
سنګر او څو خبرې
ارشادرغاند---ننګرهار
زه که د بل چاواى په خپل ځاى به ثابت پاتې واى
زه د پښتون ګرېوان شوم،ځکه تار په تاريم خدايه!
که ښه شعر د ډېرعمر او زده کړو په مټ ليکل کېداى نو خدايزده که چامنلاى چې دا د هغه بيت دى،ځکه د االفت کور(لغمان) د الينګار د سنګر کلي استوګن غلام رحيم کاله کې زېږيدلى خالد سنګر ايله نولس کلن دى او له دې کلن انسانه د داسې او دا شان ډېرو نورو شعرونو پنځيدل عجيبه خبره ده او ځينې خلک به يې ښايي په اسانۍ وهم نه مني خو زه يې منم؛ځکه د کومې نوې څېرې په توګه يې نه پېژنم ، دا نوم مې د لېسې له مهاله تر غوږ دى،د دې نوم څښتن راسره په تېرو څو وروستيو کلو کې د جلالکوټ په مياعمر لېسه کې ټولګيوال و،په شخصي ناستو ولاړو کې هم بېل نه وو،د ادبي غونډو مشاعرواود لېسې فرهنګي کمېټې جوړول،د (ادب) په نوم (که دروغجن نه شم) د هېواد په کچه په لومړي ځل له يوې لېسې د پينځلس ورځينۍ پوره خپلواکې ادبي خپرونې پيل او چلونه او د ننګرهار ادبي بهير(ناب)د غونډو په شان نورو غونډو او مشاعرو ته تګ په څېر نورې ډېرې ادبي او شخصي چارې د هغه د انګليسي او کمپيوټر زده کړو له ترسراوي او همداشان زما له يوې نېمې هغې پرته ګډې وې،د سنګر له هغو مهالو تر ټولو لويو ادبي ځانګړتياوو په پنځونه(شاعرۍ او ليکوالۍ دواړوکې) د ادبي ژوند له پيل يانې هماغه پينځه اتيايم کال راهيسې يې تر خپلې وسې د نوښت راوستنې او نوو توکو د پنځ او لېږد هڅه وه چې زما په خبره تر ډېره ترې سور مخى هم ووت،سنګرلکه له شاعرۍ چې يې ښکاري د اغېز شېندونکي شاعر دروېش دراني د شعر ډېر مېن دى او دا وروستۍ کړې خوږه،انځورګره او نوښتيزه شاعري يې د دې خبرې ښې بېلګې کېداى شي،د سنګر په اړه خبرې که وغځوم نو کتابونه به شي خو پر همدې د بسنې ترڅنګ يې يوازې دومره وايم چې زموږ د بنډار دا ګوړه اوس زموږ له بنډارونو لېرې د برخليک په امر د لېرې پروت کونړ په کومه لېرې سيمه کې له U.S.P.Iنومې امنيتي کمپنۍ د مسول په توګه د ژوند غم ګالي چې ترې د خلاصون او شاعرۍ لا ښه کېدا په هيله يې درته دابېلګيز شعرونه وړاندې کوم.
کله چې ستورى د اقبال مې له اسمانه پرېوت
د زړه طوطي مې د زړه تخت باندې ستومانه پرېوت
ستم پر ما کېده پر دار باندې هم زه ځړيدم
ستا له سينې نه ستازړګى ولې جانانه پرېوت
په ګرانه ساتي خپل ازغي ګل تر خزانه پورې
خو انسان خدايه د انسان زړه نه اسانه پرېوت
شېخ يې خپل عمر په مسجد کې وه تېر کړى خو نن
ولې کمزورى شو او ولې له ايمانه پرېوت
((سنګره))!بيرته زه و خپل ځاى ته راغلى نه يم
له کومې ورځې مې چې ځان له خپله ځانه پرېوت
------------------------------------------------------------
خو ما دې نه ځوروي،کله زه انکار يم خدايه!
پر ما دې پل کېږدي د هر چا د پښو لار يم خدايه!
زه د جانان د مخ ګل کله رژېدو ته پرېږدم؟
زه ورته هر وختې سپرلى يمه،بهار يم خدايه!
زه که د بل چاواى په خپل ځاى به ثابت پاتې واى
زه د پښتون ګرېوان شوم،ځکه تار په تاريم خدايه!
ارشاد رغاند-------ننګرهار