
د خپلي زوکړې د کالیزي په سهارمې سترګې د کمپیوټرپه ښیښه د یوي ځوانیمرګې پیغلي شهیدي انګیزه شینواري په توردرنه پښتني لوپټه کې اخیستل شوي انځور ولګیدي په اروایی دنیا مې هسي سیلۍ راوالوته چې دغمجن د زړه سمندرته مې د اوښکو باران د ټپي او ویرجن احساس د تالنده بریښناسره په اوریدوپیل وکړپه همدې شیبه کې زما داستوګنې دکوټې دروازه ناببره پرانیستل شوه نازولي لورګانې مې په خندا ډکه خوشالی ،سوغاتونه اودګلانوګیډی په لاس د مبارکۍ او درنښت په موخه زما مخې ته ودریدي اوزما دتړمو،تړمو اوښکو په لیدلو یی په حیرنتیا وپوښتل؟
پلارجانه ! دزوکړې په ورځ ژړا اوکه خندا؟.
دکمپیوټرپه دړه مې د شهیدې انګیزي عکس ته د دوی پاملرنه راجلب کړه په نازکو او حساسو عواطفو په شیبه کې یی د ویراوغم اورونه بل شول اوخپلې ځوانیمرګې خورته یی د خورولې اوخواخوږی اوښکي نذرانه کړې.
ای د لوی اوسترننګرهاراو د تل ښیرازه بهارد نارنج د ګلونوشهیدي سپیني کوترې انګیزې!
ستا دخویندوپه لاسونوکې ګیډی، ګیدی ګلونه دې په ویاړلي اوسپیڅلي مزار ږدو د لوی ننګرهارد لښکرلښکرشهیدانوپه څنګ کې ارامه ویده شه د وطن د مور په پړوني کې اتلانوته کټ، کټ وخانده اودپ ښتني شینواري ملالي په نامه ورته وړانګنې اوځلاندې شمعي ولګوه هوهغه شمعي چې تل به ستا په اتل مزاربلې وی.
په ناپایه نیمګړوارزوګانوکې ستي،ستي اتلې شینواري خورکۍ!.
شهادت دې مبارک شه. د شمشاد اوسپین غر هسکې څوکي ستا ویاړلي مزارته د درنښت سرونه ټیټ کړي او یاد دې تل تاند او له برمه ډک اوسه..
ځمکې دخدای رو مې دروړی چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه
بسم الله اکبري هالینډ
۱۷/۰۲/۲۰۱۶