمد په 3 توپونو یوه منډه ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
د بنګلدېش د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مشرف مرتضی 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 20 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ روبیل حسین 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ تسکین احمد 7 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ شکیب الحسن 8.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ محمد الله 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ صومیا سرکار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 13 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ صابر رحمان یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 4 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .